پوښتنه: ايا د پوهنتون يو استاذ ته جايزه ده چې د يو محصل نمرې زياتې کړي، په دې دليل چې که لږې نمرې واخلي د پوهنتون څخه ويستل کېږي، دې ته په پام سره چې استاذ دغه کار د زړه سوي يا يو ټولنيز فشار او يا کوم بل لامل په اساس کوي؟


ځواب: هيڅ استاذ ته جايزه نه ده (که هغه د پوهنتون استاذ وي او بلې کومې تعليمي ادارې) چې د يو زده کوونکي نمرې په هره وجه چې وي زياتې کړي، ځکه چې دغه کار ټګي، د امانت خيانت، او د يو داسې زده کوونکي چې بايد تر ټولو وروسته وي مخکې کول، او همدارنګه په دروغو د هغه د ښو نمرو ګواهي ده.

هغه څه چې استاذ ته په دغسې حالاتو کې لازم دي هغه دا چې د زده کوونکي په پارچه بياکتنه وکړي، ګوندې داسې ټکی پکې بيامومي چې نمرې يې ورباندې زياتېدی شي. او ورسره بايد د نورو زده کوونکو پارچې هم بيا وګوري.