ليكنه:احمد امين
ژباړه:زاهد جلالي

ټول انسانان كولای شي چې تريوه حده خپل ﮋوند جوړ كړي، فقير يا مالداره، خوښ يا نا خوښ، ارزښتمند يا عبث؛ خو داپه ياد ولرئ چې هيڅكله هم مايوس كيږئ مه, بلكې دښه راتلونكي هيله كوئ. داهيڅكله هم مه وايئ چې ته خو نابغه نه يې اويا ظروف مساعد نه دي, اوپه دې وﭙوهيږئ چې دعلم لاسته راوړل يوازې دنوابغو كار نه دي, او بريا يوازي نوابغو ﭙورې تړل شوې نه ده.

كه څه هم ډير ځوانان نن ورځ وايي چې فلانی سړی بې له دي چې كومه علمي درجه يارتبه ولري هومره لويې مرتبي ته ورسيد, په دغو زړونو يوه نافرمانه جادو خپره ده. اودا هغه افكار دي چې په لرلو سره به يې دكاميابۍ مخ هم ونه ګوري. او څوک چې په دې فكر وي خپل ﮋوند دشک په تيارو كې تيروي.

مګرهغه څوک چې دې افكارو ته شا كړي په حقيقت كې بريالي شو. او وروسته له هغه چې دخپل ﮋوندون په لومړي ﭙوړۍ كې ګام كيږدي دا احساس كوي چې په حقيقت كې له ده سره يوه رڼا شته چې خپله لاره ﭙرې وويني او راتلونكي ته يې وهڅوي. نو كله چې يو ګام مخ ﭙروړاندې لاړ شي عزم يې هڅوي چې مخكې ځه بي له كومي ويري او شک څخه.

ښه لاره ځوانانو ته داده چې داس په څير خپلو سترګو ته پټۍ كيږدي او يوازې خپل هدف ته وګوري اود همغه پرلور روان وي....... ترڅو يو لوى عالم, بريالى تجار اويا هم ماهر كارګر ترې جوړ شي.

مونږ داهم ملاحظه كوو چې كه ﭽيرته ته يوازې يوهدف ولرې او دا هدف دې له لاسه ووت نو دستړيا احساس كوې، مګر څوک چې ډير اهداف ولري كه يو هدف ته ونه رسيد هيڅ اغيزه هم ﭙرې نه كوي ځكه چې ﭙراخ اهداف لري.

بله دا چې تنها دمال لاسته راوړل مهم نه دي بلكې مهمه خبره داده چې كاميابي پكې وي, ښه اخلاق ولري, ريښتنى وې, په ضعيفانو مهربان وې. خو په تاسف سره چې نن ورځ ډير كسان داسې فكر كوي چې برياليتوب په مال كي دى. زه وايم چې په هغه مال به ته څه وكړې چې دخير فكر درسره نه وي په عربي كي يومتل دى وايي چې دهغو سروزرو ارزښت به څه وي چې ورسره نفسي فقر ولرې؟

دﮋوند دښه والي دمهمترينو عواملو څخه دا هم دى چې په خپل نفس باندي اعتماد ولرې او دا فكر درسره وي چې نفس دې دكاميابۍ لاسته راوړونكى دى.

په حقيقت كې دنفس ضعف زړه وﮋني نو ﭙر نفس اعتماد وكړه او داحترام او عزت په سترګه ورته وګوره.

وروسته له دې چې ستا په مقابل كې لوى لوى هدفونه پراته دي نو دهغو دلاسته راوړلو په تكل كي اوسه, وروسته له اعتماد ﭙر نفس راتلونكي ته تبسم وكړه ځكه چې دا دعقل لپاره بهترينه دوا ده.

ﭙرنفس باندې اعتماد هغه تارونه دي چې ستا ﮋوند ګنډي او داستا لپاره ښه طريقه ده ځكه دا په حقيقت كې يو لوى برياليتوب دى ددې په نسبت چې ډير مال ولرې. دهغه مال ارزښت به څه وي چې خوښي ورسره نه وي؟! اود برياليتوب ارزښت به څه وي چې اخلاق ورسره نه وي؟! او دهغه ﮋوند ارزښت به څه وي چې هميشه پکې قهر او غصه وي؟!