زړه لکه مارغه

زړه د مارغه په څېر دی، څومره چې پورته کېږي او جګ الوزي هومره له ګواښونو څخه لېرې کېږي، او چې څومره راکوزېږي په همغې اندازه له ګواښونو او افتونو سره مخامخ کېږي.
امام ابن القيم رحمه الله
29.03.2008
- نبراس الحق عزيز
خپګان په څه؟
یو عالم په يو سړي باندې تېرېده چې په مخ کې يې د خپګان او غم نښې له ورايه ښکارېدې، نو ورته يې وويل: زه درڅخه د درېوو څيزونو پوښتنه کوم ځواب به يې راکوې:
آیا په ګرده نړۍ کې د الله جل جلاله له غوښتنې پرته کوم کار کېدونکی دی؟
سړي وويل: نه.
بیا يې پوښتنه وکړه: آیا هغه روزي چې الله جل جلاله درته ليکلې وي کمېدی شي؟
سړي...
29.03.2008
- نبراس الحق عزيز
له مور سره ولې ګډه ډوډۍ نه خورې؟
له امام زين العابدين رحمه الله نه پوښتنه وشوه چې: ته خو له مور سره تر هر چا زيات ښه کوې، نو بيا ولې په يو دسترخوان ورسره ډوډۍ نه خورې؟
هغه په ځواب کې وويل: زه وېرېږم که چېرته مې لاس هغه څېز ته وروړاندې کړم چې د مور مې پرې له مخکې سترګې لګېدلې وي نو ما به يې نافرماني کړي وي....