خوږې کيسې د ګران پيغمبر په ژبه
غولوونکی سراب
ژباړه: نبراس الحق عزیز هغې خپل د تي ماشوم په غېږ کې راواخیست او چابکه له دروازې ووتله، د پلار د کور پر لور رهي شوه، هره چارشنبه په همدې وخت ټول وروڼه د يو څو ساعتونو لپاره سره راغونډېږي او خپل پخواني یادونه راتازه کوي، چې دا راغونډېدل یې د مور او پلار د خوښۍ لامل هم ګرځي او دوی هم ډېر زیار باسي چې مور او پلار ورڅخه خوشاله وي.
اخــــلاص
ژباړه: نبراس الحق عزیز لمر په غرغرو وه، تياره په خپرېدو وه، او تتې رڼا نوره له ځمکې سره خدای پاماني کوله، يخ باد د هغو درېوو کسو چې په مزل کې ډېر ګړندي وه جامې هاخوا دېخوا وړې راوړې، غوښتل يې نږدې شاوخوا چېرته د شپې تېرولو ځای پيدا کړي چې همدا نن شپه پکې تېره کړي او سهار د خپل منزل په لور رهي شي.