سمیع الدین افغانی

هـمیــشه بــــه مــــې ورب تـــه دا دعا کـــړه
محـــــبت د نــــازولـــــي جـــــانــــان راکــــړه

دا نـړۍ راتـــــه فانــــي دنیــــا حــــــساب ده
هوښیارانو تــوښـــــه جوړه د عــــقبا کـــــــړه

د جــــنـــت او د دوزخ پـــروا بـــه څـــه کـــړم
چې پروا مـــې شپه او ورځ ستــا د رضا کـــړه

چــــې تمـــام عمـــر پـــــه فکر د دولـــت وي
هغـه خلکـو د خــــپل ځان سره جـــفا کـــــړه

د مـــادي دنیـــــا مــــتاع ده د څــــــو ورځــــو
غافل مـه شـــه اخـروي تحـــــفه پیدا کــــــړه

چې د زړونو پــــه رضا رب خـــوشحالـــــیږي
راشه! داسې انسانــي احســاس اشــــناکـــړه

د اخــــلاص او صـــــداقـت لــــــوړه رتبـــــه ده
د کعـــــبې د پیـروانـــــــو ځان همـــــرا کــــړه

په کــوم ملک کې چې رښتنې ورورګلـوي وي
د هغــو خلکـو روزګـــار ربـــــه صــفا کــــــړه

چــــــې د بخل او کیــــنې نـــه، نـه مړیــــږي
هغـه قـــوم، هغــه ولـس ربــــه پــــنا کــــــړه

غــرض دا چې صدا قـــت لــــوی عــبادت دی
قـــوم په صدق کې حاصل د خدای رضا کـــړه