مومند
تنكۍ هيلې مې سوځي له ارمانه لوګي خيژي
ګوګل مې سوځېدلى له ګرېوانه لوګي خيژي
واكداره مېلمانه چې بدې سترګې نظر نه کړي
دود كړى ورته موږ دى له ايمانه لوګي خيژي
اشنا که مې د زړه په کلي راشې خپه نه شې
په لارو او کوڅو کې تر اسمانه لوګي خيژي
ملا يې درنه بوته لا خبرې ډېرې پاتې
منبر او منارې نه چې پرېمانه لوګي خيژي
بيا څو ببر سري نيمه شپه كې غره ته وختل
ښكاري چې سبا يې له كاروانه لوګي خيژي
مومنده كه نن ځان ترې لوګى نه كړې په دې پوه شه
تر عمره به له ګران افغانستانه لوګي خيژي