روژه ماتی

هغې خپل کتابونه او کاغذونه سره راغونډ کړل او ټولګي ته ننوته، په زده کوونکو يې سلام واچاوه او ويې ويل ''نن د مبارکې مياشتې لومړۍ ورځ ده، الله دې زموږ او ستاسې نېک اعمال قبول وګرځوي، روژه د رحمت او مغفرت مياشت ده''.

بيا يې د نوي درس موضوع په تخته باندې داسې وليکله (په روژه کې د خپلې خوښۍ په اړه وليکئ! په روژه ماتي کې چې کله د کور ټول غړي سره راغونډ شي ته څه احساس کوې؟).

هغې د زده کوونکو په منځ کې قدم واهه او د دې لپاره چې زده کونکي ښه وهڅوي يو يو غږ به يې ورباندې کاوه ''تر ټولو لومړی به څوک موږ له خپل احساسه خبر کړي؟ هله، غادې! ته دې خپل احساسات موږ ته ووايه!''.

غادې يو سوړ اسويلی وکيښ ويې ويل: زه خپل احساسات په قلم نه ليکم زه غواړم په خپلو وينو يې وليکم زما احساسات د داسې زړه احساسات دي چې دردونو څيرلی او بيلتون نړولی وي، زه به لومړی درته خپله کيسه تېره کړم او بيا به مو د خپل زړه له احساس څخه خبر کړم. زه يوه انجلۍ يم چې د عمر په دولسم پسرلي ورګډه شوې يم، خو ما تر اوسه پورې خپل پلار نه دی ليدلی او نه يې پېژنم ، د پلار د شفقت سيوری په وړکتوب کې زما له سره لرې شوی دی، له هغې ورځې چې زه دې دنيا ته راغلې يم زما غوږونو د ''پلار'' کلمه نه اورېدلې.. ستا به ګومان راشي چې زه يتيمه يم.. نه.. داسې نه ده.. که زه يتيمه وی ډېرو خلکو به زما سرپرستي په خپله غاړه اخيستې وی، خو د هغوی له ما څخه بد راځي ماته په سپک نظر ګوري، ځکه چې زه د يو زنداني دهشتګر لور يم.. هو.. زما پلار په داسې زندان کې چې له تعذيبه يې يوازې خدای خبر دی ولچک او زولانه پروت دی له ډېره وخته پکې د پرديسۍ او تنهايۍ ژوند کوي، فقط په دې ګناه چې هغه وايي ''زما رب او پالونکی الله جل جلاله دی''، نو د روژې په مبارکه مياشت کې چې کله موږ د روژه ماتي په دسترخوان کېنو زه د غمونو او خپګانونو ښکار شم زموږ په راغونډېدو کې هيڅ خوند او لذت پاتې نه وي، پلار مې زموږ په منځ کې نه وي چې له ما سره مينه وکړي او ښکل مې کړي. او په همدې وخت کې غريو نيولې شوه او ستونی يې له ژړا ډک شو.

ښوونکې ورته وويل: غادې! ته مه خپه کېږه، خلک تاته په سپکه سترګه نه ګوري هغوی تاته د احترام او په دروند نظر ګوري، ستا پلار د کوم اخلاقي جرم له امله نه دی زنداني شوی، د هغه د زنداني کېدو يوازينی لامل همدا دی چې هغه له خپل دين څخه دفاع کوي او د خپل امت غم له ځانه سره لري او په په ذلت او غلامۍ هيڅکله راضي نه دی، ته ډاډه اوسه لورې! چې ستا پلار په حقه دی او الله جل جلاله به داسې ورځ خامخا راولي چې راخلاص به شي، ځکه د شپې تيارې هرومرو له منځه تلونکې دي او ورپسې ځلانده لمر راختونکی دی.