(په تېر پسې)
ليک: دکتور ناصر سليمان العمر
ژباړه او لنډيز: نبراس الحق عزیز
د علماوو غوښې زهرجنې دي (٢)
د علماوو غوښو خوړلو لاملونه:
۱- احساساتي کېدل او غیرت: د الله جل جلاله په دین باندې غیرت او احساساتي کېدل ښه کار دی، خو که پام ورسره ونه شي کله کله سړی ورو ورو بل لوري ته اړوي، تر دې چې د علماوو غوښې ورباندې وخوري خو دی به په ځان خبر نه وي.
۲- حسد او کینه: حسد او کینه له سړي څخه ړوند او کوڼ جوړوي، د مال یا رتبې د ترلاسه کولو یا مشر ته د نژدېکت په موخه خلک په سیالۍ سره ورځي، نو ځکه خو کله کله سړی د خپل هم مسلکي ټيټه وايي او غيبت يې کوي.
سعید بن جبیر رحمه الله وايي: په علمي مسايلو کې علماوو ته غوږ ږدئ، خو که په بل عالم پسې يې خبرې کولې نو مه يې باوروئ.
۳- نفسي خواهشات: ځينې خلک ځاني او نفسي خواهشاتو او غوښتنو دېته اړ ويستي وي چې د علماوو غيبت وکړي، د خدای لپاره يې ورپسې خولې نه وي خلاصې کړې.
الله تعالی فرمايي: (ولا تتبع الهوی فیضلک عن سبیل الله) ص:۲۳، ژباړه: خپلو نفسي خواهشاتو پسې مه ځه چې له سمې لارې به دې بې لارې کړي.
۴- تقلید: ځینې خلک به مو لیدلي وي چې یو عالم پسې پروپاګند کوي، چې کله ترې وپوښتې چې تا نوموړی عالم لیدلی یا دې يې خبرې اورېدلي؟ وبه وايي چې "نه"، چې ورته ووايې بیا څه پوه شوې چې هغه دا کار یا دا خبره کړې ده؟ نو وبه وايي له فلاني مې اورېدلي چې هغه ته به يې کنځلې کولې.
۵- تعصب: د علماوو غوښو خوړلو تر ټولو مهم لامل تعصب دی، او بیا د تعصب لامل ډلې، ډلبازي، وطن پرستي، ګوندبازي... ده، کومو چې نن ورځ مسلمانان تیت پرک کړي دي.
په اوس وخت کې ځینې خلک لیدل کېږي یوازې د خپلې سیمې او خپل هیواد علماوو ننګه کوي او پرديو هغو پسې پروپاګند کوي.
۶- ځان ښودنه: یوه ډله خلک شته چې غواړي تل ځان پوه وښيي چې په اوس وخت کې ډېر زیات شوي دي، کشر هلک به وي او په لویو علماوو به نیوکې کوي. دا کار ډېر خطرناک دی.
۷- منافقت او له حق څخه کرکه: د علماوو غوښو خوړلو او هغوی پسې د پروپاګند ستر لامل سیکولرستان او دوی ته ورته نور منافقان دي، چې زړونه يې ناجوړه او له حق او حق پرستانو سره له کرکې ډک وي.
په اوسني وخت کې سیکولرستان زموږ علماوو پسې داسې خبرې کوي چې قلم ته يې له لیکلو حیا ورځي، چې دا هر څه دا په ډاګه کوي چې د هغوی زړونه له څومره بدبینیو ډک دي؟! او د پیغمبر له وارثانو سره څومره دښمني لري؟!
۸- د دښمنانو پلانونه: سیکولرستان په دې پوهېدلي چې دوی به تر هغه ښه ورځ ونه ويني چې د علماوو او ملایانو عزت او درناوی کېږي او په ټولنه کې يې نفوذ وي، نو ځکه يې د علماوو په بدنامولو لاس پورې کړی دی.
دا خبره زه له خپلې خېټې نه کوم، بلکې خپله د هغوی باوري کسانو د خولې خبره ده چې دوی علماوو پسې دغه رنګ خبرې تړي.
{د علماوو غیبت او د دوی غوښې خوړل کومې پايلې لري؟ دا به په راتلونکې برخه کې ولولئ}