نظم ۷۰ ـــ     ّ دَ افغاني غمو خوړلیه مسیحا!   ّ
وایه !
ستا دَ زړه له سره غمرازیانې
زړخوښیانې
او په سترګو کې ولاړې
دغه اوښکې
 ستا دَ مکر به اوس څنګه؟
دا زَپلي
او پُرهار پُرهار وګړي
بیرته ښاد
او روغ رمټ کړي پخوا غوندې
چې هم ستا له لاسه
دي خو ژوبل شوي
ــــــــــــــ
( دَ لورالائي کټوۍ مهاجر کېمپ په لیدو ... ۲۰۰۲ع)
نظم ۷۱ ـــ      ّ دَ انساني فطرت په سمه  ّ

چې له دې مځکې څخه
پاس تر شنه آسمانه پورې
بیا له سپوږمۍ څخه هم
رَ ک تر هر هر ستوري بېلي
دَ سرې او شنې په شان
که پرانستل شوې لارې لا هم ،
خو دا نړۍ
او په نړۍ باندې مېښته خلګ به
دَ رنګ او نسل
یا مذهب او دَ وطن په نامه
دغسې ښکاري
وېښل شوي غرضي کرَکو کې ،
هم به یې وي ولاړ
تر منځه دېوالونه  .... ځکه
چې چرته وَ نه داړي دغه ځناور
خپلو کې
ــــــــــــــ
( راولپنډۍ  ... ۲۰۰۱ع)
نظم ۷۲ـــ      ّ  دَ بابا خوبونه هم واړه دروغ شول  ّ

نه   هغه  پښتون   دی   ،   چې  بابا  په  خوب  لیدلی    ؤ
نه    هغه    ژوندون    دی  ، چې  بابا  په  خوب  لیدلی ؤ
هغسې     تر     منځه     مو     ولاړ     دَ    انا    غرونه    دي
لا ،   هغه  بېلتون  دی  ،  چې  بابا  په    خوب   لیدلی ؤ

***

یو    دَ    بل    دَ    لاسه   موږ   په  لمسه  دَ  اغیارو     مرو
نه    رسېږو    موږ     تر     منزلونو    او   په    لارو      مرو
لا    هم     هغه    موږ    یُو  او   زموږ تر میانه هغه جنګ
څه    هم    که    بې    واره   دَ   انګرېز   په   هتهیارو  مرو

***

زموږ    له    جوره    خویندي    نن   اکثره بې مړو ګرځي
زموږ      په     لټون    میندې  هم همېش په ادیرو ګرځي
ښار      دَ    ژوندانه    مو     دی     پرېښی    وَ   اغیارو ته
موږ   ګرځو  په  غرو  کې  او  مرګۍ مې په سرو ګرځي

***

ناوې    دَ      پښتو    مو     تر     مرۍ    خپله    نیولې    ده
بیا   مو خپل     دَ   لاسه    سپېرو  خاورو ته سپارلې ده
اوس که یې په  اوښکودَ ګور سنختې لا هم  پرېمنځو
مړه    آرزو     وَ    سر    ته       په     ژړا    چا   رسَولې    ده؟

***

څوک  چې زموږ  غوښې  په  مزه  مزه   دَ   زړونو خوُري
څوک  چې  زموږ    وینې  په  کاسو کې دَ سرونو څکي
لا    هم   یُو   دَ    ښو   په   تمه  ناست  وَ    هغو  خلګو   ته
څوک  چې جنازې  راته  په  ملا  دَ   خپلو  وروڼو   ږدي

***

ژوند که په سپیتانه  وي ، نو  وایم چې مرګی ترې ښه
ننګ که په سړي کې نه وي  وایم چې نر سپۍ ترې ښه
پت  ،   ښېګړه  ،   توُره  او   وفا   چې   شوقه!    نه   لري
اور  دي  په  هغه  پښتون  پسې شي، فېرنګی ترې ښه
ــــــــــــــ
( کوئټه   ... ۱۹۹۵ع)
نظم ۷۳ ـــ      ّ دَ پرونۍ څېرې په لټون  ّ

هغه هنداره
زما دَ سوچ هنداره
هغه هنداره
زما دَ خوب هنداره
چې یو څېره یې په ما تل لیدله
داسې څېره
داسې ژوند وزمه څېره
چې هم مې خپله وه ،
هم خپله نه وه
ځکه خو ما به په هنداره باندې
دَ تجسس او دَ حسرت منګولې
په مینه مینه لګولې مُدام
په دغه نیت
چې زه یې وَ پېژنم
لا یې دَ خان په باب څه وَ ژغوم
خو ، دَ نصیب لکه چې نه وه خوښه
چې یوه ورځ
هغه وړه هنداره
زما له لاسو ناڅاپه وَلوېدله
او دَ طلب هغه ماشومه څېره
په سل توکرو ځله وَوېښل شوه ،
بس له هغې ورځې تر ننه پورې
زه په لټون دَ هغې ښکلې څېرې
هرې جنۍ ته زړه په لاس کې ږدمه
او لا ، دَ سترګو په کچکول کې ځینې
په ماته خُله خېرات دَ مینې غواړم
ځکه چې څوک په رنګ مُونېږي ورته
دَ چا په سترګو کې هغه سترګې دي
څوک په تندي
او څوک په زَنه هغه
څوک په شُونډانو
څوک په پوزه هغه
ــــــــــــــ
( کوئټه  ... ۱۹۸۸ع)
نظم ۷۴ ـــ      ّ دَ پښتون په کور تیاره ده  ّ

زما په یاد دي
ښه په یاد دي
چې ، دَ نیمې شپې وَ خواته
ما په مخ دَ کاغذونو
هغه ټول څه ؤ لیکلي ،
کوم چې زما دَ قلم څُوکې
نه ؤ کښلي بیا دَ مخه ،
هم په دې خو مې دا سترګې
څڅېدلي وې څه داسې
چې دَ سرې سیاهي ټول توري
په یو بل کې سره  ګډ شول ..
بس که نه وه ړنګه شوې
زما دَ اوښکو په سېلاؤ کې
نو دغه یوه فقره ، چې
ّ  شوقه! پورته څراغ بل کړه ،
دَ پښتون په کور تیاره ده  ّ
ــــــــــــــ
( تاند وانۍ ، زیارت  ... ۱۹۸۹ع)
نظم ۷۵ ـــ      ّ دَ تیارو په زد ملګري لټوؤ موږ  ّ

موږ دَ مینې دَ جذبو له برکته
دَ جنون  دَ ورستني پُولي په خوا کې
دَ بېلتون په نوم
نفرت په دېوالونو
نوشته کړو او په ګډه مخته تېر شؤ ،
څنګ په څنګ
له تاندو هیلو سره داسې
چې که څه هم
اوس لرو بېل بېل نومونه ،
خو، له اصله دواړه
یو تن او سایه یُو
او دَ لمر سره سره په وړاندې ځو موږ
دَ تیارو په زد
ملګري لټوؤ موږ
ــــــــــــــ
( پېښور  ... ۲۰۰۲ع)

نظم ۷۶ ـــ      ّ  دَ خوشحال بابا دَ توُري مټي  ّ

ـــ ۱ ــــ

دَ چا په ننګ
چې خوشحال خان تړله توُره پرون  ،
نن دَ هغو په خاوره کې
دَ هر شنه شوي فصل
بُوټي تک سره
او بُوی دَ وینو ترې ګُلېږي ځکه
چې ، دلته دې قام
دَ غزا او دَ جهاد په نامه
خپلو کې لوبې دَ سرونو
دومره کړي دي ، چې
اوس دَ اوبو په ځای
ویالې په کې دَ سرو سرو وینو
تنده دَ مځکې ماتوَي
او لور به لور بهېږي

***

-  ۲ -

دَ چا په ننګ
چې خوشحال خان تړَله توُره پرون
نن دَ هغه قام
ورارې بُورې ، کوُنډې  رنډې لا څه
چې پېغلې خویندې
او وړې ماشومې لوُڼې لا هم ،
پینې پینې زړَو جامو کې دَ بل چا
بې ستره  ....
لکه سوالګیري
کور په کور ګرځي ، خېرونه غواړي ،
خو، بلې خواته یې نرګاړي
دَ دې هر څه پرته
مرمیانې خوُري په سینو باندې
دَ غېرت په نامه

***

-  ۳  -

دَ چا په ننګ
چې خوشحال خان تړَله توُره پرون
نن دَ هغه قام
سړي خپلو کې ، دَ بل په لمسه
دَ وینو تنده
ماتوَلو ته جوګه دي داسې
چې ماشومان یې لا هم اوس
په امبارونو باندې
ځانته خواړه
دَ بودَګانو غوندې څه لټَوي ؟
چې له لمرونو که ساتي ځان
دېوالو سیورو ته  ،
خو یخو شپو کې
ځان په  اور دَ  اخبارو تودَوي
ــــــــــــــ
( کوئټه   ... ۲۰۰۰ع)
نظم ۷۷ ـــ      ّ دَ ځناورتون خاونده!  ّ

منمه دا
چې ، تا په زور دَ سوټي
له ځناورو دي جوړ کړي دي سړي
خو، دا به ته هم منې
اې باداره!!
چې که افغان نن دَ زمري په بڼه
تنده په وینو دَ انسان ماتوَي
خو، دَ دې جُرم قصور واره ته یې
ته یې  ... بل څوک نه
سزا واره ته یې ،
ولې چې  ....
دائی خو ټپَي کړی تا دی ،
اوس یې لا
مالګې  په زخمونو هم  ږدې ... ؟
ــــــــــــــ
( کوئټه   ... ۲۰۰۲ع)
نظم ۷۸ ـــ      ّ دَ دې آغاز ، انجام به څه وي  ؟  ّ

ما دي لاس
په لاس کې واخیست  په دې نیت ، چې
 دَ وجود له حرارته مې
دَ زړه  حال
ستا وَ کاڼې زړه ته لږ خو درمعلوم شي ،
خو په هیح نه شومه پوهی ، چې
ګله یاره!
ستا په زړه کې هغه وخت څه ؤ ؟
چې لاس دي ...
زما په  خوا راغزَوئ
نو ، دي په وار وار
سترګې مړې مړې زما په لور را اړَولې
هم دي شُونډي په غاښو راته چیچیلې
ــــــــــــــ
( کوئټه   ... ۲۰۰۲ع)
نظم ۷۹ ـــ      ّ  دَ زُوی په سر باندې سودا ته جوړېدلیه پلاره!  ّ

ښه خو به دا وي
چې دَ لاسه یې مرۍ خپَه کړې
په وخت دَ زوکړې
دَ هغه زُوی
چې سبا یې تربُور
هغسې هم
په غال کې ستا
او ستا دَ ورور دَ شملې
ککړ په وینو
ځواني مرګه مړی تا ته
که په زړَو اوږو در ږدي ...
نو په تا غر نړَوي
ــــــــــــــ
( راولپنډۍ  ... ۲۰۰۱ع)