ليكنه: محمدبن حسن بن عقيل موسی
ژباړه: زاهد جلالي

هغه عوامل چې دلاسته راوړلو لپاره يې مطالعه كېږي لانديني دي:

۱-كله كله يو لوستونكي ددينيوي علم دلاسته راوړلو لپاره مطالعه كوي چې دا يو څه مراحل لري او دامباح دي څه پكي نشته خوكه چيرته لوستونكی ښه نيت ولري ښايي خداي اجر هم وركړي اوعبادت يې وګرځوي پدي كې بايد لوستونكی ځينو شيانو ته ﭘاملرنه وكړي دمثال په توګه له حد نه زيات پكي وخت مصرفول چې دا مسلمان ته مناسبه نده  خصوصا هغه څوك چې دين ته ډير ملتزم وي زه داسې ډير وروڼه پیژنم چي دې طرف ته ډيره پاملرنه كوي چي ډير مهم كارونه ترې ﭘاتي كيږي.

۲-ځيني ددي لپاره هم مطالعه كوي چې دنړۍ په اړوند خپل مالومات ډې کړي چې ددي په اړوند الله فرمايي(قل انظرو مافي السماؤات والارض) ترجمه: { ووايه (اي محمده صلی الله علیه وسلم! مشركانوته) چې وګورئ چې څه (قسم عجيبه دلايل دوحدانيت) دي په اسمانونو او ځمكه كي}

ددي نه دانسان ايمان ﭘياوړی كيږي يقين يي په الله زياتيږي او په دعوتي اړخ كي مفيد دي.

۳-ځيني نوربيا ددي لپاره مطالعه كوي چي خپل ځانونه دكفارو په توطئو باندي وپوهوي اوپدي ځانونه وپوهوي چې ګمراهان څه غلطياني لري؛كومي ستونزي اسلامي امت تهديدوي.ددي لپاره داسلامي مجلو اوجرايدو لوستل حتمي دي دوي بايد له تازه ترينو اخبارو ځانونه خبر كړي.ددي لپاره چې له پرلپسي اخبارو ځان خبر كړي بايد داسلامي مجلو سره اشتراك ولري.

زما وروره داهم ستالپاره ډيره مهمه ده چې ځان له دينيوي اخبارو څخه خبر كړو, ځيني دا نيوكه كوي چې دداسي اخبار يامجلو كتل ښه نه وي چې په هغي كي فساد وي, زه هغوته وايم چې ته خو داعي يي ته بايد دا اصلاح كړي اوكه پري خبرنه يي نو څرنګه به يي اصلاح كړي.

ځيني وروڼه وايي چې كوم اخبارونه چې غلط انځورونه لري مونږ يي كتلاي نشو,داهم غټ مشكل ندي هغه صفحي چې غلط انځورونه لري دمطالعي څخه وروسته يي له منځه يوسه والله اعلم.

۴-ځيني ددي لپاره مطالعه كوي چې ديني مالومات يي زيات شي اوځان له اسلامي شريعت څخه خبر كړي اوخپل ادبيات ښه كړي,چې دا دډيرو كسانو هدف دي ځكه چې دا په دين باندي د ځان پوهولو ښه لاره ده.

۵-ځيني ددي لپاره مطالعه كوي چې خپل عقل ته وده وركړي ځان په قران ښه پوه كړي اوماثوره دعاګاني زده كړي.

۶-ځيني دتاليف اوترجمي لپاره مطالعه كوي.

۷-ځيني بيا دفقهي اوثقافتي مالوماتو دپراخولو لپاره مطالعه كوي,چې ځان له شبهو څخه وساتي اوغلطي نظريي له ځان څخه لرې كړي.

اوهرڅوك چې لږ مالومات ولري ډيري غلطي خبري مني.

۸-ځيني ددي لپاره مطالعه كوي چې ښه تحليل وكړي او د پر ځاي اوجوړونكي نقد پوهه ولري اوپه هره موضوع كي خپل نظر ولري.

۹-ځيني ددي لپاره مطالعه كوي چې فكر يي ښه شي يا په عامه اصطلاح سات يي تير شي لكه دكيسو او يا داستانو اويا شعرونو لوستل او پدي كي څه خبره نشته پدي شرط چې له اندازي څخه زياتي نشي. زمونږ سلفو به هم داستانونه لوستل,شعرونه به يي په مجالسو كي ويل.عبدالله بن عباس به چې كله درس وركاوه ددي لپاره چې د زده كوونكو زړه تنګ نشي يوه كيسه به يي كوله.

داﭘورتني فقري ديومسلمان لوستونكي داهدافو څخه وو چې ستاسومخي ته مو وړاندي كړل.

ځينو كتابونو ددي په اړوند ډيري ښې خبرې كړي دي چې بعضو ليكلي چې مطالعه هم دنورو كارونو په څير بايد دالله لپاره وشي. كه داسي وشي نو هم به يي دنيا ښه شي اوهم اخرات. په تولنه كي به لوي حيثيت لري, درزق دلاسته راوړلو لپاره ښه وسيله شي اومهمه داچې په هغه ورځ چې دعمر پوښتنه كيږي چې په څه كي يي تير كړي دابه درته دحسناتو په تله حساب شي او په ضمن كي به ناسمي نظريي له منځه لاړي شي او دين به په سمه توګه وپیژندل شي.