ژباړه: ل. خيرخوا

(شكسپېر يهودي شخصيت انځوروي)

په شپاړسمه زېږديزه پېړۍ كې شكسپېر (١) خپله مشهوره ډرامه د ((بندقيې تجار)) ليكلې. د ډرامې پېښې ټولې د ايټاليې په بندقيه (٢) ښار كې ښودل شوي، چې شكسپېر په كې د يهودي ((شخصيت)) انځور وړاندې كوي، دا انځور د هغې پېژندنې زېږنده ده، چې لويديځوال يې د يهودي شخصيت په اړه لري.

د يهودي رول ((چېلوك)) لوبولى، چې د يو نصراني تجار انتونيو((د بندقيې تجار)) له شرافته بده استفاده كوي. انتونيو غواړي، چې له خپل ملګري((پسنيو)) سره د هغه د محبوبې((پرسيا)) په راخپلولو كې مرسته وكړي. انتونيو له چېلوك څخه د پسنيو لپاره د درې مياشتو په نېټه قرض اخلي، خو چېلوك په انتونيو دا شرط ږدي، كه پيسې په خپل مهال را ونه رسېدلې نو چې له هر ځايه يې خوښه شوه د انتونيو له جسم څخه به يوه اندازه غوښه غوڅوي. انتونيو ومنله چې پيسې به په نېټه رارسوم او كه تاخير راغى نو هم په خپله خبره ولاړ يم. څه ګورو چې د انتونيو مالونه ټول په بحر كې غرقېږي او انتونيو لسو ته پړس وايي. هغه و نشو كولى چې چېلوك ته پېسې په خپله نېټه راورسوي. له همدې ځايه د انتونيو او چېلوك د شرط.خبره شروع كېږي، چې حل يې بيا د ډرامې په پاي كې پيدا كېږي. خو هغه څه چې موږ ته ارزښت لري، هغه په ډرامه كې ديهودي شخصيت ځانګړتياوې دي. سړى چې پر ډرامه نظر اچوي نو لاندينۍ ځانګړتياوې ترې راوځي:

۱- د زور پر مهال سخت زړيتوب

دا ځانګړتيا د چېلوك له هغه ټينګار څخه ښكاره كېږي،چې كله انتونيو او پسنيو او حتى قاضي هم د چېلوك په رانرمولو كې پاتې راځي او خبره همدې ته پاتې كېږي چې چېلوك بايد د انتونيو غوښه پرې كړي.شكسپېر د ډرامې په لومړۍ برخه څلورم څپركي كې د چېلوك سخت زړيتوب د قاضي پر ژبه داسې وړاندې كوي :

قاضي انتونيو ته: (( ستا مدعي ډېر بې انسانيته، بې رحمه او بې احساسه سړى دى))  همداسې دا منظر د انتونيو پر ژبه داسې وړاندې كوي :

انتونيو خپل ملګري ته چې چېلوك يې په محكمه كې پخلا كاوه: (( پسنيو ! دا په ياد لره چې ته له يوه يهودي سره غږېږې، تاته دا ډېره اسانه ده چې د سمندر څپې په خپلو خبرو بېرته وګرځوې، يا پر مېږې د لېوه زړه وخوږوې، خو دا ناشونې ده چې ته د نړۍ تر ټولو كلك ترين شى نرم كړې..هغه د يهودي زړه دى))

۲- له يهودو پرته خلكو سره كينه او نفرت :

دا په ډرامه كې د چېلوك دشخصيت بنسټيز عنصر دى ان چې كله كينه كول پر مال اخستنې هم وړاندې كوي.كله چې انتونيو ورته څه وخت كې د دوچنده پيسو خبره كوي نو چېلوك قاضي ته وايي : ((زړه مې اوس دا پيسې نه غواړي، زړه مې غواړي چې د انتونيو غوښه ځوړنده وويني، ځكه چې له انتونيو سره كينه زما په رګونو كې ګرځي او نفرت مې ورسره له زړه نه را ټوكېږي)).

۳- له مال سره بې انتها مينه :

شكسپېر ددې ځانګړتيا په وړاندې كولو كې بې انتها كمال كړى دى.داسې ښكاروي چې چېلوك د مال په مينه كې دومره ډوبېږي، چې د پلارتوب احساس يا  د انسايت  ځانګړې عاطفه يې بېخي وركېږي، كله چې د چېلوك لور ((ګسيكا)) د پلار مال وتښتوي او خپل مين ته ورشي، نو چېلوك خپل يهودي ملګري ((توپل)) ته وايي: (( اف، هرڅه مې له لاسه وركړل..كاش داسې څوك پيدا شي چې مړه يې راته خپو ته وغورځوي او هغه قيمتي غوږوالۍ يې په غوږونو وي، څوك به يې دلته راته اوږده وغځوي،.څوك به يې په كټ كې پرته راوړي چې يوخواته دا پرته وي او بل خواته زما مال پروت وي ؟))

وينو چې شكسپېر د پلارتوب او د مال دمينې.پرتله كوي، چې كوم يو يهودي ته ډېر ارزښت لري ؟

۴- د زور په وړاندې ذلت او خواري:

دا  ځانګړتيا د محكمې په تالار كې  د انتونيو د مدافع وكيل او  چېلوك ترمنځ  ديالوګ څخه اخستل كېږي:

- مدافع وكيل: يهودي بايد رحم وكړي !

- چېلوك : څوك يې راباندې مني ؟

-  بښنه په خوښه كېږي، په زور نه ده. بښنه د باران په څېر ده، چې د وروونكي له لوري پېرزوينه وي او د مخلوق لپاره بركت...........

دلته ګورو چې شكسپېر ددې ښكارندويي كوي، چې يهودي سړى په خپله خوښه بښنه نه كوي، بلكې په زور ترې اخستل كېږي.وروسته په ډرامه كې يهودي له هرڅه تېرېږي، ځكه چې وكيل ورته وايي چې څوك د نصراني وينه تويوي د هغه مال به مصادره كېږي په شرط كې د غوښې د پرېكولو خبره ده نه د وينې د تويولو او كه ذره هومره غوښه له معلومې اندازې زياته پرې شوه، نو يهودي به دقانون مطابق اعدامېږي او مال به يې هم ټول مصادره كېږي. يهودي چې دا هرڅه واورېدل له خپل ټينګاره تېر شو او انتونيو يې له غضبه خلاص شو خو په خوښه او اختيار نه، بلكې د محكمې په زور..

شكسپېر ددې ډرامې له لارې د يهودي شخصيت تل ته كوز شوى او ښودلې يې ده چې يهودان له خپلو ګاونډيو قومونو سره څومره سخت چلند كوي، نورو سره څومره كينه ساتي، څومره نفرت ورڅخه كوي ؟  كه درباندې بر و، نو له ټول عزته دې خلاصوي او كه پرې بر شولې، ځان ذليلوي، تحقيروي، توهينوي او ثابتوي چې دنړۍ پر مخ ترې بل ډارن او بې ارزښته قوم نشته .  

 


(١) شكسپېر( ۱۵۶۴- ۱۶۱۶ ) د انګليسي ژبې اتل ليكوال او د برتانيې ملي شاعر، چې د نړۍ خورا مشهورو ډرامه ليكونكو كې شمېرل كيږي.

(٢) د پندقيې اوسنى نومvenizia  دى. دا په ايټاليا كې يو سياحتي ښار دى، چې د ادرياتيك سمندر په شمالي ټلپګانو كې پروت دى.