ژباړه: نبراس الحق عزيز
دیو روغتون په یوه کوټه کې دوه کمزوري او سپين ږيري ناروغان بستر وه، ددواړو ناروغي ډېره سخته وه، ډاکټرانو یوه ناروغ ته هر مازېګر فقط د یوه ساعت لپاره د راکېناستلو اجازه ورکړې وه، دده له ښه بخته چې کټ یې د کوټې د یواځینۍ کړکۍ خواته پروت وه، خو بل ناروغ بیا د ډاکټرانو له لوري دراکېناستلو اجازه نه درلوده.
دواړو به ټوله ورځ خپل منځ کې په خبرو باندې تېروله، خو یو تربله یې سره نه شوه لیدلی، ځکه شاپه تخته پراته وه او سترګې یې پاس په چت نښتې وې.
دوی یوه موضوع هم نه وه پرې ایښي، دخپلې کورنۍ، کور، ژوندانه، او هر شي په اړه یې بشپړ معلومات سره تبادله کړي وه، لومړی ناروغ به د ډاکټرانو له لارښوونو سره سم هر مازیګر په کټ کې راکېناسته، او له کړکۍ نه دباندې به یې کتل او خپل ملګری به یې له بیرون چاپېریال څخه ټکي په ټکي خبراوه، دده په څېر به یې دملګري هم هره ورځ دغه ساعت ته ډېره تلوسه وه ځکه دبهر له حاله چې خبرېده ډېر خوند يې ترې اخیست.
هلته په بڼ کې یو لوی حوض دی، مرغاوۍ پکې لامبي، کوچنیانو ځانونو ته له مختلفو توکو څخه کښتۍ جوړې کړي دي او په اوبو کې پرې لوبې کوي، هلته یو سړی خلکو ته وړې کښتۍ په کرایه ورکوي او هغوی پرې په حوض کې چکر وهي، خلک د ډنډ په غاړه قدم وهي، او هلته ځینې دونو تر سیورو لاندې او درنګارنګ ښکلیو ګلانو خوا کې ناست دي، او شین اسمان ته په کتلو خو زړه باغ باغ کېږي.... لومړي ناروغ به چې ددې منظر بیان کاوه دوهم به ورته څک وه، بیا به یې سترګې پټې کړې او دروغتون دباندې دغه صحنه به یې په خپل خیال کې انځور کړه.
یوه ورځ یې دپوځي جشن ټول مراسم ورته بیان کړل، که څه هم ملي سرود يې نه شو اورېدلی خو ملګري يې ورته په داسې انداز توصيف کړ تا به ويل چې مخامخ ورته ګوري.
ورځې او اونۍ تېرېدلې او دواړو په ډېرې خوښۍ سره ژوند کاوه، يوه ورځ دروغتون نرسه دتل په څېر سهار مهال ددوی دخدمت لپاره راغله، ګوري هغه ناروغ چې له کړکۍ سره خوا کې پروت دی دشپې له مخې يې له نړۍ سره دتل لپاره خدای پاماني کړې ده.
خو ملګری يې په مړينه هله خبر شو چې نرسې دتليفون له لارې مرسته وغوښتله ترڅو مړی له کوټې څخه وباسي، بې کچه ډېر خپه شو. کله چې مناسب فرصت په لاس ورغی له نرسې يې وغوښتل چې کټ يې له کړکۍ سره خوا کې واچوي، څرنګه چې ددې کار کوم مانع نه وه هغې هم دا غوښتنه ومنله.
مازيګر شو او د خپل ملګري خوږې او زړه راښکونکې کيسې ورپه زړه شوې چې هره ورځ پس له مازيګره به يې دبهر ټول حالات ټکي په ټکي ورته بيانول او ده به په ډېرې لېوالتيا ورته غوږ نيولی وه، يوه شېبه يې دسترګې اوښکې ورپسې توی کړې، او وروسته يې دراکېناستلو هوډ وکړ ترڅو نن پخپله دملګري دنده ترسره کړي، ځان يې ډېر خوږېده، خو بيا هم په ډېر تکليف کرار-کرار دمټو په زور يې سر راپورته کړ، په څنګلې يې تکيه ووهله او ورو-ورو دکړکۍ په لور يې مخ واړاوه ترڅو دبهر نړۍ ننداره وکړي، ناببره هک حيران شو، دبوت په څېر دروغتون له کوڼ دېواله پرته بل هيڅ شی په نظر ورنغی، او کړکۍ دروغتون انګړ ته وروتلې وه، نرسې ته يې ورغږ کړ: آيا دا همغه کړکۍ ده له کومې به چې دده ملګري بهر ته كتل؟ هغې ځواب ورکړ: "هو، همدغه ده!!"، کوټې همدا يواځينۍ کړکۍ درلودله، بيا يې دحيرانتيا لامل ورڅخه وپوښته، هغه ورته ټوله کيسه تېره کړه چې ملګري به يې له دې کړکۍ څخه بهر ته کتل او چې څه به يې ليدل، دی به يې هم ورباندې خبراوه، نرسې چې دا خبره کوله دده په پرتله په څو چنده زياته حيرانه وه چې: "او خدای بښلی خو ړوند وه، هغه خو همدا مخامخ دېوال هم نه شو ليدلی، ښايي په دې سره يې غوښتل ته هوسا او خوشاله ژوند ولرې، ترڅو نهيلی نه شې او دمرګ ارمان ونه کړې!!!".