ليكنه: ننګيال ساپی
"نن كه مونږ خپل چاپېريال ته په ځير وګورو نو د مايوسۍ او خپګان پرته به مو بل احساس په تندي ښكاره نه شي. د هرى خوا په پښتون او پښتونولۍ يرغل روان دى. اړينه نه ده چې يرغلګر دې بهرنيان وي، زمونږ خپل پښتانه قصدا يا په ناپوهۍ د پښتو په ضد مصروف دي، په خپله ژبه شرميږي يا ورته سپكه او بې قدره ښكاري. يو پوه په ځاي وايي چې: كه د پاكستان پښتون ځان ته د پرمختللي ګمان وكړي نو انګليسي وايي او كه افغان پښتون وي نو بيا په پارسي ژبه غږيږي. په دې جريان كې ځنې بې ډبه پښتون شاعران، د ټنګ ټكور كمپوزران او د دغه موسيقۍ اوريدونكي پښتو او پښتونولۍ ته ډير ستر تاوان اړوي. زما د دى کيسې مطلب دا هم دى چې شاعري ځانله د ليلا او مجنون بې ګټې کيسې نه وي بلكې د وطن مينه او خپل اصليت هم پرې بيانيداي شي."
بى وسه مور او بې پروا اولاد!
څو كوترو چې مشري يې امريكا نومې كوترې كوله د نړيوال چكر (world tour) تابيا ونيوله. مشرې كوترې چې چا ته يې ژوند وركړى ؤ او د چا د مرګ پريكړه يې كړې وه خپلې وزرې پړك وهلې او د سفر رسمي اعلان يې وكړ. اول پړاو يې د نيويارك د ازادۍ په مجسمه كې ؤ او د لږ ځنډ وروسته يې خپل سفر د لندن منارې په لورې پيل كړ. څه به مو سر خوږوم خو د نړۍ هر ښكلى ځای هغه په پاريس كې د ايفل مناره وه، په واتيكان كې د پاپ ودانۍ وه، او كه هسپانيې ودانۍ وې، ټولې يې وليدلې او خوند يې ترې واخيست. د چين د ديوال ليدل د دوي ارمان ؤ، او بيا د تاج محل د ليدو پرته خو د دوي سفر بالكل نيمګړى ؤ. دوي چې كله د تاج محل د ليدو تكل وكړ نو مشرې كوترې ورته د يو خاص ځاي د ليدو بلنه وركړه، ورته يې وويل چې د نړۍ د بام نه بايد د خواو شا نظاره وكړو. ټولو ومنل او د پامير په لور يې خپل الوت (پرواز) پيل كړ.
چې ورسيدل څه ګوري چې يوه بله كوتره د لونګۍ او جګې شملې سره هلته ناسته ډيرې ښكلې نغمې لكه (اصلي وطن افغانستان دى* اوس مې نصيب پردي ملكو كې دى ميَنه، وه ياره مينه) په شپيلۍ غږوي او دا فرد يې چې وايي (يو وار مى خپل وطن ته بوځئ* پردى وطن د ميړو قدر كموينه) نه پوهيږم چې ولې دوه او درى واره غږوي. د دې سندرې نه يې چې پام واوړي نو بيا شپيلۍ د (دا زمونږ زيبا وطن، دا زمونږ ليلا وطن) په غږولو ستړې كړي. داسې بريښي چې د دې سندرې هر فرد يې د زړه د اخلاصه غږاوه او شپيلۍ هم د همدې سندرې او اقرار د غږولو لپاره جوړه شوې وه. (وايي په خاپوړو كې داسې ماشومان زمونږ* دا زمونږ اشنا وطن، درد له مو شفا وطن، په مونږ باندې ډير ګران دى، دا..) همدلته رارسيدلې وه چې نا اشنا اواز يې نور بيت په شونډو وچ كړ. په ډېر غرور ترې ټولو د حال پوښتنه وكړه. تر اوسه د دې كوترې په خوله هغه موسكا خوره وه چې د يوې مور په مخ هغه مهال له ورايه مالوميږي چې د خپلو زلميو بچيانو د مټ اړولو او پهلوانۍ ننداره كوي، خو اوس يې وچورلى تريو او مخ يې لارې لارې شو لكه پرله پسې وچكالۍ چې ځمكه څيرې څيرې كړې وي او په ډير بې زړه توب يې وويل: (زما د حال پوښتنه څه له كوې* په زړه دې يو وي په خوله بله كوې).
د دې بې وسې كوترې دا څو لحظې خوښي هم د دې كوترو په زړه ښه ونه لګېده او د رسمي شان سليك عليك نه وروسته يې په رسمي توګه د لږ ځاي غوښتنه وكړه. خو رښتيا، د دې كوترې د نوم پوښتنه مو ونه كړه! زه به يې درته ووايم: افغانستان، افغانستان يې نوم ؤ، كه څه هم پخوا يې نور نومونه هم درلودل اوس يې همدا نوم او همدا هويت ؤ. دې كوترې چې ډيره غمجنه او د خپلو بچيانو د راتګ او په زخمونو د مرهم كيښودو انتظار يې كاوه، د ځاي وركولو نه ډډه وكړه او د نورو كوترو نه د خپل غم د پټولو په اند يې خپله شپيلۍ په چاودلو شونډو كيښوده او (وه مساپره، مولا دې خپل وطن ته راوله ميَنه، وه مساپره) او بيا يې ورپسې د (مساپر مه وژنې خاونده* په ځنكدن به يادوي خپل وطنونه، د مساپر يار ځنكدن دى* مخ يې وطن ته كړئ چې ساه يې وخيژينه) سندره وغږوله. ناڅاپه يې له سترګو دوه ملغلرې اوښكې وغورځيدې، اخر مور وه نو، د خپل بچي ځنكدن يې نه شو منلى او بيا، تر څو به يې د خپل بچي دا غږ زغمه چې وايي (اوس به خوشحاله هر غم نه په امان ومه زه* كه بې وطنه نه وای، ولى به داسى وزر ماتى د هجران ومه زه* كه بى وطنه نه وای). دا خو لا پريږده، كله به يې چې دا واوريدل (بابا بابا نارې وهي تا رانه غواړي* د شهيد ماشومان ژاړي، شهيد د خاورو لاندى پروت دى* قبر ته ناست دي يتيمان ببر سرونه* د شهيد ماشومان ژاړي) نو سترګو به يې د وينو اوښكې كولې، خپل وزر به يې خوله كې ټينګ كړ تر څو يې د سلګيو اواز غليمان وانه اوري.
مشرې كوترې د ملنډو په شان پرى اواز وكړ: "نن دې شمله ډېره لوړه ولاړه ده!"، نازنينې نو ورته د خپل ځلانده تاريخ کيسې راوسپړلې، دلته انګلستان او روسيې سرونه ټيټ اچولي او مشرې كوترې ته يې په بدو سترګو كتل، هغه نو په فخر د دوي د ذلت ننداره كوله. کيسه ډېره اوږده شوه ځكه د افغان ننګ او تورې خو د تاريخ ټولې پاڼې تورې كړې وې او هر چا يې شاهدي ويله. يو ناڅاپه انګلستان لږ اوچت شو، بيرته كيناست او ويې ويل "زړى کيسې پريږده بابا، نن دې څه حال دى؟ مونږ خو اوس هم همدلته يو!" په دې وخت كې نو د افغانستان حالت د ليدو وړ نه ؤ، سترګې يې يو ناڅاپه سرې شوې او په بدن يې خولې راماتې شوې تا به ويل چې همدا اوس يې په اوبو كې غوپه وهلې وي. روسيې نو وويل چې مار زخمي دى ته هم توره په زړه ورخښه كړه: افغانستان نه يې پوښتنه وكړه "ته د چا لپاره دا اوښكې تويوې؟ بچي دې څوك دي چې راځي به او تا به ودانوي؟" اسان سوال، سمدستي يې ځواب واوريد: افغانان، (پښتانه، ازبك، تاجك، هزاره، نورستاني، ايماق او ...).
ټول موسكي شول، افغانستان د دوي په موسكا پوي نه شو چې څه مقصد يې ؤ، خو ځان يې غلى ونيو. نورو كوترو چې وليدل هيڅ اعتراض و نه شو، نو روسيې وويل: " افغانان؟!، د آتي په غوږ كې ويده يې، هن افغااانان، ياره ته خو هم ډير ساده يې، نيمو خو يې لا پخوا ويلي دي چې دوی افغان نه افغانستاني دي، هغوی تا تجزيه كول غواړي، نو څنګه يې ته ځان ته رانيسې؟" اوس نو حوصله ختمه وه. افغانستان باندې ساړه راغلل او په چيغو يې وويل چې هغوی نا پوهه دي، ډبره چې په خپل ځاي پرته وي نو درنده وي، يو ځل چې بې ځايه شي نو ټول عمر بيا سرګردانه ګرځي، تر څو د كرش په ماشين كې ټوټې ټوټې شي او په سرك كې د قير لاندى وكاريږي، بيا نو بې شماره موټرونه پرې تيريږي راتيريږي، زما بچي هغه دي چې وايي "كه تاجك دى كه ازبك دى يو افغان دى* د دې خاورې هزاره تركمن زما دى، چې فكرونه د نفاق پالي په سر كې* امتياز يې د وهلو كشتن زما دى". چوپتيا په ټول مجلس خپلې وزرې وغوړولې، ټولو يو بل ته كتل او په سترګو سترګو كې يې ويل چې دا كوتره بايد دومره ونه ځورول شي چې فكر يې باغي شي، او د ازاد پرواز خيالونه يې په ذهن خپاره شي. په دې خو هسې هم پوهېدل چې ګيدړه كله خپلې سوړې پورې ورسيږي نو بيا لاس پښې وهل پېل كړي. نو هسې نه چې دغه كوتره هم دغه حالت ته ورسيږي او د څپيړي ګوزار وكړي. افغانستان ورته په ډاګه كړه (د انقلاب سيلاب چې راشـي* د اقتدار بالاخانې رانړوينه).
افغانستان نو ورو ورو دا شعرونه زمزمه كول چې (سود مې په بل نه شي يوه بڅرى خاوره هم* زه ګوره په دې هكله قارون يمه، دا چې دې همه دنيا خوړلى وخت په وخت يمه* ښكلى يمه خوږ يمه ترسكوڼ يمه). دا خبرې نو د ځنو كوترو بالكل خوښې نه شوې، يوې پكې وويل چې " ګوړه ګوړه وايه خوله به دې خوږه وي، په چا نازيږې، قاارون يمه!، ستا خاوره كومه ده؟" ده ورته وويل په خپلو بچيانو نازيږم! په نر او ښځه نازيږم، په كروړ، په احمد شاه، په نازو نازيږم! زه د ځوانانو مور يم! بڼ له زمرو خالي نه وي! شاه زلمي مې په لمنو كې ساتلي دي! دا ټول ولايتونه زماځمكه ده! هاهاهاها! ستا زلمي بچيان؟ تيرې نام او ټايټانك بچيان؟ هغه چې ځان ته په افغان ويلو شرميږي؟ (دا اوسني زلـمي د څـه دي* په جينكو پسې د پيازو غوټې وړينه) امريكا او هند په ګډ اواز د ملنډې په توګه وويل.
خو افغانستان ماته ونه منله، په ډير فخر يې ورته وويل: زما لوڼې هم د ځامنو نه كمې نه دي (كه د زلمو نه پوره نه شوه* خوږه وطنه جينكۍ به دې ساتينه)، همدغو لوڼو مې ستا خوله له خاورو ډكه كړې وه، بې غيرته! ميوند دې هير شو؟! دوی خپل صنم ته پښتو نه پريږدي پاتې لا دښمن! (ستا په درشل به مې وه ايښى صـنم* خو دا كپره د پښتـو ډكه ده)، هغه جونې چې خپل جانان به يې د خپل څنګ نه پاڅوه او جګړې ته به يې لمساوه، دوی به نو زما ساتنه كوي (پاڅه دښمن په وطن راغی* نور مې د زلفو لاندې مه كوه خـوبونه) افغانستان نو سر لوړ نيولى و، په خوله يې فاتحانه موسكا راغله، زما لوڼې وايي (ته د دښمن سرونه راوړه* زه به درجار كړم تورې زلفې شنه خالونه)، پيغور خو افغان ته مرګ دى، خو نجونه د خپلې مور لپاره خپل د زړه سر ته اواز كوي (كه زما يار يې توره واخله* كه د بل يار يې له بنګړو ډك كړه لاسونه). دا هغه نرې نجونه دي چي د جانان په بايللو نه خپه كيږي بلكې په خندا ورته كفن ګنډي او دا خپل فخر ګڼي چې جانان يې بى غيرته نه ؤ (اشـنا مې سر په وطن كيـښود* په تـار د زلفو به كفن ورله ګنډمه).
اوس نو د كوترو نه ځواب ورك شو، افغانستان وخندل، په لونګۍ يې ګوتې ووهلې او د شملې د لوړ ساتلو لپاره يې پرې لاس راكاږه، غوښتل يې چې شپيلۍ خولې ته كړي چې ناڅاپه يې لاس په ځای پاتى شو، يوې كوترې ته يې پام شو چې بلې ته په غوږ كې څه وايي، امريكا نو برند برند وكتل او ويې ويل، جونې دې هم ختمې دي، دغه خبرې يې نورې له ياده وتلي، نن يې سينګار زده دى، سيالي يې زده ده، په سړكونو او بازارانو يې بې واره ګرځيدل زده دي، چيرته جګړه او چيرته ستا نننۍ لوڼه! بيا يې وويل "سرخي پوډر ارزانه، زړه ده او كه ځوانه، وهي يې ښه پريمانه* ببو د ځانه جوړ كړي څلور قسمه سترګې شنى پكى، وركى پښتنې" نن دوي مينه كولى شي او بس، نه دې دي اوريدلي (كه په رښتيا په ما مين ئې* د ګودر غاړه اجاره واخله ميَنه)؟.
دا نو اوس هسې بانه ده، پخوا هم جينكو سينګار كاوه، مينه يې كوله خو بيا يې هم د جګړې نه ځان نه ؤ ګوښه كړى، مينه او جګړه خو متضاد نه دي، پخوا يې ولې نه ؤ ويلي چې (په تور ټوپك ويشتلى راشې* د بې ننګۍ اواز دې را مه شه مَيَنه) دا لا څه، څنګ په څنګ يې د جانان سره جګړه كوله (په سـپين ميدان به ورسره يم* زه پښتنه له تورې نـه تښتم مَيَنه)، په دې خبره نو امريكا او انګلستان څه نا څه وارخطا شول، ځكه پدې ډګر يې ماته خوړلې وه. نازنينې كوترې دا خبرې كولې خو په زړه كې پوهيدله چې لوڼو يې پخوا لنډې او مختصرى جامې نه وې اغوستې، ساده توب به د هغوی سينګار ؤ، هغه به د حيا نمونه وه، خو اوس...
اوس نو چې سيلاني كوترو ته د لږ شان ځای لاس ته راوړل هم ناشوني ښكاره شو د تاج محل تكل يې وكړ، يوې كوترې په خندا افغانستان ته په غوږ كې يوه خبره وكړه "هغه انقلاب چې تا ياد كړ بيا يې مه يادوه، ستا بچي ما په پيسو اموخته كړي دي! هغوی به خپل هر څه خرڅ كړي!" كوتره والوته. نازنينې كوترې چې د خپلو بچو اړوند داسې خبرې واوريدې نو زړه يې مات شو، زاړه زخمونه يې تازه شول او څك څك وينه ترې وبهيده، هغه خو ځوابونه صرف له دې كبله ويل چې خپل ځامن يې سپك او رسوا نه شي. د پښتون اوسنى حالت يې تر سترګو شو، او په ډير ورو اواز يې وويل: "دا څه بلا نازله ستا په خاندان پښتونه* هلته او دلته ښخوم دې شهيدان پښتونه، د بل ومرګ ته دې ملا ماته ده خپل ورور قتلوې* پردى ټوپك راكټ دې لاس كې ده خپل كور نړوې* دا خپله ښځه خو هر څوك ساتي وريندار وګټه* ننګ او غيرت وكړه راپاڅه خپل وقار وګټه، هر څه دې هېر كړه په پيسو پسې سرګردان پښتونه". اواز به يې كله كله ژړغونى شو، اوس دې شمله راته ښكاري شي د غرپت په سيمه، د غيرت په سيمه* پښتونه ننګ چې درنه پاتې شو پګړۍ مه وهه". نور يې نو شمله لوړه پاتې نه وه، د سر نه يې لونګۍ ښكته كړه، تور ښايسته سر يې لوڅ كړ، "زه د جګې شملى حق نه لرم" ورو يې وويل" ستا ليونتوب او بې لارۍ ته يم حيران پښتونه"، د نړۍ په بام كې يې ساه په بنديدو شوه او په چيغو چيغو يې وژړل.
پرېكړه يې وكړه چې د پښتنو بچو د يو ځای كولو لپاره هلې ځلې پېل كړي، په زړه يې امير كروړ را واوښت، هغه خو لا پخوا ويلي ؤ "زه يم زمرى پر دې نړۍ له ما اتل نسته* په هند و سند و پر تخار و پر كابل نسته، بل په زابل نسته، له ما اتل نسته". خو څه ګوري چې هغه پخپله دې وينا خپه غوندې ښكاري، په قبر كې غلى غوندې پروت دى او د خپلو بچو اوسني حالت انديښمن كړى دى. كوترې لا خبره نه وه پېل كړې چې هغه ورته په خوله لاس كېښود، "مورې! دا نوى كول زما بچي نه دي، زما خبره نه مني ځكه خو د هر چا د ملنډو شول، كه نه نو ما خو لار ورښودلې وه، زه خو يې په قبر كى وشرمول، ټول هغه غليمان چې ما مات كړي ؤ هره ورځ په مجلس كې ما پورې خاندي، هغوی د خپلو بچو نه ډير خوښ دي او زه..." . مور نو څه نه شو ويلاي، زړه نا زړه د قبر له خوا پاڅيده.
څو قدمه به يې اخيستي ؤ چې ناڅاپه يې د نازو په قبر سترګې ولګيدې او له ځان سره يې وويل: نازو خو زما ځوی دى، نر دى نر" هغه به ضرور زما بچو ته جرګه كيږي"، خو څه خبره وه چې نازو هم له دې خلكو سرې سترګې وه: په ژړغوني اواز يې وويل : د تورو جنګ وى ما به وكړى* د تقدير جنګ دى وارخطا ولاړه يمه). لا ځوابه مور له دې ځايه هم په ژړا پاڅېده. د حمزه مومند خبره چې "څو چې راغونډ په يو مركز يې نكړم* هرې تپې ته د جرګو سره ځم" ورته بې فايدې ښكاره شوه. خو د مور زړه كله قلاريږي، هغه خو د خپلې خولې مړۍ خپل اولاد ته په خوله كې ږدي ځكه خو يې خدای جنت د پښو لاندې كړى دى. ځكه يې نو خوشحال خټك ته غږ كړ، هغه خو لا زيات نا امېده ښكاره شو او په ژړا ژړا يې وويل: "هره چاره د پښتانه تر مغل ښه ده* اتفاق ورڅخه نشته ډير ارمان، يا هغه پښتانه نور و دا څه نور شول* يا د خدای دى اوس دا هسې شان فرمان، كه توفيق د اتفاق پښتانه مومي* زوړ خوشحال به شي دوباره په دا ځوان". "د مور زړه وينې تويوي او بچو ته يې ګوره"، د ځان سره يې وويل "بيا ګوره سامراجو د پښتون ګريوان نيولى دى* دا څنګه پښتو ده غيرتونو كې ساه نه راځي".
اوس نو كوترې خپلو ژوندو بچو ته مخ راواړه، په سترغلو يې اوښكې ډنډ وې، "بچو زما زړه نور مه ازاروئ، يو شئ او خپله ساتنه په خپله وكړئ، خپل پلرونه او نيكونه مو په قبرونو كې وشرمول، زه ستاسې خپله مور يم" هغى لا سلګۍ وهلې چې يو تن په درانه اواز وويل، "هن، زه ستاسې مور يم، تا مونږ ته څه راكړي، ايله جنګ دى جنګ؟" اوس نو خبره د خبرى تيره وه، د كوترې معصوم ذهن ته د شاعر وينا راغله "شمعې پتنګ ته ګيله وكړه* چې ستا وزرو راته وران كړل سينګارونه"، بې غيرتو! بى همتو! ما خو تاسو ته نوم دركړ، عزت مې دركړ، خو تاسو څه وكړل؟ زه مو كله په يو خرڅه كړم كله په بل، كله د روپيو لپاره كله د چوكيو لپاره! "بې بازخواست او بې پرسان به يم تر کومه؟ سر سرتور څيری ګرېوان به يم تر کومه؟"
اوس نو د كوترې حال بې حاله كيدو ته قابو ؤ، وزرې يې رپيدلې خو ساه پكې نه وه، په تندي يې نرۍ خوله بهيده، هډوكي يې مات مات ؤ، ساړه پرې راغله،خو بيرته لږه ډاډه غوندې وبريريښيده، په نري او رپيدونكي اواز يې اجمل خټك ته اواز وكړ، خو هغه خو د سفر تكل كړى ؤ، په ژړانده اواز يې وويل: "ځم د اسيا د عظمتونو زانګو* ستا په لوړتيا ستا په عظمت مې سلام* دلته خبرې اپوټه غوندې دي، كه سوزې سوزه لوګيدى به نه شې* دلته څه نوي قصابي جوړه ده، كه مرې نو مره خو خوزيدى به نشې* ځما په برخه لا ژړل پراته دي* چرته څو اوښكې تويمه ځمه، چرته دا زړه سپكومه ځمه* د بت شكن د غيرت پاكې خاورې، دلته څو نوي بتان بيا وينمه* د ابدالي د لوی نغري غيرته، ستا په ناموس د چا خندا وينمه* د ننګ په توره مو زنګونه خيژي* چيرته خوشحال رالړزومه ځمه* ستا په اوده غوندې غيرت مې سلام".
خوشحال خو لا پخوا دا ښكلې او بې اسرې كوتره ځواب كړې وه، د خټك دې اخري خبرو يې په زخم مالګه ودوړوله، د زړه درزا يې تيزه شوه او څړيكې يې پېل كړې، ساه يې بنده شوه، اوس نو د كوترې زړه وينه نه پمپ كوله، پرواز يې هېر شوى ؤ، پښې يې ځان پسې راكاږلې، په معصوم ذهن يې د نړۍ او خپلو بچو يو يو ظلم د فلم د پردې په شان تيريده، هغه كارونه چې دې ناز، نخرې او ناداني ګڼله نن ورته ټول ظلم ښكاريده، په صفا سپين زړګي لګيدلي هر زخم يې د وينې نرۍ فوارې وهلې، يو ناڅاپه يې وينو د خولې نه دارې ووهلې او ښكلې كوتره په ځمكه راولويده، لږ ساعت غلې وه، د مرګ ګومان پرې راغې خو حوصله يې راغونډه كړه، د بيا پورته كيدو تكل يې وكړ، سترګې يې ورو راپورته كړې، لكه ما ته چې ګيله كوي.
"زه وطن يم زه يې مور يم هره ورځ مې خرڅوي * زما نا اهله بچيان ګوره لا مې نوره شرموي
چا كړم خرڅه په روسانو د چوكيو په بدل كې * چا كړم خرڅه په غربيانو د روپيو په بدل كې
بې حيا كړم دو بې پتو هره ورځ مې ودوي * زما نا اهله بچيان ګورئ لا مې نوره شرموي
ما په غېږه كې را لوي كړه نن يې خرڅ زما ټكرۍ كړ * ښه يې په وينو ولړلم ښه يې حق زما پر ځاي كړ
ناست يوبل ته په مورچل كې په برېتو ګوتې وهي * زما نا اهله بچيان ګورئ لا مې نوره شرموي
زه خو كور د احمدشاه يم زه ناموس د ميرويس خان يم * د غازي امان الله يم هم زانګو د دريا خان يم
نالايقو ته شوم پاتې په خپل لاس مې سوزوي * زما نا اهله بچيان ګورئ لا مې نوره شرموي
په ما اوري بارانونه د بمو په اور سوزېږم * خپل ځامن مې كباړيان شول هر بازار كې نيلامېږم
څه ماتم را باندې جوړ دې ما په وينو لمبوي * زما نا اهله بچيان ګورئ لا مې نوره شرموي
زه هر چا سودا سودا كړم جيب يې ډك كړو زه يې تالا كړم * خداي دې دوي داسې تالا كړي لكه زه چې چورتالا كړم
زه هر چا سودا سودا كړم جيب يې ډك كړو زه يې تالا كړم * خداي دې دوي تباه تباه كړي لكه زه يې چې تباه كړم
زه وطن د مسلمان يم كافران مې ژړوي * زما نا اهله بچيان ګورئ لا مې نوره شرموي"
ما زړه كى وويل "وجه دا ده چې کوښښ او کمال نشته * د ملت په دی خبرو څه خيال نشته، هر سړی د ځان ځانۍ په لار روان دی * د مکتب او د تعليم نه روي ګردان دی". ناڅاپه د كومې خوا نه يو افغان وژړل او په غرب كې د ژوند نه يې ګيله وكړه "كه بې وطنه نه واي، ګاهى سوكان وخورمه* زه د تورانو په وار" نور مې څه وانه اورېدل، ليدل مې چې كوترې سر لږ راپورته كړ "لاس دې مات شه توريه!" ژړغونې اواز يې زما تر غوږه شو، ما به څه كړي واي ، بس سترګې مې پټې او پښې سپكې كړې. له لرې مى وروكتل، يو ځل بيا يې سر په ځمكه كيښود، زيار يې ويوست چې اوږده ساه واخلي...