ليكنه:شهيد دكتورعبدالله عزام
ژباړه:زاهد جلالي
(ادع إلى سبيل ربك بالحكمة والموعظة الحسنة وجادلهم بالتي هي احسن)
دخپل رب ليارې ته په حكمت، او نيكې خبرې رابلل كوه، او په هغې طريقه ورسره بحث كوه چې ترټوله ښه او غوره وي.
دداعي دملاتړ لپاره لانديني دري وسائل ډير مهم دي:
١-علم
٢-رفق(نرمي)
٣-صبر
١- علم: دداعي لپاره علم ډير اړين دي ځكه چې دی دالله دين خلكوته رسوي كه دی خپله ﭙرې ونه پوهيږي نو نورو ته به يي څنګه ورسوي اوكه په شك كي هم وي نورو ته يي ويل جوازنه لري ځكه: (ولاتقف ماليس لك به علم,ان السمع والبصر والفواد كل اولئك كان عنه مسولا) ترجمه:او مه كوئ ﭙيروي (تعقيب) دهغه كار چې تاته نه وي په هغه ﭙوهه(كه قول وي كه فعل), بيشكه غوږ اوسترګه او زړه هريو له دغو(دري واړو) دي له هغه څخه پوښتنه كړی شوې (دقيامت په ورځ چې تاولي ګناه كوله).
دجاهل عابد داسي مثال دى لكه ديو فاجر عالم چې ضرر يي له ګټې زيات وي. او الله دګومان منلو څخه هم منع كړې لكه چې فرمايي: (ان يتبعون الاالظن وان الظن لايغني من الحق شيئا) ترجمه:
حضرت محمد هم په يوه حديث كي چې مغيره بن شعبه روايت كړی او صحيح مسلم راخيستي فرمايي: (ان كذب علي ليس ككذب احد,فمن كذب علي معتمدا فليتبؤا مقعده في النار) ترجمه: په تحقيق سره ﭘرما درواغ ويل داسي ندي لكه په نورو چې ويل كيږي نوكه چا پرما ﭙسې عمدا درواغ وويل نو په دوزخ كې دې ځان ته ځاي ولټوي.
معاذ رضي الله عنه فرمايلي: علم اوعمل لازم اوملزوم دي ځكه چې الله يو عمل له دوه شرطو څخه بغير نه قبلوي اوهغه: چې ﭙكي اخلاص وي او سم وي يعني دقران اوسنت مطابق وي، او يوازي دالله درضا لپاره وي شرك او ريا پكي نه وي لكه څرنګه چې الله فرمايي: (ليبلوكم ايكم احسن عملا)تر څو وآزمايي چې كوم يو له تاسو څخه بهتر عمل كوونكى دى؟.
الله فرمايي:(ومن احسن دينا لمن اسلم وجهه لله وهومحسن واتبع ملة ابراهيم حنيفا)
فضيل ددي ايت په تفسير كي ليكي: له "وجه" څخه مطلب اخلاص اواحسان دي چې دشرع سره موافق عمل وكړي. حضرت محمد به دادعا ډيره ويله: (اللهم اجعل عملي كله صالحا,واجعله لوجهك خالصا ولاتجعل لاحد منه شيا)
سعيد بن جبير فرمايي: دقول اوعمل قبليدل نيت ﭙوري اړه لري, اودا دواړه دسنت دتوافق نه بغير نه قبليږي.
٢-رفق(نرمي):ددي موضوع په اړوند درسول الله صلى الله عليه وسلم ډير احاديث شته. په يوه حديث كي چې جرير روايت كړي رسول الله فرمايي: (من يحرم الرفق يحرم الخير) په يوه بل حديث كي هم رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:(ان الرفق لايكون في شئ الا زانه, ولاينزع من الشي الاشانه,ياعائشة ان الله رفيق يحب الرفق مالايعطي عن العنف)
دالله دهغه قول معنى چې ويلي يي دي:(ادع الى سبيل ربك بالحكمة والموعظة الحسنة وجادلهم بالتي هي احسن ان ربك اعلم بمن ضل عن سبيله وهو اعلم بالمهتدين)
دانسانانو زړونه دشيشي په شان رقيق دي په غليظه خبره ماتيږي, نو له داعي څخه نفرت كوي په دي وخت كي دی خپل مرام ته نه رسيږي نوكه ﭽيرته داعي رقيقة,لطيفة اونرمه خبره وكړي نو زړه ته ښه دننه كيږي او زړه ويښوي, الله فرمايي:(فبما رحمة من الله لنت لهم ولوكنت فظا غليظ القلب لانفضو من حولك)
٣-صبر:ددي لپاره چې داعي دسختۍ سره مخامخ كيږي ,اودى دخلكو د عقائدو مخالفې خبرې كوي, دهغوى نظر ردوي نو په دي اړوند الله تعالى دلقمان عليه السلام نصيحت په قران كې راخيستی چې وايي: (يابني اقم الصلاة وامر بالمعروف وانه عن المنكر واصبرعلى ما اصابك ان ذالك من عزم الامور)
ﭙورتنی قراني نص راښيي چې دامربالمعروف سره مشكلات وي او بايد دسختۍ په مقابل كې صبر وشي, الله تعالى هم انبيواو ته دصبر وصيت كړى دى او ويلي يې دي:(ولربك فاصبر) خپل رب ته صبر وكړه ,(فاصبر كما صبر اولو العزم من الرسل)داسې صبر وكړه لكه په پيغمبرانو كې چې اولو العزم پيغمبرانو كړی وه.