پوښتنه: كله كله چې د جنازي لمانځه ته ځم ګورم چې خلك د جنازې په لمانځه ولاړ دي او له ما څخه ځينې تكبيرونه تير شوي دي، كه زه هم ورسره په لمانځه ودرېږم نو ايا د دغو تكبيرونو قضايي به راوړم او كه نه د امام سره يو ځای به سلام ګرځوم؟

ځواب: كه ته په داسې حال كې راحاضر شوې چې امام تكبيرونه وايي نو تر هغه ځنډ وكړه چې امام تكبير ووايي كله چې دې د تكبير غږ تر غوږ شو دستي لاسونه پورته كړه او په لمانځه ودرېږه، كه امام په داسې حال كې سلام وګرځاوه چې په تا ځينې تكبيرونه پاتې وه نو د هغوی قضايي راوړه، او د څلورو تكبيرو د بشپړيدو څخه وروسته سلام واړوه.