پوښتنه: ځنې خلک د علماوو او ملايانو لاس ښكلوي، ايا دا جايز كار دی؟
ځواب: خلكو ته روا دي چې د نيك او صالح ملا او عالم لاس ښكل كړي او همدارنګه د سر، تندي ښكلول هم جايز دي.
او څرنګه چې موږ د مور او پلا سره په ښه سلوك او نيكۍ مأمور ياستو نو د دوی په هكله هم دغه كار پروا نه لري.
جعفر بن ابي طالب چې كله د حبشې له سفره راستون شو پيغمبر عليه السلام ورترغاړې ووت او په تندي يې ښكل كړ.
عبد الله بن عمر رضي الله عنه د خپلې يوې غزا په كيسه كې وايي چې موږ پيغمبر عليه السلام ته ورلنډ شوو او د هغه مبارك لاس مو ښكل كړ.
29.03.2008
- نبراس الحق عزيز
پوښتنه: كله كله چې د جنازي لمانځه ته ځم ګورم چې خلك د جنازې په لمانځه ولاړ دي او له ما څخه ځينې تكبيرونه تير شوي دي، كه زه هم ورسره په لمانځه ودرېږم نو ايا د دغو تكبيرونو قضايي به راوړم او كه نه د امام سره يو ځای به سلام ګرځوم؟
ځواب: كه ته په داسې حال كې راحاضر شوې چې امام تكبيرونه وايي نو تر هغه ځنډ وكړه چې امام تكبير ووايي كله چې دې د تكبير غږ تر غوږ شو دستي لاسونه پورته كړه او په لمانځه ودرېږه، كه امام په داسې حال كې سلام وګرځاوه چې په...
29.03.2008
- نبراس الحق عزيز
پوښتنه: ايا د پوهنتون يو استاذ ته جايزه ده چې د يو محصل نمرې زياتې کړي، په دې دليل چې که لږې نمرې واخلي د پوهنتون څخه ويستل کېږي، دې ته په پام سره چې استاذ دغه کار د زړه سوي يا يو ټولنيز فشار او يا کوم بل لامل په اساس کوي؟
ځواب: هيڅ استاذ ته جايزه نه ده (که هغه د پوهنتون استاذ وي او بلې کومې تعليمي ادارې) چې د يو زده کوونکي نمرې په هره وجه چې وي زياتې کړي، ځکه چې دغه کار ټګي، د امانت خيانت، او د يو داسې زده کوونکي چې بايد تر ټولو وروس...