له مور سره ولې ګډه ډوډۍ نه خورې؟

له امام زين العابدين رحمه الله نه پوښتنه وشوه چې: ته خو له مور سره تر هر چا زيات ښه کوې، نو بيا ولې په يو دسترخوان ورسره ډوډۍ نه خورې؟

هغه په ځواب کې وويل: زه وېرېږم که چېرته مې لاس هغه څېز ته وروړاندې کړم چې د مور مې پرې له مخکې سترګې لګېدلې وي نو ما به يې نافرماني کړي وي.