لیکنه: نبراس الحق عزیز
الحجر الاسود (توره تيږه) سور بخون تور رنګ لري، د كعبې شريفې په يو كونج كې ځاى په ځاى شوې ده، ٣٠ ديرش سانتي متره قطر لري، اوږدوالی يې ٢٥ سانتي متره دى، په سپينو زرو پوښل شوې ده، او له ځمكې څخه د يو نيم متر په فاصله كې اوچته ده.
ابن عباس رضي الله عنه وايي چې الحجر الاسود د جنت نه راكوزه شوې ده، په سر كې له شودو او واورې زياته سپينه وه، خو د بندګانو ګناهونو تكه توره واړوله.
په ١٨-١٠-١٩٨٢م كال په الاهرام جريده كې راغلي دي چې يو بريتانوي عالم چې (ريچرد ديبرتون) نومېده د مسلمان په جامه كې سعودي عربستان ته لاړ، عربي ژبه يي هم ښه زده كړې وه، هلته د حاجيانو په منځ كې ورننووت او له الحجر الاسود څخه يې په ډېر مهارت يوه وړه ټوټه له ځانه سره لندن يووړه، هلته يې په جيولوجيكي لابراتوارونو كې تر څېړنې لاندې ونيوه، څېړنو دا ثابته كړه دغه تيږه ځمكنۍ تيږه نه ده بلكې له اسمان څخه راكوزه شوې ده. نوموړي عالم دغه كيسه په خپل كتاب (مكې او مدينې ته حج) چې په انګريزي ژبه كښل شوى دى او په ١٨٥٦م كال خپور شوى دى، كې هم ليكلې كړې ده.
په هر حال، الحجر الاسود يوه مباركه تيږه ده او نبي عليه السلام مچې كړې ده، نو ځكه يې زموږ لپاره مچې كول هم سنت دي، خو دا په هغه وخت كې چې د بل چا د په عذابېدو وېره نه وي. پيغمبر عليه السلام به عمر رضي الله ته ويلې چې: ته له جسمي لحاظه يو قوي سړی يې نو د الحجر الاسود په ښكلولو كې چې ډېر ټېل ماټېل وي خلك درڅخه په تنګ نه شي، كه بيروبار نه وه نو لمس او مچې يې كړه او كه نه نو له ليرې ورته د الله اكبر په ويلو سره اشاره وكړه او ځه ترې.
خو بايد وويل شي دغه ښكلول په دې نيت نه دي چې ګوندې تيږه چاته ضرر يا ګټه رسولى شي، عابس بن ربيعة وايي ما عمر بن الخطاب رضي الله عنه وليد چې حجر اسود ته مخامخ ودريد او ورته ويې ويل: زه پوهيږم چې ته صرف تيږه يې، چاته نه ګټه رسولى شې او نه تاوان، كه ما پيغمبر عليه السلام نه وى ليدلى چې تا مچې كوي نو ما به نه وى مچې كړې، بيا وروړاندې شو او مچې يې کړه.
په ځينو رواياتو كې راځي چې الحجر الاسود په ځمكه کې د الله تعالى بلا كيفه لاس دى، چې بندګان ورسره روغبړ كوي، نو پيغمبر عليه السلام به چې الحجر الاسود ښكلوله او ژړل به يې علماوو يې فلسفه همدغه ښودلې چې هغه عليه السلام به ورسره د روغبړ په حال كې الله تعالى ته د عاجزۍ اوښكې تويولې.
ځينې نور علماء وايي چې الحجر الاسود د هغو تيږو له پاتې شونو څخه ده چې ابراهيم عليه السلام ورباندې كعبه شريفه ودانه كړې وه، نو پيغمبر عليه السلام به دغه پاتې شوني ته د درناوۍ په غرض ژړل.
حاجيان چې له كعبې ګرچاپېره طواف كوي نو شروع يې له الحجر الاسود څخه كوي، يعنې په همدې استقامت ودرېږي او همدا يې د طواف د شروع كيدو ځاى دى.
عبد الله بن عباس رضي الله عنهما وايي: الحجر الاسود د ځمکې په سر د الله جلاجلاله بلاكيفه لاس دى چې له خپلو بندګانو سره پرې روغبړ كوي، نو هغه چا چې له پيغمبر عليه السلام سره يې بيعت نه وي كړی او له دې وياړ او افتخار څخه محروم شوى وي الحجر الاسود دې لمس كړي، چې په دې سره به يې له الله جلاله او د ده له پيغمبر صلى الله عليه وسلم سره بيعت كړى وي.
پيغمبر عليه السلام فرمايي: قسم دى د قيامت په ورځ به الله جل جلاله الحجر الاسود راژوندۍ كړې، سترګې به هم لري چې ليدل ورباندې كوي او ژبه به هم ولري چې خبرې ورباندې كوي، او د الله جل جلاله په وړاندې به په هغه چا ګواهي وركوي چې په دنيا كې يې په حقه (او صحيح نيت) لمس كړې وي.