دکتاب مقدمه

تاسو په کومه لاره تلل خوښوئ؟

(دنېکۍ او جنت، که دګناه او جهنم)

تاسو تنها سفرکوئ په تلوتلو کې ستاسو مخته يوه دوه لارې راځي هلته لومړۍ لاره سخته او عمودي ده چې دغره لوړو ته ځي، او دوهمه لاره په ځوړه تللې او په اسانۍ سره طی کېدای شي.

اوله لاره چې سخته ده هرلورته پکې تيږې او اغزي شيندلي پراته دي ګام په ګام پکې لوړې اوژورې دي چې له امله يې هم پورته ختل او هم لاره طی کول دواړه سخت دي. ليکن دحکومت له طرفه پرې يوه ليکل شوي تخته درول شوې اوپرې ليکلي يې دي چې دا لاره اګرکه سخته اوپه تلوکې تکليف ورکونکي ده خو همدغه سيده لاره ده چې غټ ښار ته وځي او تر مقصود منزل پورې رسېږي .

دوهمه لاره يوه هواره ګزرګاه ده چې په ګلدارو ونو او سيوري لرونکو غونچو پټه ده، دواړه لوري يې تفريحي جنت نما او فردوس ته ورته دي چې له امله يې زړه په دې لاره تلو ته هوسېږي، لېکن دلارې په سر يو خبرداری ځوړند دی چې دا لاره خورا له خطرو ډکه او هلاکونکي لاره ده او په آخر کي يې يوه داسې ژوره كنده ده چې يقيني مرګ پکې تاسو ته منتظر دی.

په داسې صورت کې به تاسوکومه لاره غوره كړئ؟

بې شکه چې دانسان طبيعت دسختۍ په مقابل کې داسانې لارې لورته مائلېږي اودمشقت اوتکليف په ځای سهولت اوارام خوښوي، دانسان نفس دقيد او بند په مقابل کې ازادي ته زړه ورکړی ده او داهغه انساني فطرت دی چې الله جل جلاله پرې انسان پيداکړی دی.

له دغه ځايه ده چې که انسان دخپلو نفسي غوښتنو دپوره کولو له پاره ازاد پرېښودل شي اونفس يې ترشا کوښښ کوي نوښکاره خبره ده چې هغه به دوهمه لاره غوره کړي.

ليکن دې ته ورته په ټولو ځايونو کې عقل شکمنېږي اوموازنه کوي چې موقت اوفوري خوند چې پايله يې غټ غم اوتکليف وي ښه ده اوکه هغه عارضي اوموقت تکليف اومشقت بهتر دی چې ترشايې نه ختمېدونکی راحت اولذت وي؟ بالآخره يې داولي لارې انتخابولو ته اماده کوي.

جنت يادوزخ ته تلونکې لارې هم دا ډول دي

ددوزخ په لاره کې هرهغه څه چې خوندور او مرغوب دي شتون لري، دانسان طبيعت دهغو لور ته مائلېږي اونفسي غوښتني يې هم هغه لور ته ورټېل وهي، په دې لارکي ښايست اوجمال اوددوى فتنې موجودې دي، دشهواني خواهشاتو غوښتنې پوره اوفورې خوند ترلاسه کېږي، په دې لارکې په هره طريقه دمال اودولت ترلاسه کول جواز لري اودا هغه څه دي چې هرچا ته مرغوب اومطلوب دي !

په دې کي دهرډول ازادۍ اوګمراهۍ اسانتيا شته اوهغه به څوک وي چې ازادي نه خوښوي اوله پابنديو بېزاره نه وي ....... !

ددې برعکس دجنت په لاره کې هرډول مشقت اوتنګسې شتون لري، پابندياني اوخنډونه دي، له نفس سره جنګ کول اوله خواهشاتونه څنګ ته کېدل پکې دي، لېکن ددې موقت مشقت (چې په دې لارکي يې زغمي) بدلې اوانعامات په آخرت کي ددائمي لذت اوهمېشني ارام په صورت کي ترلاسه کېږي، او دجهنم په لار کې دعارضي خوندونو ثمره ددوزخ نه ختمېدونکی عذاب دی.

ددې مثال بالکل هغه محصل ته ورته دی چې دازموينې په ورځوکي دشپې پر مهال (چې دکور نور غړي دتلويزون مخته ناست وي اوله زړه راښکونکو پروګرامونو خوند اخلي) له ټولوځانته په خپلوکتابونو اوکتابچو کي ډوب دمحنت تکليف زغمي ترڅويې نتېجه دکاميابۍ او راحت راووځي.

ياددې مثال هغه رنځور ته ورته ده چې څو ورځې دښو او خوندورو خوراکونو څخه دپرهېز زحمت په ځان مني خو په پايله کي ورته دروغتيا نعمت په لاس ورځي.

الله تعالی زمونږ مخته دوه لاري ايښي دي اوله دې سره يې هرانسان ته، عالم وي اوکه جاهل، ماشوم وي اوکه ځوان، يوه داسي ملکه ورکړي چې دهغې په ذريعه دخيراوشر، ښو او بدو ترمنځ توپير او امتيازکولی شي.

دهرانسان ضمير دنېک کار په کولوسره راحت احساسوي اودبدي په کولو ازورده کېږي، بلکه داملکه خوپه حيواناتوکي هم موجوده ده.

تاسوبه ليدلي وي چې کله تاسو پشي ته په خپله خوښه دغوښې يوه ټوټه ورواچوئ نوهغه يې په ښه ډاډمن زړه ستاسو په مخ کيې په خوړلو پيل کوي خوکه چېرته همدغه تکړه له تاسوڅخه په پټه يوسي اويايې وتښتوي نوډېره لري به ورسره ځي اوپه بيړه بيړه به يې دخوړلوکوښښ کوي اوستاسو لور ته به درګوري هم، چې ستاسو غبرګون څه دی هسې نه چې پسې ورشئ اوهغه ټوټه ترې بيرته واخلئ.

آياددې دامعنی نه ده چې هغه پوهېږي، دغوښي هغه ټوټه په دې باندي ددې حق ده چې تاسوپه خپله ورکړي وه اودوهمه هغه چې دې پټه کړي يايې هم تښتولي وه ناجائزه ده؟

آياداددې خبري ښکاره دليل نه دی چې يوه پشي هم دحق اوباطل حلال اوحرام په مينځ کي توپيرمحسوسولای شي.

دغه راز سپی چې کله کوم ښه کاروکړي نوخپل څښتن ته نژدې ورشي اودهغه له بدن سره ځان موښي اوپښې يې څټي، ګواکي له څښتنه دخپل ښه کار انعام غواړي، اوکله چې کومه نيمه غلطي ترې وشي نوڅښتن ته نژدې هم نه ورځي بلکه لرې درېږي اولکۍ ښوروي، ګواکي دخپلې تېروتنې بښنه غواړي اويا سزاته منتظر دی.

دقرآن کريم په لانديني کريمه آيت کي همدې لور ته اشاره شوي ده:

) وَهَدَيْنهُ النّجْدَيْنِ ( [ البلد : ۱۰ ]

آيا ( دنېکي اوبدي ) دواړه لارې موانسان ته نه دي ورښوودلي؟.

الله جل جلاله دجنت په لاره باندې رابلونکی اونقيب درولی کوم چې دې لورته بلنه کوي اوپه دې لاره کي راهنمائي کوي، دا انبياء عليهم الصلوة والسلام دي.

دغه راز د دوزخ داعي اونقيب شيطان دى چې ددوزخ لور ته خلک وربولي اوددې ترغيب ورکوي، همدارنګه الله جل جلاله علماء دانبياوو وارثان ګرځولي دي، داخلک له انبياوو څخه دشتمني ميراث نه وړي بلکه ددوى ميراث علم اوحق ته بلنه ده.

کوم علماء چې دامر بالمعروف اونهی عن المنکر په واسطه ددې دعوت حق ادا کوي هغوى په رښتيا ددې وراثت دشرف وړخلک دي.

 نور بيا..