ليكنه: فضل وهاب وزیر

سګريټ او همدا رنګه چرس وهل حرام دي . دليل يي د الله تعالی دغه قول دی:

( ولا تقتلوا انفسکم ان الله کان بکم رحيما ) ژباړه: او مه وژنۍ ځانونه په خپله يقينن الله تعالی وو په تاسی ډير رحم والا.

(ولا تلقو بايديکم الی التهلکه)
ژباړه: او په خپلو لاسونو سره ځانونه هلاکت ته مه اچوئ.

دطب له نګاه نه هم دغه شيان زيان رسوي، او هر شی چی زيان رسونکې وي هماغه شی حرام دی.

له سنتو نه:

رسول الله (صلی الله عليه وسلم ) دمال ضايع کول منع کړي دي ځکه رسول الله (صلی الله عليه وسلم ) فرمايلي دي:

( لا ضرر ولا ضرار )
ژباړه : زيان رسول او زيان منل نه شته دی .

او د دغو شيانو څښل د زيان سبب ګرځيږي، ځکه د دغو شيانو څښل انسان له دغو شيانو سره تړي، او که انسان دغه شيان له لاسه ورکړي سينه يي تنګيږي، او دنيا هم ورباندی تنګيږي . ځکه انسان په خپله داسی شيانو باندی ځان اخته کړی وي، چی اړتيا يي ورته نه لرله.