نظم ۹۰ ـــ     ّ دغه دي مینه ، که ادا وَ ګڼم ؟  ّ
چې تر خپلو
راڅپَړې تړلي ګنډې ،
زما په زړه کې
داسې خیال کړي سر راپورته
لکه  زه چې  دي
وَ زړه ته له پخوا   لا
تېر ایستلی وم په مینه
خو، په پټه ...
لاکن بیرته  حق حېران پاته  په دې شم ،
چې ته څنګه وَ خوُرې ماته
زما له سترګو
نو، خبرې هم په بله واړَوې ته
ــــــــــــــ
(  کوئټه   ... ۲۰۰۲ع)
نظم ۹۱ ـــ      ّ  دغه زَما ، هغه دَ دوئ مجبوري  ّ

په هلو ځلو
دَ لوُمړي نمبر مې
په درځنو یاران په دې وَ بائیلل
چې نه خو
دوئ رابېلېدل له ډلو
او نه زه
خپله درېدلی شومه
دَ اشنایانو په قطار کې ورته
ــــــــــــــ
(  پېښور ... ۲۰۰۲ع )

نظم  ۹۲ ـــ      ّ دَ فرعون سره دَ شوي قول په سمه  ّ

دا كېدی شي
چې په ورځ دَ حساب دغه
دَ رښتيا په تول پوره وتلي خلګ
دَ انصاف په جوارۍ كې دوزخونه
اوګټي په دې خبره ، چې بې صبرو
دَ خالق دَ يو جنت په سر
ځان ځانله
دَ دروغو جنتونه دومره جوړ كړل
چې اوس حُورې په كې
باړ دَ جنتي ژوند
ماتوَلو ته جوګه ښكاري هر لوري
ــــــــــــــ
(  دَ مونټي کارلو دَ یوې مشهوره کاسینو دننه او دباندې ماحول تر اثر دلاندې غوره شوی تهیم  ... مناکو ، ۱۹۹۶ع  / نظم :-  کوئټه  ... ۲۰۰۰ع )
نظم ۹۳ ـــ      ّ دَ فرعون لوُر  ّ

" دَ جلال او دَ جمال توان به مې شوقه!
وايه .. څنګه ته راوړې په خوار غوښين زړه؟
زه يم لُور دَ فرعونانو
او په ما كې
دَ هغو دَ ويني جوش او ولولې لا
په غورځنګ لكه څپې دَ رودٍ نيل دي"
تنا وزمه دا خبري يې لا څه چې
په موسكا يې برېښناګانې پړكولې
په خندا يې تندرونه غورځولو
هم كږو كتو يې لا دَ نظر غشي
دَ ږليانو په حساب را تاوَولو،
حقه دا،چې دَ ځوانۍ زور او له كبره
دَ لمبې په شان دَ اور به وشېدله  
ځنګېدله .. غوړېدله
هن تر دې چې
غزېده به لكه مار، خو
 ماره نه وه
هو، دَ مار تر سيورې لاندې دغه پېغله
بله څوك هم نه
هغه قلوپطره وه، 
چې په رُوح راورېدله له پېړيانو
او په ما يې دَ عمرونو واټنونه 
دَ وصال وَ دې ساعت ته  ؤ سر كړي،
ځكه ما كې هم سيزر كړو سر راپورته
په ليدو دَ هغې وركې ملائيكې
او دَ ميني عسكري جذبې مي واړه
دَ هغې په فولادي زړه شوې ورماتې
او بې غاله چې راماته شوه په عجز
زه يې هم په حاكم ځان،      
 ځانته مرئيی كړم
 او دَ عشق دَ تقاضو په سمه دواړو
 يو ځل بيرته
فرعوني تاريخ ژوندی كړو
ــــــــــــــ
( قاهره -  مصر ... ۱۹۹۷ع)
نظم  ۹۴ ـــ      ّ  دَ کُوټل شوؤ احساساتو په تول   ّ

وایمه دا ،
قیامت کېدی شي
راشي   ....
خو، دا خبره هیڅ امکان نه لري
چې پښتانه به هم په نره کله
لکه سړي
ژوند ته لستوڼي  غړَي
 یا به په هېره
پښتو هم درَنوي .... ؟
ــــــــــــــ
(  ژوب  ... ۲۰۰۲ع )
نظم ۹۵  ـــ     ّ دَ لارښود په مرګ  ّ

چا، چې وَ ماته
بندي لارې پرانستلې دَ ژوند
چا، چې وَ مخ مخته
په تګ زه پارَولم همېش
نن دَ هغه  دَ ګور وَ سر ته یم
ولاړ په دُعا
اوښکې مې  څاڅي که له سترګو
خو، زړه ژاړي په دې ،
 چې دَ ژوند کډه به له دې څلي
په کومه وړم اوس
دا چې ، دَ مړو سنختو ولاړې
شاوخوا دي راته
ــــــــــــــ
(  لورالائي  ... ۲۰۰۲ع )
نظم ۹۶ ـــ      ّ دلته سودا ده ، دَ حا ضرو سترګو  ّ

کله په ځان باندې غره شم په دې
چې زه به هم په خپلو ګران یم داسې
لکه دا زه ، چې
پرې غوَړېږم په جار  ...
خو، بیا چې کله مې نړاند قبرونه
دَ هدیرو راته په زړه شي څنګه
ما ته خپل ځان
دَ دوؤ پیسو ښکاره شي
ولې چې مړه
دَ ژوندي سرو په سر
په پښتنو کې وي بې قدره مُدام
ــــــــــــــ
(  له زیارت څخه دَ کوئټې په لور په تګ کې  ... ۲۰۰۱ع )
نظم ۹۷ ـــ     ّ دَ لمر، سپوږمۍ ، مځکې مجرم ګلیلئيو!  ّ

کلیسا دَ جهالت دَ زمانې ، چې
تور به تا څنګه تپَلو
هم هغسې ،
دَ دې وخت عادلان  هم په پټو سترګو
ما مجرم ځکه ګڼي
چې، رڼا خوُرمه ،
رڼا اغوندم او اوسم په رڼا کې
لکه   ورځ
چې وي روښانه په لمر باندې ..
او یا هغه شپه
چې رُوڼه په څراغ وي
ــــــــــــــ
(  تهیم :-  دَ اټلي په فلورینس  ښار کې دَ سېنټ کروس په چرچ کې ، چې چرته دَ سر ګلېلئیو تابوت / قبر دی  ... ۱۹۹۶ع )

 

نظم ۹۸ ـــ     ّ  دَ مائیکل اېنجلو دَ لغَړې مجسمې په وړاندې  ّ

دَ بُتانو په جوړښت کې
لاهوُ شویه سنګ تراشه!
تا وَ چاته ساه ور نه کړه
نه یَو بُت وَ ژغېدلو ،
که څه هم هغه موسی ؤ ،
فرښته یا دَ شېطان بُت ،
خو ، نن ګوره ته هم بُت شوې
تراشل شوی په لاسو خپل
خو ، بیا هم مړ نه شوې ځکه
چې ، اعضاؤ کې دي ژوند لا
سنجَوي دَ یورپ پېغلې
او سلام لره هر کله
درته ځي راځي په ډلو
ــــــــــــــ
( تهیم : -  فلورینس  ، اټلي ۱۹۹۶ع  /  نظم : -  لورالائي  ... ۱۹۹۹ع )
نظم ۹۹ ـــ      ّ  دَ مقدسه ښار فرېبي ژوند  ّ

چرته
چې فرېب هنر ګڼي خلګ
هلته
مینه وینه څه ؟
اقدار لا هم ،
پاي په اغراضو باندې داسې تل
خاص لکه دَ روم مستې انجوني چې
 بې له سرو او سپینو
که بل څه غواړي ،
هغه  ... مدهوشي ده
یا  توده غېږه