ژباړه: نبراس الحق عزیز
هغې خپل د تي ماشوم په غېږ کې راواخیست او چابکه له دروازې ووتله، د پلار د کور پر لور رهي شوه، هره چارشنبه په همدې وخت ټول وروڼه د يو څو ساعتونو لپاره سره راغونډېږي او خپل پخواني یادونه راتازه کوي، چې دا راغونډېدل یې د مور او پلار د خوښۍ لامل هم ګرځي او دوی هم ډېر زیار باسي چې مور او پلار ورڅخه خوشاله وي.
ماشوم یې ډېر سخت ژړل، هغه چې په ګړندیو ګامونو روانه وه په شا به یې ټپاوه خو ماشوم یې نه غلی کېده، للو للو یې ورته کول او له مینې یې ورته وړې خبرې کولې خو د ماشوم ژړا به نوره هم زیاتېده. له ځانه سره یې وویلې لکه چې وږی دی..
له لارې په څنګ شوه او غاړې ته په یوې تېږې کېناسته، ماشوم ته یې تی ورکړ. لکه چې رښتیا هم وږی وه وګوره څنګه غلی شو! او څنګه ښه تی روي!. له مینې په ډک نظر سره یې وروکتل. د مور له مینې چې له خپل اولاد سره یې لري، به زیاته مینه چېرته وي؟!.. او له خدایه یې وغوښتل چې زوی ورته نېک صالح لوی کړي چې سترګې یې ورباندې خوږې شي.
ښکل یې کړ او په سر یې ورته لاس راښکود، بیا یې لارې ته وکتل او لارویان یې څارل چې د ماشوم تر مړېدو پورې يې ځان ته یوه مشغولا پیدا کړې وه.
یو ناڅاپه یې یو ښکلی اس ولید چې شڼېده او د دې پر لور یې راځغاستل، ډېر قوي او څرب وه او د یو دنګ دېوال په څېر وه، لکه له اوسپنې چې جوړ وي، یو سړی پرې سپور وه چې ډېر صحتمند ښکارېد، ښایسته شکل او نوارني څېره یې وه، نویو جامو یې ښکلا لا پسې زیاته کړې وه.
ښځې ورته کتل او ترېنه متاثره شوه ویې ویل: خدایه! زما زوی د دغه سړی په شان کړې!.
عجیبه ده! ماشوم د مور تی پرېښود او لکه چې د مور په خبره پوه شوی وي، په سړی کې یې سترګې خښې کړې او ښکته پورته يې ورته وکتل، ورپسې يې خبرې وکړې چې: خدایه! ما د دغه سړي غوندې مه ګرځوې.. او بېرته یې د مور په تي خوله کېښوده او په رودلو یې شروع وکړه.
مور یې چې د ماشوم خبرې واورېدې هکه پکه حیرانه شوه، هغه خو له دې وړاندې خبرې نه وې کړې. بیا بېرته په شک کې شوه چې رښتیا یې د ماشوم خبرې واورېدې او که خوب یې لیدلی؟! ایا د یو څو میاشتو ماشوم د لویانو په شان خبرې کولی شي او خپل خیالات ښکاره کولی شی؟.. دا خو ډېر عجیبه کار وشو!.
بېرته یې خلکو ته مخ وروګرځاوه او ورته کتل یې، اوس یې د ماشوم خبرې یا هېرې شوې وې او یا یې غوښتل ځان ورباندې ناګاره کړي. یوه ډله خلک یې ولیدل چې یوه انجلۍ یې راایساره کړې ده او وهي یې، ورته وایي: تا زنا کړې، غلا دې کړې، او خلک ترې ګرچاپېره ولاړ دي او هیڅوک هم ورباندې زړه نه سوځوي.. په زناکارې او غلې باندې به د چا زړه درد وکړې؟!.. انجلۍ ډېره غمجنه او خپه وه، ژړل يې، الله تعالی ته یې د بندګانو له ظلمه سر ټکاوه، او ویل يې: الله مې دې مل شي، الله جل جلاله ډېر غوره کارساز دی.
د ماشوم مور انجلۍ ته په ډېره کرکه کتل، ډېره بده ورته ښکارېده چې یوه ازاده ښځه دې زنا او غلا وکړې، ویې ویل: خدایه! زما زوی د دې انجلۍ په څېر مه ګرځوې. دا یوه فطري دعا ده چې هره مور یې د خپل اولاد د خیر غوښتنې لپاره کوي.. سبحان الله! ماشوم د تي رودل پرېښودل او انجلۍ ته په ځیر ځیر ګوري.. بیا وایي: خدایه! ما د همدې انجلۍ په شان کړې.. او بېرته يې د مور تی په خوله کې ونیوه.
د مور یې اوس پوره باور راغی چې وړوکی ماشوم یې په رښتیا غږېږي، او ماشوم یې په رښتیا خدای ته سوال کړی وه چې د اس څښتن غوندې یې نه کړي. نو ترې ویې پوښتل: بچیه! ولې دې زما لومړنۍ خبره رد کړه او ولې غواړې چې د دې انجلۍ غوندې شې؟!.
دلته نو ماشوم له خپلو خبرو څخه په ډېرو واضحو او بلیغو ټکو کې دفاع وکړه:
مورې! هغه سړی ډېر ظالم او متکبر سړی وه، خلک ټول ورته له ځانه واړه ښکارېدل، او هر څوک چې د هغه غوندې شي دوزخ یې ځای وي. نو ایا ته غواړې چې زه د هغه په څېر شم او انجام مې لکه د هغه انجام وي؟!
او انجلۍ ډېره پاکلمنې او درنه انجلۍ وه، نه زناكاره وه او نه غله وه، خلکو ورباندې په دروغو تهمت لګولی وه، او هغې به له ځان څخه د دغه تور په مقابل کې دفاع کوله، ایا یوه ازاده مسلمانه مېرمن دغسې بد کار ته لاس اچوي؟!
د سالم بصیرت او پوره عقل څښتن ته نه ښایي مورې! چې ظاهري دروغین اشکال په پټو سترګو ومني او د ناسمو او پوچو ادعاګانو ښکار وګرځي، بلکې همېش د رښتیاوو او صداقت په لټه کې اوسې ترڅو له سمې لارې یې پښه ونه ښویېږي.
دا حدیث بخاري او مسلم روایت کړی دی.