ليكنه: محمد وصيل "پېروز"

انسان په لومړي سر کي داسې پيداشوی دی چې په فطرت کې ورسره يو دښمن هـــــم وو، دې دښمـــن د انسان له پيدايښتــــــه او تراوسه ډېری سپېڅلـــــي انسانان تېرويستلـي اودتيارو په کږووږولاروکې يې ورک کــــــړي دي . دې دښمن انسان په زور دې لارې ته نه دی سم کړی اونه يې په زور دې لارې ته راوستی دی بلکه دا دانسان خپله غلطي اونافکري ده . انسان په خپل ټول ژوندکې له دې دښمن سره ډغرې وهي خوهغه انسان چې په زړه کې يې دخپل دين جذبه پرته وي تل پردې بې غيرته دښمن بريالـــــی وي اودده ټول غلچکي برېدونه يې په ښه توګه شنډکړي وي خوکوم انسان چي په زړه کې دخپــــل دين جذبه نه لري اونه دخپلې پايلې فکر کوي نوهمدې دښمن ترې تل ميدان ګټلی دی .

دانسان دپيدايښت په لومړي سر کې دې دښمن چنداني برياليتوبونه نه وو ترلاسه کـــړي خو دوخت په تېرېدوسره دې بدمرغه دښمن هم خپل تکتيکونه بدلول اوپه هرتکتيک به يې پرانسان يو بريدکـــاوی اوډېرو لږوکسانوبه یې په وړاندي ماته خــــــوړه خو دخپل دين په جذبه کې نغښتي انسان به يې ديوه غره په څېرمقابله کوله .

دوخـــت په تېرېدوسره انسانان ډېرشول اودنـــــړۍ په ګوټ ګوټ کــــــي خپاره شول، تخنيک هم مخ په وړاندي روان وو اوهـر انسان به له خپل فکــــــــــر سره سم ديو شي جوړولو هڅه کوله تردې چې انسانانوپه تخنيک کې نیم برياليتوب لاس ته راووړ اوهمداسي لاپرمـــــخ روان وو چې دې دښمن يوځـــــــل بياخپل تکتيکونه بدل اوپـــــه نويو تخنيکي وسائلو يې پرانسانانو بريدوکــړ.  ډېری انسانــــان ددې دښمن په دې برېدونوکــــې په تيارو ننوتل او درڼا له هغې ډېوې پناه شــــول چي دوى يې په زرينو وړانګو کې پر صراط مستقيم روان وو.

وروورو انسانان پردې لار سرشول او دنړۍ نيمی انسانانو دالاره غوره کــــــړه .  دالاره که څه هم په ظاهره يوه داسې ښکلې ماڼۍ وي چې په ليدلو يې انسان له خپله دينــــــه اووجدانه بې خبره شــــي اوهرډول چې کيږي دې ماڼۍ ته دننوتلو هڅه کوي خوپه ننوتلو يې دبدن په يوه ټوټه کې دخپګان نښــــې رادبره شي دا خپګان سړی نه پرېشانوي خو دغوښې داټوټه تل پرې سرګردانه وي، له يوې اوبلې لارې په انساني ذهن کې دااندیښنه دمار په څېر تاوېږي راتاوېږي چي داسرابي منزل به کله ډاډمن پړاوته ورسیږي ؟ اوستادين اووجدان په کومه سترګه ورته ګوري؟ خودانسان په مغزو کــــــې ددې لارې ظاهري شان اوشوکت پروت دغوښـــــــــې ددې ټوټې پوښتنې ته پام نه کــــــــوي اومخ پرګمراهي ځي . تردې چي دغوښې داټوټه هم دانسان له دې اعمالوخپه کيږي اودانسان دازلي دښمن تور زهرپرې دتکيې ځای پيداکوي اودغوښې داټوټه پکې لاهو شي .

په دې وخت کې انسان په ظاهره انسان ښکاري خوباطن يې داسي تور وي چې ســــــړی ترې ددې لارې انځور اخيستای شي، دافهمولی شي چې دالاره په ظاهـــــره څومره غوړه خوپه باطن کې څومره توره ده ، پرصراط مستقيم دتللو انسانانو فکر ورسره پيداشي دهغوى ظاهــــري تکليفاتو اوسختيو ته ګوري چې دالاره خوهم دستونزو مور ده خوکوم انسان چې ددين په جامه پوښلی وي داتکليفات ورته هيڅ ښکاري مګر دخپل دښمن په ظاهره دښکلې لارې راحتونه ورته له زغمه وتلي وي اودانجام په اړه يې له همدې دښمن سره تاوده بحثونه کـــــــــوي دهمدې بحثونوپه ترڅ کې ځينې سپېڅلي انسانان خطااوپر دې لاره روان شي .

همدااوس دنړۍ په پرمختللي تخنيک کې دانسان او دې دښمن ترمنځ سختې نښتې روانې دي ډېری انسانانو يې په وړاندې ماته خوړلې خو ډېر کــــــم انسانان يې لاپه وړاندې په مقاومت بوخت اودبرېدونو  دشنډولو بشپړې هڅې يې کوي . نن دادښمن دتخنيک پـــه نويو وسائلو خپله جګړه مخ په وړاندې بيايي ديوه انسان په خطا کولو نور ډېر انسانان دهمدې خطاوتلي انسان په هڅو دې تيارې ته راکاږي .

بياهمدا انسانان چمتو کوي چې له تخنيکي وسائلو کار واخلي اوخپل کارونه وستايــي ډېری بې عقله انسانان يې په خبرو تېروزي اوپرپلونو يې روان شي لکه څرنګه چې دبدۍ خوا لکه ژوره داســـــــې ده چې څرنګه پرې روان شوې نوپـــــه خپله به ځې لکن که دحق لور ته پل واخلې نولکه پرلوړه چي خېژې . دهمدې خطا وتليو انسانانو په مټ دتبليغ دايره پراخوي اودنورو انسانانو دخطاکولو په فکر کې وي .

په اوس وخت کي ډېر خطاوتلي انسانان ليدل کيږي چې دالاره يې غوره کړې وي اوپرې وياړکوي موږ که خپلې ټولنې ته وګورو نودا خطا وتلي انسانان به ووينــــــو چې دشيطان داکرغېړنــــــــه اوناولـــــــې لاره تعقيبوي دې انسانانوته که دنصيحت کولو هڅه وکړې نودوى ستاپه نصيحتونو ملنډې وهي اوپه ډول ډول نومونودې يادوي . زه چې دکمپيوټر ددرس کوم ټيوشن ته ورځم نوهمدلته له داسې کسانوسره مخ کېږم زه هغوى ته دنصيحت کولوهڅه کوم خو هغوئ زماپه خبرو غوږ هم نه ګروي .

په نن عصرکې نوي ځوانان له خپله اسلامي کلتوره داسې اوښتي لکه په مسلمانې ټولنې کې چې نه وي که داوښتو لامل ترې وپوښتې په ځواب کې درته وايي اوس خو ډيموکراسي ده . سبحان الله! ، سبحان الله! ، سبحـــــان الله! ايا خپل ښکلی دين اسلام په ډيموکراسي بدلوې؟، دخپل نبي طريقه پر هغې ډيموکراسۍ ورکـــــــــوې چې ديوه کافر انسان له لوري يې بنسټ ايښودل شـــــــوی وي؟. له خولې يې ټوله ورځ دډيموکراسۍ ږغونه راوزي او ځان ته مسلمان هم وايي خوکه ترې داســـــــلام دپنځو بناوو پوښتنه وکړې په خوله به درته ګوري . په انسان همداټول کارونــــــه دانسانانو دابدمرغه اوناولــــــــی دښمن کوي . همدا ډيموکراســــي يې داسلام پرضدپه يوه کافر جوړه او دتخنيک په مټ يې په مسلمانه ټولنه کــــــې رواج کـــــــړه ټولـــــــــه ورځ لـــــــــــه راډيو، ټلويزون او... د ډيموکراسۍ ږغونه راوزي .

وروڼو!  که دډيموکراسۍ پېژندل غواړئ نوهغــــــې ټولنې تـــــــه وګورئ چې پکې دمور، خور توپير نه شته، دښځې يې شپه يوځای اودده يې بل ځای وي، هغې غربي ټولنې ته وګـــورئ چې له سپي سره نکاح کوي، هغې ټولنې ته وګورئ چې خور يا مور يا ښځه يې په افغانستان کې دنده ترســـــــــره کوي خو دی په امريکا کې ورته ناست وي او وياړ پرې کوي نو ايا دااعمال موخوښ دي؟، ايا داخوښوې چې دښځې دې شپه يوځای اوستــــــــــــــا دې بل ځای وي؟.  يقيناً هيڅ بااحساسه مسلمان دااعمال نه شي منلای پر داډول کارونو زموږ په شريعت کې حدود جــــــاري شوي دي نوکه څوک ځان ته سيي مسلمان وايي بايدله ډيموکراسۍ ځان وساتي .

دااعمال دانسان دهغه دښمن له خوا ترسره کيـــــــــږي چې په ليکنه کې په ځلوځلو يادېده چې په يونه يوډول په داسې اعمالوکې شريک وي دانسان دابدمرغه دښمن نن دډيموکراسۍ په څېره کې راڅرګند شوی دی اوغواړي چې دډيموکراسۍ په کرغېړنه څېره کې نړۍ خپل مرکز وګرزوي، دهمدې دښمن دډول ډول کرغېړنو مشورو په پايله کې موزړه تور شــــــي چې ستاسو معصيت ورک اوګناه مودې حدته ورسوي چې بيا نو دچا نصيحــــــت پرې اغېز نه شــــــــي کولای، دابې اغېــــــــــــزې خلک اخير ځان په ډيموکراسي پسي وتړي اوهمدا دډيموکراسۍ دلارې لارویان اودابدمرغه دښمن (شيطان) يې لارښود وي .