لیکنه : مولوي محمدغفور"پیروز"
د شوال دمیاشتې پر پنځه ویشتم تاریخ مې دتل په څیر کمپیوټر خلاص کړ غوښتل مي دخپلو معلوماتو دزیاتوالي لپاره ځیني ویب پانې ولولم په دي ترڅ کي مي لومړی بینوا ویب پاڼه پرانیسته په لوستو یې بوخت شوم د مضامینو د کتو پر وخت مې سترګي پر دې سرلیک ولګېدې: زه نور له دې جهاده تیریم! عنوان ډير جالب ؤ سمدستې مې د موس بټن پر همدي عنوان کښیکښه مضمون مي سرترپایه ولوست.
دا مضمون چي د پوپلزي په نوم یو تن لیکلی ؤ په سر کي یې جهاد ته دراتلو لنډه کیسه لیکلې وه نوموړي ویلې ؤ چي د پاکستان دکوټې په ښار کي مي په یوه دینی مدرسه کي چي د چالوباوړۍ په سیمه کي واقع وه زده کړې کولې هلته پاکستاني علماؤ موږ دیته هڅولو چي افغانستان ته ولاړ شو له پردیو یرغلګرو سره جهاد وکړو خو لومړی باید ملي پولیس او د ملي اردو پوځیان په نښه کړو، ځکه هغوئ دي چي د امریکایانو ساتنه کوي، د هغوئ چوپړ وهي او غلامي یې کوي، نوموړي دا کیسه بالاخره دیته رارسولې چي څرنګه افغانستان ته راغی، له طالب وسلوالو سره یوځای شو هلته یې بریدونه وکړل او پر همدي مهال په میوند کي دبرمته کیدنې پیښه رامنځته شوه، یرغمل نیونکو خپل برمته شوي کسان څه ډول په ناځوانه ډول ووژل، ده کوم رول ولوباوه؟ او په پایله کي مجبور شو چي له دي کاروان څخه بیل شي، هغه ؤ چي دده په ټکو نور یې نوله ځان سره پریکړه وکړه چي له دې جهاده تېریم! نوموړي دا هم لیکلي ؤ چي په کمپیوټر نه پوهیږي، دا لیکنه بل چاورته کمپوز کړي ده؟
خدای سته دده دا سپیڅلی احساس، خواخوږي او انصاف پالنه مي ډیره خوښه شوه، خو په ذهن کي یو څو ساده پوښتنې راته پیداشوې، له ځان سره مي وویل چي که نوموړی دي پیداکړی وای نو د دغو پوښتنو ځوابونه به دي تري غوښتي وای، خو له بده مرغه هغه نه شي موندلای، په همدي ترڅ کي مي سترګي د هغه د بریښنالیک پر پته ولګیدې، ژر مې یې پته له ځان سره یادداشت کړه او ده ته مې یو لنډ پیغام ولیږه خپله دبریښنالیک پته مې هم ورولیږله ترڅوله دې لارې زما د پوښتنو ځوابونه راولیږې، په همدې تمه وم چي ګوندي پوپلزی صاحب زما پوښتنوته ځوابونه راولیږي خو یوه ورځ تیره شوه هیڅ ځواب مي ونه لید، په دي بل ماښام مي بل پیغام ورته ولیکه چي بیا نوموړي هیڅ ځواب رانه کړ په دي منځ کي دوې ورځې تیرې شوې، نو ما هم وپتیله چي دده ددغو ښکرورو دروغو په ځواب کي ځیني هغه شیان ولیکم کوم چي دده پرکذب دلالت کوي.
لومړی : ده لیکلي ؤ چي زه یو طالب وم په چالوباوړۍ کي په دیني زدکړو بوخت وم، له ده نه ما لومړۍ ساده پوښتنه دا وکړه چي ته دا راته ووایه هغه مدرسه چي تا پکښي زده کړه کوله څه نومیده، د چا تر تصرف لاندي وه او څوک څوک پکښي استادان ؤ؟ دا ډیرې ساده پوښتنې دي، خو دي پوښتنو ماته ډير اطمنان راکولای شوای ځکه په دي سره ماته معلومیده چي دی واقعاً طالب دی، بیا مي له ځان سره فکر وکړ چي کیدای شي دخپل ځان دساتني په هدف یې دا پوښتنه نه وي ځواب کړي، ځکه نو زه هم ددې پوښتنې له ځواب غوښتلو څخه تیر شوم.
دویم : ماله هغه نه په خپل لنډ پیغام کي پوښتنه وکړه چي تا خو ځان ډیر ساده راپیژندلي ؤ لیکلي دي ؤ چي ته په کمپیوټر نه پوهیږي دا لیک هم بل چا درته کمپوز کړی دی هسي یو ساده طالب یې، مګر دمضمون له لیکلو څخه دي په ډاګه کیږي چي د پښتـو په معیاري لیکنه کي ماشاء الله ډیرښه مهارت لرې او د لیکنې له سبک څخه دي داسي ښکاري لکه په دې لاره کي چي دي ښائسته ډیره موده کار کړی وي او تیار یو ژورنالیست ته ورته یې، د ساده طالب دومره نه دي زده چي پر یوه پیښه ویرجن شي بیا راشي دخپل زړه غمجن احساس خبري رسنیو ته په دومره هنری الفاظو کي بیان کړي چي د هر لوستونکي د زړه تل ته ننوزي او که ته ووایی چي لیکنه زما نه وه بلکه لیکنه هم دیو بل چا وه، هنري ترکیبونه او جوړښتونه د هغه ؤ ما هسي کیسه په شفاهي ډول ورته بیان کړه نو بیا دا چا درپام کړل چي راشه کیسه دي سړي ته وکړه ترڅو یې هغه د خبري رسنیو له لاري دخلکو غوږونو ته ورسوي؟ سمه ده دا ټول تصادفات رامنځته شول ته ددغو پوښتنو له ځوابولو هم خلاص یې ددې لاندي پوښتنو ځواب خو نو هرومرو درنه غواړم او دغوښتو حق یې لرم.
درېیم : تاپه مدرسه کي کوم کتابونه ویل نومونه یې راته واخله او دهر یوه دلیکوال، فن، موضوع، تعریف، ګټې او غرض راته بیان کړه که دي دا ځوابونه په سمه توګه راکړل باور وکړه چي زه به ستالیکنه سل په سل کي رښتنې، دیو سپیڅلي احساس زیږنده اوستا دویرجن زړګي هغه ارمان وبولم کوم چي ستا په وینا د هغو بې ګناه انسانانو ناحقه وژلو ستا پرزړه باندي انځور کړی ؤ له لوی څښتن نه به ستا لپاره دعا وغواړم چي تاله یو داسي جنایت نه پرده پورته کړه چي دجهاد د سپیڅلي نوم په پلمه ترسره کیده، ځکه په دي سره تا هم اسلام ته خدمت وکړ هم دافغانستان مسلمان اولس ته، مګر نوموړي هیڅ ځواب رانکړ نو څرګنده شوه چي دی په اصل کي نه طالب ؤ او نه د مجاهدینو دکاروان ملګری ؤ بلکه غوښتل یې په دی ډول خلک تیرباسي ترڅو راغلي یرغلګر د مجاهدینو له وژونکو ګوزارونو څخه وژغوري، خو ان شاء الله دا هیله به دي ترسره نه شي.
څلورم : ایاته جهاد دیو اسلامي رکن په حیث پیژني که نه؟ او ایا اوسني راغلي ځواکونه اشغالګر ګڼي او که دهیواد بیا ودانؤنکي او میلمانه؟ که د دواړو پوښتنو ځواب هو! وي نو بیا ولي له جهاده پرشا شوې جهاد خو دڅو کسانو په جنایت سره له منځه نه ځي درسول اکرم صل الله علیه وسلم وینا ده:
دهر صالح او فاسق امام په قیادت کي جهاد کوئ! نو تا که دخپل دغه قومندان تر قیادت لاندي جهاد نشوای کولای نو تللی به وي کوم بل ځای به دي دیو سم او صالح رهبر تر مشرۍ لاندي جهادی کړی ؤ په دي سره خوته له دي اسلامي مسئولیته نه خلاصیږي، ته اوس هم مسئول یې، بیا به راغلی وای دلته نورو مسئولینو ته به دی ویلي وای چي داکسان پرناحقه ووژل شول، که هغوئ څه نوای کړي، ته خوبه له خپلې اسلامي فریضې څخه خلاص شوی وای.
که د پورته یادو شویو پوښتنو ځواب منفي وي، نو له سره ولي جهاد ته تلي؟ او که ته وایې چي په پیل کي زه په دي باوروم چي دا یوه اسلامي دنده ده، خو تردې پیښې وروسته ماته څرګنده شوه چي دا جهاد نه بلکه وروروژنه ده، ځکه مې نو لاره بدله کړه اوله دې جهادنه تیر شوم نو پوښتنه داده چي که ددیرشو کسانو وژنه سړی دیو فرض حکم پریښودو ته اړباسي، نو ایا دسلو، دیرشو، پنځوسو، اووه ویشتو، اتو، بیا اتو بلکه په هره پیښه کي دسلګونو انسانانو وژنه بیاسړی څه ته هڅوي؟ هغه یې دیته هڅوي چي دهغو له قاتلانو سره یوځای شي؟ دهغوئ ملاتړ وکړي؟ اوله هغه چاسره په مخالفت لاس پوري کړي چي ددغو کسانو په وړاندي مبارزه کوي؟.
دا کوم احساس دی، داڅه ډول ضمیر دی او دا څرنګه خواخوږي ده؟
ایا تاته دهغې ناوکۍ دشهادت پیښته هم دریاده شوه چي دخپل ټول عمر په ترټولو خوږو شېبو کي دواده له جامو سره یوځای دواده په وراکي دنازولیو میلمنو په راوړیو ډالیو کي په شهادت ورسیده؟ ته دشینډنډ، هلمند، کونړ، نورستان، ارزګان اوکابل ویرجنو پیښو دیته نه کړي اړ چي ددغو میلمنو په وړاندي مقاومت وکړي؟ ایا دهرات دهغو ماشومانو ژاړاؤ ستا ویده احساسات راونه پارول کوم چي دلویدیځوالو میلمنو په بمباریو کي په خپل کور، خپله بستره او دخپلې کورنۍ له نورو غړیو سره په شهادت ورسیدل؟ مګر دمیوند پیښې دومره احساساتي او هیجاني کړي چي دجهاد پریښولو ته یې وهڅولي؟ عجیب انصاف دی!
باور وکړئ په دغو پوښتنو کي مي دیوې ځواب هم نه دی موندلی، نو ما دا نتیجه واخیسته چي دا سړی دنورو له خوا استخدام شوی ؤ او کیدای شي نور خلک هم په دي ډول یا استخدام شوي وي اویا هم له دي وروسته وګومارل شي، موږ ته په کارده چي تل دحق ملاتړ وکړو او په هیڅ قیمت تردي دریځ تیرنه شو، په دي کي مو هم ددنیا ګټه ده اوهم د اخرت. الله دي دنیکو چارو دترسره کولو توان راکړي آمین!
(له مورچل ويبپاڼې څخه په مننه)