په لټون ستا دڅېرې
دَ كتاب په باب
حقوق محفوظ دَ شاعرۍ دا پښتو كتاب ، چي دَ" په لټون ستا دَ څېرې" تر عنوان دلاندي په كال ۲۰۰۳ع كي چاپ او دَ افضل شوق په نامه ماركيټ كي خپور كړلى شو .. همه حقوق یې دَ شاعر په نامه محفوظ ساتل كېږي دَ كتاب په باب دَ كتاب نوم - په لټون ستا دَ څېرېشاعر - &nb
انتساب دَ كتاب
دَ پښتو دَ جدید غزل سرخېل ، نامتو محقق ، سترګه ور نقاد او دَ قدر وړ انسان سعید ګوهر او وَ پښتو ژبې ته تر هر څه ور تېر بې ساري شاعر او غښتلي نثرنګار سید خېرمحمد عارف په نوم ..... چې دَ دواړو دَ مثالي دوستۍ له برکته نه یوازي دَ اَُردو او پښتو ادب نابعهٍ عصر، اوچت شاعر او منلي نثرنګار پروفیسر ربنواز مایل په مشرۍ کې دَ لورالائي پښتو مکتبه فکر لومړۍ خښته کښېښول شوه ، بلکې دَ ګران سهېل جعفر او محمود ایاز په ډؤل بې شمېره پیاوړي شاعران او نثر لیکونکې یې هم دَ پښتو په چوپړ داسې بوخت
ډېره ډېره مننه
دَ پښتو نظم او نثر دواړو میدانونو دَ یو غښتلې ، منلې او بېخي باصلاحیته او رښتونې نقاد او شاعر مشر سلیم راز صاحب دَ ژوِرې کتنې دَپاره ، چې هغوئ له ما سره دَ یو مشر په حېثیت مینه په وار وار رقم کوي هم او ما دَ خپل بې کچه خلوص په اثر په خپلو پلونو باندې تګ ته پارَوي هم– • دَ عزتمن مشر او دَ جدید پښتوغزل سالار ، لوی محقق او نر پښتون نقاد سعید ګوهر دَ زړه له کُومې دَ کره کتنې او ماهرانه رائیو په حقله ، چې زما حوصله نوره نوره
سېلانی شاعر
افضل شوق یو سېلانی شاعر دی – دَ مزاج او طبعیت په حواله هم او دَ کار او عمل په لحاظ هم - ځکه دَ شاعرۍ فضا یې دَ ګړدې دُنیا دَ رنګونو، آهنګونو او موسمونو په اشتراک و امتزاج ځوانه ، مسته او حسینه ده – او دَ مینې په وږمو، نغمو او جذبو ویښه ، ژوندۍ او متحرکه ده - او شاعري یې دَ مزاج په حواله ځان خوښه ، خُودبینه او درون بینه ده - خو دَ رُوح او رُخ په لحاظ عالمګیره او دوربینه ده – چې حقیقت او رومانویت په کې یو بل ته تر غاړه وتې دي - رومانوي
افضل شوق ـ ـ ـ ـ ـ دَ جمالیات شاعر
( امکان لري چې دا مجازي مینه حقیقي وګرځي )زه ګران افضل شوق سره له تېرو پنځویشت کلونو څخه دَ مینې ، اخلاص او ورورولۍ نزدې تعلق لرم - دَ ده ټول شعري ، ادبي ، فني او فکري سفرزما په مخ کې دی - رښتیا خبره ده چې زما دَ نسل دَ شاعرانو راپس چې کوم ځلمیان وَ شعر وادب ته را داخل شوي دي ، په هغو کې دَ افضل شوق نوم خپل څرګند شناخت او جوت ځای لري - چې دَ خپل کار او زیار په حواله په وار وار ستائیل شوی دی - دَ هغه اولنۍ پښتو شعري مجموعه ّ شلېدلی امېل
دَ سلو یار
( افضل شوق دَ امن او سوکالۍ په لټون دی )زما او دَ افضل شوق لیدل کتل اتفاقي وشو- زه عنایت الله ضیاء سره ناست وم چې دوئ راغله او ضیاء ووئیل چې ګرانه! افضل شوق صاحب دی – علېک سلېک سره یې راته کوُوز پاس کتل لکه چې هغه څېره یې نه وي لیدلې چې کومه یې لیدل غوښتل - په دې خبره مو ډېر ګپ ولګولو- دَ افضل شوق نوم ما ډېر ځله اورېدلی وو- ّ اووه ګامه مزل ّ کتاب یې هم ما لوستی وو – په کې دَ ډېرو ملکونو ذکر دی او دا کتاب سفرنامه ده -
دَ ښکلا لټون
افضل شوق دَ ایډیال او معشوق لټون کوي ښاغلی افضل دَ ادب دَ لیلا مئین دی او دَ مینې په دښته کې یې دَ شوق کیږدۍ جوړه کړي ده - پر دې دښته دَ ښکلا قافلې ځي او راځي او شوق دَ ښکلا کرشمې ترې راټولوي - کله کله خو دَ شعر دَ پرۍ دَ غاړې امېل ترې دانه وانه کېږي او شوق په ډېر شوق دَ شلېدلي امېل دانه دانه ملغلرې راټولوي - دَ ادب دا لېونی او لالهانده مجنون دَ شوق دَ پریانو خولۍ پر سر ږدي او دَ ښکلا اووه ګامه مزل کوي –اوس نودا دی ّ په لټون ستا دَ څېرې&
افضل ـ ـ ـ دَ خپل شوق په پړاؤ
یو خیالي ، ورک ـ ـ ـ خو مثالي لارَوی ّدَ افضل شوق سره زه دَ هغه دَ فن په حواله ډېره موده وړاندې آشنا شوې یم - کله چې مې دَ ده وړمبۍ شعري مجموعه ّ شلېدلی امېل ّ اولوستو، نو دَ دغه کتاب په ټولو نظمونو کې ما دَ یو نوې انسان، نوی فکر او نوی لټون محسوس کړی وو - دغه وجه وه ، چې ما دَ هغه په ټولو نظمونو کې هغه دَ یو ریښتوني، سپېڅلي فنکار په څیر دَ فن په ښائیسته او حسینو جزیرو کې په یو نامعلومه لټون سر محسوس کړی وو - خو کله چې دَ هغه ّ اووه ګا
دَ ښکلا انځورګري
( شوق سره دَ ډېرو ناهیلو ، ناهیلی نه دی )په لټون ستا دَ څېرې دَ سلو یار شوم ّ ....... هسې پخوا مې هم دَ افضل شوق شعرونه لوستي وو ، خو په ّ اووه ګامه مزل ّ کې هم په دغه نوم یو شعر ّ دَ سلو یار ّ راترسترګو شوی وو ... ګوا زما تر اوسه دَ شوق دَ ځینې نورو نظمونو رنګه دا نظم هم په یادو په زړه دی - بیا یوه ورځ داسې هم راورسېده چې دَ شاعر ناچاپ اثر همدغه ّ په لټون ستا دَ څېرې&nb
لږي ترخې ـ ـ ـ ډېري خوږې خبرې
دَ یو چا ، چې دَ ژوند دَ نورو خوږو او ترخو لمحو دَ ګاللو په چپه لا هم زیاتره وخت په لاره وهلو، او دَ سفر سامان یا بستره تړلو راتړلو کې دَ مشغلې یا وچي کلکې مجبورۍ په ځیر تېرېږي ... نو حقه خبره ده ، چې دَ هغه چا ناسته پاسته ، روئیه او ښکاره بڼه څه ... وایم چې دَ دننه سړی به یې لا هم دَ نه غوښتلو په چپه لږ ډېر دَ سوچ او فکر یا اپروچ په اړه تر هغو خلګو زما په ناقصه خیال چې بېل او بدل وي .. چا ، چې ټول عُمر په ځان ځان کې فقط دَ ځان دَ پاره یا مکان کې تېر کړی وي – زما مقصد دل
نظم ۱ ـــ ّحمد شریف
نظم ۱ ـــ ّحمد شریف ّ دَ غرضي فطرت له جورهدوزخي ښکلاؤېکه څه هم بیا بیا غولوَي مادَ شېطان په لارو،خو، لویه ربه!ستا له ستر عظمته شمه لوګی،چې په ګُناه پسې ګُناه پرته مې هم توبه لاقبلوې ته ،چې څنګه زه په سجده شم درته¬¬ــــــــــــــ( اسلام آباد ... ۲۰۰۲ع)نظم ۲ ـــ ّ یا محمد صلی الله علیه وسلم ّ دَ وخت له جوره چې پُرهار پُرهار شماو هر پُرهار لکه غوټۍ چې ګل شي دړدمنې څړیکې مې اخته کړي په وٍیر
نظم ۱۱ ـــ ّ اوس ټپَرېږه ، دَ یو ورک لارَوي غوندې ، ځکه ...
نظم ۱۱ ـــ ّ اوس ټپَرېږه ، دَ یو ورک لارَوي غوندې ، ځکه ... ّ چې کله تا تړله ملاپه لُومړي ځلسفر ته ....په کار خو دا ؤ،چې خبر وای ښه په دې هم شوقه!چې کومه لاره ته وهېهغه به مختهیو ورځ ...په داسې لارو باندې هم تا سمَوي، چې بیا به ...دَ کور په لورې بې لارښودهراغبرګ نه شې کله ــــــــــــــ( کولمبو - سري لنکا ... ۱۹۹۴ع)نظم ۱۲ ـــ ّ اُوف کو
نظم ۲۱ ـــ ّ بې اظهاره مینه ّ
نظم ۲۱ ـــ ّ بې اظهاره مینه ّ خبره دا نه،چې په ما به ته مئينه نه یېیا به کومهزه په تا او ستا په مینه کې شکخبره دا ده، چې دَ مینې دَ دستور په سمهراکوې مینهخو، دَ مینې ته اظهار نه کوېــــــــــــــ( ډائرۍ پاڼه :- کارډیف ، وېلز برطانیه ... ۱۹۹۶ع / نظم :- کوئټه ... ۱۹۹۷ع) ( غزل ـ ـ ـ ۲ ) بې پښتو دي پښتانه په اور پسې شيمرګ او ژوند دي بې نامه په
نظم ۳۱ ـــ ّ پښتون کله منله ماته
نظم ۳۱ ـــ ّ پښتون کله منله ماته ّدلته مې ګُل چې شوهغُوټۍ دَ زړګيهلته ما هم دَ ځناورې ځوانۍپه دُرشل باندي خپل لومړي ګامونهڅه دَ فاتح په حېثیت کښېښول ؟چې دَ ژوندون کوربه غمونو داسېپه ما څاپېړې کړې راسمې ، چې اوسله هغې ورځې .... تر دې دمه پورېتنده دَ رُوح که ماتوم په اوښکوخو دَ زړه ګُل هم رېږېدو ته کلهپرېږدمه نه ، ځکه چېزه پښتون یم او پښتنو کله منله ماتهــــــــــــــ( کوئټه ... ۱۹۹۲ع)نظم ۳۲ ـــ
غزل
ټول وجودونه محسوسېږي کاڼېکه وخت آخر شو ، چې ژغېږي کاڼې یو مې تر پښو دلاندې مځکه سوځيبل له آسمانه را ورېږي کاڼې څوک په غوښین وجود بې حسه دېوالدَ چا په آه باندې ویلېږي &nbs
نظم ۵۰ ـــ حقه دا، چې که حق وایم ـ ـ ـ خفه کېږې
نظم ۵۰ ـــ حقه دا، چې که حق وایم ـ ـ ـ خفه کېږې ّ که هرڅو مې خوُرې په مینه قسمونهشک دې نه شته په اخلاص کېخو ، اشنایه! اعتبار درباندې ځکه کوی نه شمچې تر تا له مخه هم سلو یارانوکه څه هم داسې وئيلو خو نن نه شته ــــــــــــــ( لندن ... ۱۹۹۶ع)نظم ۵۱ ـــ ّ خپل ـ ـ ـ خو، لکه پرېدی ّ منم به څنګه؟چې ته هم زما په غم اخته یېزما په رنګه چې په ویښه لا څه،په خوب کې هم له
نظم ۶۰ ـــ ّ څوک په حق او څوک ناحقه ؟
نظم ۶۰ ـــ ّ څوک په حق او څوک ناحقه ؟ ّچا ، چېپه حقه پورته کړی ؤژغاو په مرمۍ مرمۍ یې لیک ؤ اللههغه عسکرنن دَ غزا په جنونځیګر دَ چا ، چا چې پژَيلګیا دی ،هغه هم پور په نوم دَ خدائی پرې کويــــــــــــــ( دَ پېښور په لور په سفر کې ، تترخېل ته نیږدې ... ۲۰۰۲ع)نظم ۶۱ ـــ ّ څوک دَ چا په لټون ؟ ّ ما به ځان او زړهڅپړَلو ورته چې ما ته هغې نابلدې جنۍله
نظم ۷۰ ـــ ّ دَ افغاني غمو خوړلیه مسیحا!
نظم ۷۰ ـــ ّ دَ افغاني غمو خوړلیه مسیحا! ّوایه !ستا دَ زړه له سره غمرازیانېزړخوښیانېاو په سترګو کې ولاړېدغه اوښکې ستا دَ مکر به اوس څنګه؟دا زَپلياو پُرهار پُرهار وګړيبیرته ښاد او روغ رمټ کړي پخوا غوندېچې هم ستا له لاسهدي خو ژوبل شويــــــــــــــ( دَ لورالائي کټوۍ مهاجر کېمپ په لیدو ... ۲۰۰۲ع)نظم ۷۱ ـــ ّ دَ انساني فطرت په سمه ّ چې له دې مځکې څخه
نظم ۸۰ ـــ ّ دَ ژغ څېره ّ
نظم ۸۰ ـــ ّ دَ ژغ څېره ّهغه څېره چې ما په سترګو کله دَ درست جهان څېرو کې وَ نه لیدههغه څېره لاکن په هغه بڼهدَ ټېلیفون په وسیله وَ ما تهدَ خپل زړګي په پُرهارونو کې اوسدَ خوږو څړیکو په رٍدم کې راتهپوهېږم نه چې محسوسېږي څله؟چرته زما شاعرانه جذبې خودَ سُر او تال په افسون نه شوې لاهُو ،که یَه ...هم دا خبره نه ده ، نوبیادغه زما په رنځ رنځوره جنۍچې ځانته زما یَو پرستاره واي
نظم ۹۰ ـــ ّ دغه دي مینه ، که ادا وَ ګڼم ؟
نظم ۹۰ ـــ ّ دغه دي مینه ، که ادا وَ ګڼم ؟ ّچې تر خپلوراڅپَړې تړلي ګنډې ،زما په زړه کېداسې خیال کړي سر راپورتهلکه زه چې ديوَ زړه ته له پخوا لاتېر ایستلی وم په مینهخو، په پټه ...لاکن بیرته حق حېران پاته په دې شم ،چې ته څنګه وَ خوُرې ماتهزما له سترګونو، خبرې هم په بله واړَوې ته ــــــــــــــ( کوئټه ... ۲۰۰۲ع)نظم ۹۱ ـــ ّ&n
نظم ۱۰۰ ـــ ّ دَ مفلسۍ په جُرم
نظم ۱۰۰ ـــ ّ دَ مفلسۍ په جُرم ّما چې یې نورو ته مثال ورکوئهغه په ما باندېمئینه لا هم ، لاړه په بله ... تش په دې خبرهچې ، زما تر جېبه غزَولی لاس یېځانته لا نه ؤ سم غبرګ کړی خاليچې ، زما په نوم یې وَ لیکله کرَ که او دَ بازار په لور یېمخه وکړهــــــــــــــ( ډائرۍ پاڼه :- پتایا بیچ ، تهائي لېنډ ... ۱۹۹۴ع )نظم ۱۰۱ ـــ ّ دَ موزارټ په
نظم ۱۱۰ ـــ ّ زړه چاؤدې سانحه ّ
نظم ۱۱۰ ـــ ّ زړه چاؤدې سانحه ّ ( دَ ډاکټر نجیب په ناروا قتل ) مړ به شم زهخو، زما به هېره نه شيدا واقعه زړه چاؤدې چې ګاونډیانو مو آخر هم لوبهدَ خپل وحشت چې رسَوله سرتهنو، په ښادۍ کې یې په ځای دَ پُسونو،دَ پښتني دود او دستور په چپهکړو راځوړند هغه سپین ږیری مشرڅوک چې دَ امن پیامبر یادېدوچا ، دَ دوئ تر منځه صُلح غوښته ــــــــــــــ( کوئټه ... ۱۹۹۷ع ) ( غزل ـ
نظم ۱۲۱ ـــ ّ ستا دلاس مړی به په تا پسې وي
نظم ۱۲۱ ـــ ّ ستا دلاس مړی به په تا پسې وي ّ دَ ورو په وینو اې ککړ انسانه!اې دَ ضمیر په اړه مړ انسانه ! *** تا &nbsp
نظم ۱۳۱ ـــ ّ عجیبه ګلوبلائزېشن ـ ـ ـ ؟
نظم ۱۳۱ ـــ ّ عجیبه ګلوبلائزېشن ـ ـ ـ ؟ ّ څوک چې نړۍ تهنوم دَ کلي ورکوي ... او وائيّ ټول هېوادونهپه محلت کې دَ کورونو په څیر،باید چې خپلو کې دَ تلو راتلو غوره کړي لارې ّخو حقه دا ، چې هغوئ خپلهپه ښارونو لا همدي جارباسلي دېوالونهپه دې نیت ، چې چرتهیَو مسافر دَ دوئ په لورېلاره نه کړي خطا ....ــــــــــــــ( ډائرۍ پاڼه :- چېسټر ّ انګلېنډ&nbsp
نظم ۱۴۱ ـــ ّ ګیله ـ ـ ـ لاکن له چا ؟
نظم ۱۴۱ ـــ ّ ګیله ـ ـ ـ لاکن له چا ؟ ّ زه به ګیله دلته له چا کومه ؟زَما چاپېره ، هغه خلګ اوسيچې زما یې څومره زړهخپلوۍ ته غواړيهغوئ هم دومره له ما لیري ځغلي ،ځکه چې زه ورته دَ زړه په ربابنغمې دَ مینې ژغوَم ، لګیا یم او دوئ پیسو تهپه هر ډهول ګډېږيــــــــــــــ( تهیم :- سان مرینو ... ۱۹۹۶ع / نظم :- تاندواني ... ۱۹۹۷ع) ( غزل ـ ـ ـ ۱۳) لا مې