پوښتنه: آیا د یو سړي او یوې ښځې ترمینځ د انټرنټ له لارې داسې مرکه چې جنسي غوښتنې راپاروي، زنا ګڼل کېږي؟، او له دې ګناه څخه د خلاصون لاره څه ده؟
ځواب: د پردۍ ښځې او پردي سړي ترمینځ غیر اخلاقي خبرې ناروا دي، او یوې لویې ګناه ته لمن وهل دي، او باید چې دواړه له خدایه بښنه وغواړي.
د خلاصون لاره یې توبه ويستل، دغه کار بیا نه تکرارول، او د استغفار او نېکو کارونو زیاتول دي.
29.03.2008
- نبراس الحق عزيز
پوښتنه: ايا د پوهنتون يو استاذ ته جايزه ده چې د يو محصل نمرې زياتې کړي، په دې دليل چې که لږې نمرې واخلي د پوهنتون څخه ويستل کېږي، دې ته په پام سره چې استاذ دغه کار د زړه سوي يا يو ټولنيز فشار او يا کوم بل لامل په اساس کوي؟
ځواب: هيڅ استاذ ته جايزه نه ده (که هغه د پوهنتون استاذ وي او بلې کومې تعليمي ادارې) چې د يو زده کوونکي نمرې په هره وجه چې وي زياتې کړي، ځکه چې دغه کار ټګي، د امانت خيانت، او د يو داسې زده کوونکي چې بايد تر ټولو وروس...
29.03.2008
- نبراس الحق عزيز
پوښتنه: آيا يو مسلمان ته جايزه ده چې کافر ته پاک قرآن ډالۍ کړي په دې هيله چې ګوندې اسلام ته رامايل شي؟
ځواب: کافر ته د قرآن کریم هديه کول ناجايز کار دی، ځکه چې کافر سړی پاک نه ګڼل کېږي، او قرآن کریم ته باید ناپاک او نجس سړی (که هغه مسلمان هم وي) لاس ورنه وړي. دا حکم د فقهاوو په هغې خبرې قیاسېږي چې وایي په کافر باندې د قرآن کریم خرڅول ناروا دي.
خو د نورو داسې دیني کتابونو ډالۍ کول ورته جایز...