نظم ۸۰ ـــ     ّ  دَ ژغ څېره   ّ
هغه  څېره
چې ما په سترګو کله
دَ درست جهان څېرو کې وَ نه لیده
هغه څېره
لاکن په هغه بڼه
دَ ټېلیفون  په وسیله وَ ما ته
دَ خپل زړګي په پُرهارونو کې اوس
دَ خوږو څړیکو په رٍدم کې راته
پوهېږم نه
چې محسوسېږي څله؟
چرته زما شاعرانه جذبې خو
دَ سُر او تال په افسون نه شوې لاهُو ،
که یَه  ...
هم دا خبره نه ده ، نوبیا
دغه زما په رنځ رنځوره جنۍ
چې ځانته زما یَو پرستاره واي
کېذلی شي ... ،
چې  هم هغه پېغله وي
چې لا تر اوسه یې
پلؤ دَ حیاء
له خپله مخه لیرې کړی نه دی
ــــــــــــــ
( کوئټه  ... ۱۹۹۰ع)
نظم ۸۱ ـــ      ّ  دَ ژوند سوال ، ځواب هم سوال  ّ

هرڅه هرڅه دی
خو بیا هم
دغه ژوندون خارمړی
دی هغه سوال
چې په ځواب کې لا
بلا سوالونه
زېږَوي څه چې ،
موږ هم تل په امتحان کې ساتي
ــــــــــــــ
( تیپازه  ، الجزائر ... ۲۰۰۰ع)
نظم ۸۲ ـــ     ّ  دَ ژوندون څېره  ّ

ستا دَ څېرې تکمیل چې څنګه وکړم
ما اندېښنې په سر لا نور هم واخلي
او شمه بوخت په رنځ دَ هغو څېرو
چې تصویرونه یې خوندي لرمه
زه دَ یادونو په البم کې اوس هم
  هغه څېرې
په شمېر سلګونو څېرې
دَ بېل بېل رنګ
بېلو نسلونو څېرې
هغه څېرې چې فقط نه وې څېرې
هغه څېرې
هغه پې مخې څېرې
غلط به نه یمه ،
که وَوایم، چې
هغه څېرې نه، آئينې وې ټولې
چې ما هم ته په کې لیدلې  مُدام
هغه څېرې نه وې،
ؤ څلي دَ لار
چې ستا دَ ښکلي مخ په لور یې اشنا!
زما دَ خیال راهنمائي کړی ده
زه یې تر تا در رسَولی یمه
زه یې په تا پورې تړلی یمه
اوس که څه هم
په ایکي یَو وجود لا
زه په څو لارو وېشل شوی ښکارم
خو، ستا څېره
ستا نازنینه څېره
زما دَ سکون
زما دَ ژوندون څېره ده
ــــــــــــــ
( دَ پېښور په لور په سفر کې  ... ۲۰۰۲ع)
نظم ۸۳ ـــ     ّ دَ سړیتوب په اړه پړَه وروره !   ّ

څومره اشرف المخلوقات دی انسان .. ؟
دَ دې ځواب
راته زړه راکړو هله
چې، ما په خپلو ګناهګارو سترګو
تر محلتونو هم ښائيسته هدیرې
دَ بختَورو
وَ لیدلې هلته ،
چرته چې ستا په خیال
دَ کُفر راج دی
ــــــــــــــ
( ساراګوسا ،  سپېن  ... ۱۹۹۶ع)
نظم ۸۴ ـــ     ّ  دَ سلو یار  ّ

څوک چې ګوري راته
وایم، دا به ته یې
څوک چې خاندي راته
وایم، دا به ته یې
دا به ته یې
دا به ته یې
دا به ته یې
بس په دغه رنګه
زه په   ّ دا  ّ  او   ّ دا  ّ  کې
په لټون ستا دَ څېرې
دَ سلو یار شوم
ــــــــــــــ
(  دَ کراچۍ څخه دَ بنکاک په لور په  هوائي سفر کې  ... ۱۹۹۴ع)
نظم ۸۶ ـــ     ّ دَ شملې په نوم چې موږ نن  ّ

په  وړو  وړو خبرو
که سرونه په لاسو ږدو
نو، کاسو کې دَ سرونو
خو، سرې وینې هم څیښو موږ ،
غرض دا چې که موږ څه هم
انسانانو ته مُونېږو
خو، په پټه په فطرت کې
له هرڅه پرته
والله چې
سړي خوره حېوانان یُو
ــــــــــــــ
( دَ پېښور په لور په سفر کې  .. لکي مروت ته نیږدې  ... ۲۰۰۲ع)
نظم ۸۷ ـــ     ّ  دَ شېکسپئیر دَ مجسمې  په وړاندې  ّ

 ستا له عظمته انکار کُفر ګڼم
خو، بیا دي هم چې ترانې ته څنګه ،
خُله جوړَومه
نو ، اروا دَ خوشحال
زما ضمیر په کاڼو وَلي ځکه
چې ما یې حق څه ؟
نوم په سمه لا هم
په باباګانو کې لیکلی نه دی ،
او دلته ته یې
چې تراشلي بُتان
ستا دَ ډرامو دَ کردارونو لا هم
تا وَ عالم ته
په بیا بیا یادَوي
ــــــــــــــ
( تهیم  : -  سټراټ فورډ . انګلېنډ ۱۹۹۶ع / نظم :-  کوئټه  ... ۱۹۹۷ع)

نظم ۸۸ ـــ     ّ دَ ښکلي ژغ مظلومې څېرې  ّ

نن یې په سترګو کې
دَ ژوند په ځای مرګی نڅا کړي
او په تندیانو کې یې هم
لا  نرۍ ګوُنځي دَ وٍیر
یَو یَو داستان
دَ ظلم جبر که لیکلی برېښي
نو، هغه خُلې هم
دَ سندرو او اشعارو په ځای
ژړَوي غم
او په سُلګیانو باندې داسې سر دي
چې زما په زړه کې یې
دَ ژغ هغه خیالي څېرې  لا
که څه هم شته
خو، ښکاري نه سترګو ته هغسې اوس
کومې چې ماته پخوا هره شپه
کابل رېډیو
ناستي دَ باد په اوږو
بیا بیا رالېږلې څه ، چې
زه یې له ځان سره هم
خوب وَ جزیرو ته بوتلم
ــــــــــــــ
( په افغانستان کې دَ حق او دَ جهاد په نوم  دَ جوړ شوي ځناوري غوبل ورسته دَ کابل راډیو دَ ځینو خوږ ژغو اناؤنسرانو او سندرغاړو  وَ پاکستان یا یو نیم بل هېواد ته دَ هجرت کولو سم دستي  دَ هغوئ حالت زار په لیدو  ... یا دَ هغوئ په در پدرۍ له یو بل  څخه  خبرېدلو ورسته دا نظم وَ لیکل شو -  پېښور ... ۱۹۹۹ع)
نظم ۸۹ ـــ     ّ  دغې رښتې له به نوم څه ورکوؤ ؟   ّ 
 ( یوه ریښتونې کیسه  )

خاوري په ځان رابادَولو ورسته
چې څنګه ما
تندی په قبر کښېښود،
دَ ځواني مرګ زُوی
اروا واي راته  ....
مه کوه وٍیر په ما بابکه پلاره!
زه اوس بزګر نه
شهزاده یم  ...
راشه
زه به  دي لاره په کعبه کې ګورم ،
دومره وئیل  ؤ ....
چې زاړه افغاني
سترګې کړې پټې ...
په سُلګیانو سر شو
او رَپېدلي  ...
کپَېدلي ژغ کې
وائي ... بیا هغه ورځ هم راغله په ما
چې په لټون دَ شهزاده بچي مې
دَ خدائی په کور کې په ژړا باندې سر
هغه شېطان هم وَلیدو
اې ځوانه!
چا، چې له ما سره بازۍ کولې ،
په یوه غولي
چې ماشوم ؤ کله
خو، اوس نیولی دی په خون دَ هغه
چا، چې به  ده ته ګل کاکا وئیلو
ــــــــــــــ
( دا کیسه په  محمدخېل مهاجر کېمپ  ، پنجپائي کې یوه زاړه افغاني ورور راته کړي وه، چې ما یو څو ورځې ورسته نظم کړه  ... ۲۰۰۲ع )