حق ته درابلنې مشکلات

دادعوت په حقيقت کي يوسخت کاردی،دانسان نفس طبعاً ازادي غوښتونکی دی اودين يې دغه ازادي محدودوي، دانسان زړه هرقسم نرمي اوعيش خوښوي ليکن دمذهب پابندي ورته حائل جوړېږي اوتريوې اندازې يې زيات تګ ته نه پرېږدي ، همداوجه ده چې که څوک دفسق اوګناه دعوت کوي نودادعوت دانسان له طبع سره موافق وي اوانسان دهغه لورته په دومره تېزي سره ځي لکه اوبه چې له هسکه ژوري ته بهېږي،که تاسوپه لوړځای داوبوپه اودکي غاروکړئ نوستاسوپه کتوکتوبه اوبه ترې وبهېږي اوپه يوه خندق کي به رايوځای شي خوکه ددې اوبوبېرته خېژول غواړئ نوښکاره خبره ده چې په اساني سره نه خېژول کېږي ددې له پاره به واټرپمپ راوړئ اودښه محنت اومصرف له کولووروسته به داکارپای ته رسېږي .

دغره په څوکه دبندکمرلاندي رغړولوله پاره دزيات زوراوتکليف ضرورت نشته که لږيې وښوروئ په خپله به ښکته ورغړي خوکه همداکمربيرته دغره څوکي ته خېژوئ نوډېر مشقت به برداشتوئ ،داغه مثال په انسان هم صادقېږي .

که يوبدخويه ملګری درته ووايي چې نن په فلاني ځای کي يوه ښائسته ښځه لوڅه نڅېږي نوستاسوطبيعت به دستي هغه لورته مائل شي نفسي غوښتني به موهغه لورته هڅوي په زرهاؤشيطانان به موهلته په تلومجبوروي اوتاسوبه داسي هلته لاړشئ چې وبه هم نه پوهېږئ اودنڅاځای ته به رسېدلي ياست ......... !

اوس که يوناصح وغواړي چې تاسوله هغه ځای څخه بيرته راشئ نوتاسوته به دهغه نصيحت منل،له خپل نفس سره مقابله کول،اودزړه غوښتني ردول يوځانګړی مشکل کاروي .

همداوجه ده چې دبدي لورته بلونکي دکوم ځانګړي زحمت پورته کولوته نه اړکېږي اوانسان دشيطان دپرېب په لوموکي نښلي .

ددې په عکس دنېکي اوخيرلورته بلونکي اونصېحت کونکي اړکېږي چې غټ مشقت اوتکليف برداشت کړي .

دبدي بلونکي په ټولوهغوڅيزونوسمبال وي دکومولورته چې دانسان نفس رغبت لري، لوڅي ښځي دي،دناوړه خوهشاتوتسکين دی،خوندونه اوشهوتونه دي، فردوسي ځايونه اوجنتي منظرې دي،دزړه، ليد، جسم، اونفس له پاره دډول ډول خونداخستني انتظام شوی دی .

بل لور  ته دخيراوښېګڼي له رابلونکوسره له دې پرته هيڅ نشته چې ..( دامه کوئ !..( اوهامه کوئ !..)

تاسويوه ځوانه نجلۍ په داسي حال کي وينئ چې دحسن ځايونه يې نظرجذبوي،ناصح به درته وايي چې سترګي دي بندي کړه اوهلته هلته مه ګوره ..................... !

دغه رازيوتجارښه پوهېږي چې دسودپه کاروبارکي له محنت اومشقت پرته ګټه په لاس ورځي دهغه زړه ددې نفع په خاطرهوسېږي،لېکن داعي الی الخير به ورته وايي چې دانارواده دې ته زړه مه ښه کوه اومتوقع نفع پرېږده،يعني کوم دولت چې زرترلاسه کېږي هغه ته لاس مه وروړه اوتاوان په ځان واخله .

يوخادم ويني چې خپل ملګري ته رشوت اخلي اوپه يوه دقیقه کي دشپږومياشتودتنخواه غوندي دولت ترلاسه کوي،بيادتصورپه نړۍ کي ويني چې دی خوشحاله دی اوله مودوراهيسي ولاړضرورتونه په خورا اساني سره پوره کوي،په دې کي ناصح محترم راځي او وايي چې ته داسي مه کوه اوهغوګټوته چې هغه ترلاسه کړي دي نژدې هم مه ورځه،ناصح وايي چې دې يقيني اوزرترلاسه کېدونکوخوندونوته مه ګوره ترڅوپه راتلونکي کي نه ليدونکي خوندونه په لاس درشي،داڅيزونه چې تاته ښکاري دې ته دهغوګټوپه خاطرلاس مه وروړه چې نه ليدل کېږي اونه محسوسېږي،دخپل زړه اونفس خبره مه منه بلکه ددې دواړومخالفت وکړه .

ښکاره خبره ده چې داټول به دانسان په طبع سخته تمامېږي .

اوواقعاً هم دين اودهغه احکام خورادروندباردی په خپله په قرآن کريم کي ورته ثقل ويل شوي دي

الله تعالی فرمائي :-

(سَنُلْقِیْ عَلَيْکَ قَوْلًاثَقِيْلًا) [المزمل : ۵۰]

( اې محمده r ) مونږ په تاباندي يودروندکلام نازلوو.