پوښتنه: آيا يو مسلمان ته جايزه ده چې کافر ته پاک قرآن ډالۍ کړي په دې هيله چې ګوندې اسلام ته رامايل شي؟

 

ځواب: کافر ته د قرآن کریم هديه کول ناجايز کار دی، ځکه چې کافر سړی پاک نه ګڼل کېږي، او قرآن کریم ته باید ناپاک او نجس سړی (که هغه مسلمان هم وي) لاس ورنه وړي. دا حکم د فقهاوو په هغې خبرې قیاسېږي چې وایي په کافر باندې د قرآن کریم خرڅول ناروا دي.

خو د نورو داسې دیني کتابونو ډالۍ کول ورته جایز دي چې د اسلام په پېژندنه کې ورسره لاس کولی شي، او د دې امکان وي چې پرې اسلام ته رامات شي.

كه په دغو کتابونو کې ځینې ايتونه هم خوندي وي باک یې نشته، ځکه چې قرآن ورته نه شو ویلی، بلکې تعلیمي کتابونه دي او بس، په تېره بیا چې موخه پکې اسلام ته د کافر دعوتول وي.