رالېږونكى: حافظ صديقي
بريښناليك پته: hafiz_sidiqi@yahoo.com
نېټه: 23-5-2008م
د عرش سایه به پر اووه قسمه خلګو وي.
په قیامت کې الله تعالی د عرش سايه اوو قسمه خلګو ته ورکوي، پدې وخت کې د عرش څخه ماسیوا د بل شي سایه نه وی:
١- انصاف کونکی حاکم.
٢- عبادت کونکی ځوان. د هر یوه عبادت دالله تعالی خوښ دی لیکن د ځوان عبادت ېې ډېر خوښ دی.
٣- هغه سړى چې زړه يې په مسجد کې وي، ېعنې هر وخت د لمانځه فکر ور سره وي.
٤- هغه دوه کسان چې خاص دالله دپاره محبت سره کوي.
٥- هغه سړی چې په یوازي والي کې دالله ذکر کوي.
٦- هغه سړی چې په پټه خيرات کوي، يعنې ریا نه پکښې کوي.
٧- هغه سړی چې یوه ښاېسته ښځه يې خپل ځان ته راوبولي او دی ورته ووايي چې زه دالله څخه ويرېږم داکار نکوم.
دا حديث په بخاري شريف كې روايت شوى دى.