خپګان په څه؟

یو عالم په يو سړي باندې تېرېده چې په مخ کې يې د خپګان او غم نښې له ورايه ښکارېدې، نو ورته يې وويل: زه درڅخه د درېوو څيزونو پوښتنه کوم ځواب به يې راکوې:

آیا په ګرده نړۍ کې د الله جل جلاله له غوښتنې پرته کوم کار کېدونکی دی؟

سړي وويل: نه.

بیا يې پوښتنه وکړه: آیا هغه روزي چې الله جل جلاله درته ليکلې وي کمېدی شي؟

سړي وويل: نه.

بيا يې پوښتنه وکړه: آيا هغه عمر چې الله جل جلاله درته ټاکلی کړی وي یوه لحظه ترې کمېدی شي؟

سړي وويل: نه.

عالم ورته وويل: نو بيا غم او خپګان په څه کوې په داسې حال کې چې هر څه دې د الله جل جلاله په لاس کې دي.