د الله تعالى په نامه ذبحه
پوښتونکی:
برېښنالیک پته: miraqa_hussainkhail@yahoo.com
د ځواب مصدر: له (عزيز التفاسير، ليكوال: مولوي سلطان عزيز عزيز) څخه خلاصه
نېټه: ١٢-١٠-2008م
پوښته: هغه حیوان چي د الله تعالی له نوم نه پرته په بل نوم باندې ذبح شي او یا د ذبح کولو په وخت کې هیڅ ونه ویل شي ایا د هغه خوراک د مسلمان لپاره روا ده او که نه، او که چیرې روا نه وی نو هغه حیوانات چې اهل کتاب ( یهود او نصاراو ) ذبح کړي وي د هغو خوراک څنګه ده؟
ځواب: په دې اړه چې د الله تعالى له نامه پرته په بل نامه ذبح روا ده كه نه؟ الله جل جلاله فرمايي: (حرمت عليكم الميتة والدم ولحم الخنزير وما أهل لغير الله به والمنخنقة والموقوذة والمتردية والنطيحة وما أكل السبع إلا ما ذكيتم...) المائدة:3
ژباړه: (اى مؤمنانو!) په تاسو باندې مرداره حرامه كړى شوې ده، او وينه هم، او د د خنزير غوښه هم، او هغه څاروى هم چې (د ذبحې په وخت كې) ورباندې د الله عزوجل نامه څخه په غير (د بل چا يا بل شي) د نامه اواز پورته كړى شوى.
يعنې اى مؤمنانو!:
الف: په تاسو باندې مرداره (چې بدون د ذبحې څخه كوم څاروى مړ شي) حرامه كړى شوې ده.
ب: همدارنګه د رګونو وينه هم درباندې حرامه ده چې بهېدونكې وي او د مسفوحې وينې په نامه يادېږي.
ج: د خنزير غوښه او هم د ده وازده او اجزاء درباندې حرام دي.
د: هغه څاروي هم درته حلال نه دى چې د ذبحې په وخت كې پرې د الله عزوجل د نامه څخه په غير د بل چا نوم ياد شوى وي، لكه بوت او يا بل شى.
شرعي تذكيه (ذبحه)
په شرعي تذكيه (ذبحه) كې لاندې شرطونه ضرور دي:
الف: ذبحه بايد د ستوني څخه لاندې او د سينې څخه په ورپورته ځاى كې واقع شي.
ب: بايد په وينې بهونكې آلې سره وي، مثلاً په نوكانو باندې نه حلالېږي.
ج: بايد ذبحه كوونكى يا مسلمان وي او يا اهل الكتاب.
د: بايد د الله عزوجل نوم ورباندې ياد كړى شي.
د اهل كتابو مذبوحه:
او د اهل كتابو د مذبوحې په اړه الله تعالى فرمايي: (اليوم أحل لكم الطيبات وطعام الذين أوتوا الكتاب حل لكم وطعامكم حل لهم) المائدة:5 ژباړه: نن ورځ تاسو ته پاكيزه څيزونه حلال كړى شوه، او د هغو خلكو طعام (ذبيحه) چې دوى ته كتاب وركړى شوى دى تاسو ته هم حلاله ده، او هم ستاسو طعام (ذبيحه) هغوى ته حلاله ده.
د رئيس المفسرين عبد الله بن عباس رضي الله عنهما په شمول اكثرو علماوو "طعام" په ذبائحو سره تفسير كړی دى.
يعنې اى مؤمنانو! نن ورځ تاسو ته جائزه ده چې د اهل الكتابو كافرانو سره (چې تاسو سره په توحيد كې اصلاً شريك دي) مخالطت او ناسته ولاړه وكړئ، نو د هغوى مذبوحه تاسو ته جائزه ده، تاسو كولى شئ چې كتابي قصاب څخه د حلالو څارويو غوښه خريداري كړئ، همدارنګه دا هم څه ممانعت نه لري چې خپله مذبوحه په هغوى باندې خرڅه كړئ.
اهل الكتاب كافران د نورو كافرانو څخه صرف په دنيا كې دومره توپير لري چې د لاس ذبحه يې حلاله ده او هم مسلمان سړي ته روا ده چې كتابيه ښځه په نكاح واخلي؛ پاتې شوه د آخرت خبره، هلته خو اهل الكتاب كافران په نورو باندې بهتري نه لري، ټولو خپل ايمانونه ضائع كړي دي او ټول د زيانكارانو څخه دي.
كه څوك وايي چې: كه بالفرض اهل الكتاب په ذبيحه باندې د غير الله د نوم اواز پورته كړي بايد چې مونږ ته حلاله وګرځي ځكه چې دا خو د اهل الكتابو ذبيحه ده؟
مونږ وايو چې: د ايت شريف مطلب دا دى چې تاسو ته حلالې مذبوحې په دې باندې نه حرامېږي چې ذبحه كوونكي يې اهل الكتاب (كافر) وي. او دا يې مطلب نه دى چې اهل الكتاب (كافر) چې هر شى او په هر ډول باندې ذبحه كړي هغه به حلال وي، ترڅو ذكر شوى اعتراض وارد شي. او دا ځكه چې ذكره شوې مذبوحه خو د مسلمان په لاس باندې هم حلاله نه جوړېږي نو د كافر په لاس به څنګه حلاله جوړه شي؟!.
د اهل الكتابو مذبوحه كله حرامېږي؟
په ياد ولرئ چې ذكره شوې مذبوحه په هغه وخت كې په مونږ باندې حرامه ده چې مونږ په يقين باندې پوه شو چې په دې باندې يې د الله عزوجل د نامه څخه په غير د بل چا د نوم اواز پورته كړى وي، اما كه په يقين سره راته معلومات نه وي نو خوراك يې نه حرامېږي.
د همدې كبله نبي كريم صلى الله عليه وسلم د هغې مذبوحې څخه څه غوښه وخوړله چې اهل الكتابو ذبحه كړې وه او زهر يې پكې اچولې وه او نبي كريم صلى الله عليه وسلم ته يې د خيبر د فتحې په ورځ باندې د تحفې په شكل وړاندې كړه.
هو! كه بالفرض كوم مسلمان مرتد شي _العياذ بالله_ او نصرانيت يا يهوديت ته ورواوړي نو د هغه ذبيحه حرامه ده، ځكه چې مرتد خو د هغوى له جملې څخه نه ګڼل كيږي [بلكې د مرتد حكم قتل دى البته ورسته له هغه چې د وركړل شوي مهلت څخه وړاندې بيرته اسلام ته راوانه وړي].