بسم الله الرحمن الرحيم
د ژباړن خبرې
دا يو منل شوی حقيقت او په زبات رسېدلي خبره ده چې ګناه دژوند په پېر کي له کېدونکو کارونو څخه هغه يو بدمرغه او ناوړه عمل دی چې له څان سره له چټلتيا، ناراميو، او خورا ډېرو بدمرغيو پرته بل هيڅ داسي څه نه لري چې انسان ته يې وروبښي او ده ته دروحي سکون لامل شي بلکه ګناه هغه څه دی چې نه يواځي يې په ترسره کولو سره دانسان زړه شين اوروح يې خپه کېږي بلکه دنورو، نورو ناروا اعمالو ترسره کولو ته يې اماده کوي چې په ترڅ کي يې غلا، شوکي، ديتيمانو مال خوړل، او حتی ترټولو لويه بدمرغي (دښمني) پکي منځ ته راځي اوکله چې انسان دغه ځای ته راورسېد نو دترټولو لوی دښمن (شيطان) هيله يې په مکمله توګه پوره کړه اوبيا چې کله دغه رټلی راضي، او رټونکی (خدای جل جلاله) ناراضه شو نو کومه ستونزه اوبدمرغي به وي چې په ټوليز ډول ددې يوه ناولي له امله ورسره ټوله ټولنه نه مخامخ کېږي.
برسېرني خبري هغه خبري دي چې انسان ورسره په دنيا کي مخامخ کېږي او دژوندون په لار کي ورته ديوه ستر خنډ په توګه مخته راڅي پاتي شوه دآخرت خبره دا نو ددې ځای بحث ندی او نه زه دومره سيکه لرم چې دا سکالو دي په پوره ډول تاسو لوستونکيو ته وليکم خو ليکوال (حافظ مبشرحسين لاهوري صاحب) ترې دکتاب له ظرفيت سره سم پرده پورته کړي او تر ډېره يې هڅه کړي ترڅو لوستونکو ته وښيي چې دګناه کول يا نه کول ولي؟ اودنېکي کول يانه کول ولي؟ اوګناه ته ولي خلک ډېره لېوالتيا ښيي ولي نېکي ته ددې خلکوملا نه ټټېږي؟
دغه راز يې دپورتنيو لاملونو له په ګوته کولو سره هغه عوامل او دارو درمل هم پټ ندي پرېيښي چې په مرسته يې انسان له ګناه څخه بچ پاتي کېدلاى، له دوزخ څخه نجات موندلاى، اوجنت خپلولاى شي.
دې ته ورته مبشرحسين صاحب هغه څه هم په ګوته کړي دي چې دګناه په پايلوکي راځي اوهغه انعامات يابدلې يې هم دقلم په ژبه ترموږ رارسولي چې انسان ته دنېکي له کولو وروسته په دنيا اوآخرت دواړوکي په لاس ورځي .
له دې پرته په دې وړوکي کتابګوټي کي هغه ناوړه اعمال رايوځای شوي دي چې نن سبا يې نه يواځي زمونږمهذبه ټولنه له کرغېړنو اغېزو لاندي ده بلکه دپرمختګ په ځای يې شاتګ ته اړکړي اودا هغه څه دي چې زه يې ددې کتاب ژباړلو ته هڅولی يم.
په دې ژباړه کي له لوی څښتن تعالی څخه دنصرت غوښتونکی يم ترڅوددې خواږه کتاب حق په پوره توګه ادا کړای شم او دا سوال هم ترې کوم چې زمونږ دټولني د هر وګړي لپاره يې دنفع وړ وګرځوي اوهغه تېروتني چې له امله يې ټولنه دبدمرغيو ښکار شوي ده نوري دعدم په درياب لاهوکړي.
په همدې هيله
﴿وَاللَّهُ يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ﴾
احمدګل ( ريان )
/۱۴۳۰/ شعبان /۴ / دهفتې ورځ
کراچۍ
نور بيا...