ليكنه: دكتور علي احمد علي
ژباړه: زاهد جلالي

په دې كې شك نشته چې برياليتوب دانسان په ژوند كې ډير مهم رول لوبوي، كه په كار كې وي او كه په ورځني ژوند كې خو برياليتوب ته رسيدل څه اسانه كار نه دی.

دغه لسګوني وصيتونه ستاسې مخې ته ږدو هيله ده چې تاسې سره په عملي ژوند كې همكاري وكړي:

۱-كوښښ كوئ چې ځان وپوهوئ:

ددې امكان شته چې يو انسان خپله پوهه زياته كړي، ددې هم امكان شته چې په مشكلاتو ځان وپوهوي خو ځان پر دې وپوهوه چې مشكل څرنګه حل كړې؟ او ددې لپاره چې مشكل ښه حل شي بايد د ايجاد په عواملو فكر وكړې په دې طريقه كولای شې مشكل ښه حل كړې.

٢-خپل فكر په منظم ډول عادت كړئ:
په منظم ډول فكر كول ډير مفيد دي كه څوك ډيره مطالعه وكړي او ډير كتابونه هم ولولي نوهيڅ مشكل به يې حل نشي ترڅو په منظم ډول فكر ونكړي. داهم دمشلاتو په حلولو كې مهم رول لوبوي.

٣-خوشبيني اوسئ:

خوشبيني انسان پرمختګ ته هڅوي، خسته توب ليرې كوي. كه څوك غواړي چې ژوند يې ښه شي نو راتلونكي ته دې تبسم وكړي.

٤-دخلكو احساساتو كې ځان شريك كړئ:
داهم ډير ضرور دي. بايد دخلكو په خوښۍ او خفګان كې برخه ولرئ دخلكو مشكلات واورئ او دحل لارې ورته ولټوئ، لنډه دا چې په ټولو ورځنيو تعاملاتو كې له خلكو سره همغږي اوسئ.

۵-دتكبر څخه ځان وساتئ:

ځينې خلك داسې فكر كوي چې دوی پر هرڅه ښه پوهيږي، او له انتقاد څخه پورته دي، دوی ددې غلط فكر په درلودلو سره دنصيحت دروازي دخپلو غوږو پرمخ تړي.

متكبر كس هميشه دخلكو سره بد وي، او لږ ملګري لري.

۶-له ناكامۍ څخه مه مايوسه كيږئ، بلكې له هغې څخه دتجربې په حيث استفاده وكړئ:

داسې كسان  لږ دي بلكې نشته چې ناكامي ونلري او ټول عمر كامياب وي.

نو كله چې له ناكامۍ سره مخ كيږئ مايوس كيږئ مه بلكې په هغې كې ځان ته داسې عبرت پيدا كړئ چې نور مو له ناكامۍ څخه ليرې وساتي.

۷-له ورځني اخبارو څخه ځان خبروئ:

د مكتب زده كرې، دننه دټولګيو زدكره او دﮊوندون زده كرې ډير فرق لري مهمه داده چې دوامداره مطالعه وكړې او له ورځني اخبار څخه ځان خبر كړې دخلكو دمواقفو څخه ځان خبر كرې، په دې كې مو تجربه لاسته راځي.

۸-خوږه ﮊبه ولرئ او لږې خبرې كوئ:

ښه خبره صدقه ده، ښه خبره كې داسې جادو ده چې په خلكو ښه تاثير كوي اوكه ځان په دغو خبرو (مهرباني وكړئ!! يا هيله كوم) عادت كړئ بيا به وګورئ چې خلك به ستاسو له توقع څخه درته زيات وكړي. بايد ته هم دخلكو خبرې ښه په سړه سينه واورې او تر هغې چپ كينې ترڅو د هغه په خبرو وپوهيرې.

۹-په هركار كې د مننې په هيله مه اوسئ:

خلكو ته دخير كار دوامدار كوئ اوهيڅكله هم د مننې په تمه كيږئ مه، اكثره خلك داسې دي چې څوك ورته هدايت ورنكړي خپله هيڅ كار نكوي پداسي حال كې چې مال هم ورسره وي. نو تاسي د خير كار كوئ او دخلكو سره همكاري كوئ.

∙١-وپوهيږئ چې خلك يو شان نه دي:

په هر چا كې فردي فرقونه شته، ددوه وو كسانو عادت يوشان نه دی، خلك مختلف دي، په شخصيتونو كې اختلاف شته، چې ته بايد دا ټول مراعت كړي او له ټولو انسانانو څخه ديو شان معاملې توقع ونه کړې، دافكر مه لرئ چې ټول انسانان به يو شان موقف ولري.

په دې كې شك نشته چې دافرقونه به له تا څخه يو ښه معامله كوونكی جوړ كړي او همداسي معامله به درسره كيږي.

په اخر كې كه رښتيا بريالی ژوند غواړئ نو د لسګونو وصيتونو سره ښه اخلاق، صداقت، امانتداري او تقوی پيدا کړئ او هميشه دا احساس ولرئ چې څرنګه چې خوښوئ خلك درسره معامله وكړي هماغه شان معامله ورسره كوئ.