پوښتې او ځوابونه
د الله تعالى په نامه ذبحه
د الله تعالى په نامه ذبحه پوښتونکی: برېښنالیک پته: miraqa_hussainkhail@yahoo.com د ځواب مصدر: له (عزيز التفاسير، ليكوال: مولوي سلطان عزيز عزيز) څخه خلاصهنېټه: ١٢-١٠-2008م
كافر ته د سپېڅلي کتاب (قرآن کريم) ډالۍ کول
پوښتنه: آيا يو مسلمان ته جايزه ده چې کافر ته پاک قرآن ډالۍ کړي په دې هيله چې ګوندې اسلام ته رامايل شي؟ ځواب: کافر ته د قرآن کریم هديه کول ناجايز کار دی، ځکه چې کافر سړی پاک نه ګڼل کېږي، او قرآن کریم ته باید ناپاک او نجس سړی (که هغه مسلمان هم وي) لاس ورنه وړي. دا حکم د فقهاوو په هغې خبرې قیاسېږي چې وایي په کافر باندې د قرآن کریم خرڅول ناروا دي. خو د نورو داسې دیني کتابونو ډالۍ کول ورته جایز
په انټرنټ باندې غير اخلاقي خبرې
پوښتنه: آیا د یو سړي او یوې ښځې ترمینځ د انټرنټ له لارې داسې مرکه چې جنسي غوښتنې راپاروي، زنا ګڼل کېږي؟، او له دې ګناه څخه د خلاصون لاره څه ده؟ ځواب: د پردۍ ښځې او پردي سړي ترمینځ غیر اخلاقي خبرې ناروا دي، او یوې لویې ګناه ته لمن وهل دي، او باید چې دواړه له خدایه بښنه وغواړي. د خلاصون لاره یې توبه ويستل، دغه کار بیا نه تکرارول، او د استغفار او نېکو کارونو زیاتول دي.
د زده کوونکي يا محصل نمرې زياتول
پوښتنه: ايا د پوهنتون يو استاذ ته جايزه ده چې د يو محصل نمرې زياتې کړي، په دې دليل چې که لږې نمرې واخلي د پوهنتون څخه ويستل کېږي، دې ته په پام سره چې استاذ دغه کار د زړه سوي يا يو ټولنيز فشار او يا کوم بل لامل په اساس کوي؟ ځواب: هيڅ استاذ ته جايزه نه ده (که هغه د پوهنتون استاذ وي او بلې کومې تعليمي ادارې) چې د يو زده کوونکي نمرې په هره وجه چې وي زياتې کړي، ځکه چې دغه کار ټګي، د امانت خيانت، او د يو داسې زده کوونکي چې بايد تر ټولو وروس
د عالم لاس ښكلول روا دي
پوښتنه: ځنې خلک د علماوو او ملايانو لاس ښكلوي، ايا دا جايز كار دی؟ ځواب: خلكو ته روا دي چې د نيك او صالح ملا او عالم لاس ښكل كړي او همدارنګه د سر، تندي ښكلول هم جايز دي.او څرنګه چې موږ د مور او پلا سره په ښه سلوك او نيكۍ مأمور ياستو نو د دوی په هكله هم دغه كار پروا نه لري.جعفر بن ابي طالب چې كله د ح
تكبيرونه بشپړ كړه بيا سلام واړوه
پوښتنه: كله كله چې د جنازي لمانځه ته ځم ګورم چې خلك د جنازې په لمانځه ولاړ دي او له ما څخه ځينې تكبيرونه تير شوي دي، كه زه هم ورسره په لمانځه ودرېږم نو ايا د دغو تكبيرونو قضايي به راوړم او كه نه د امام سره يو ځای به سلام ګرځوم؟ ځواب: كه ته په داسې حال كې راحاضر شوې چې امام تكبيرونه وايي نو تر هغه ځنډ وكړه چې امام تكبير ووايي كله چې دې د تكبير غږ تر غوږ شو دستي لاسونه پورته كړه او په لمانځه ودرېږه، كه امام په داسې حال كې سلام وګرځاوه چې په