نظم ۶۰ ـــ ّ څوک په حق او څوک ناحقه ؟ ّ
چا ، چې
په حقه پورته کړی ؤژغ
او په مرمۍ مرمۍ یې لیک ؤ الله
هغه عسکر
نن دَ غزا په جنون
ځیګر دَ چا ، چا چې پژَي
لګیا دی ،
هغه هم پور
په نوم دَ خدائی پرې کوي
ــــــــــــــ
( دَ پېښور په لور په سفر کې ، تترخېل ته نیږدې ... ۲۰۰۲ع)
نظم ۶۱ ـــ ّ څوک دَ چا په لټون ؟ ّ
ما به ځان او زړه
څپړَلو ورته
چې ما ته هغې نابلدې جنۍ
له خپلې خوا
دَ ډائرۍ په پاڼو
زما په نامه باندې لیکلې مینه
ټکي په ټکي
داسې وَلوستله
لکه هغې چې زه له ورکو غوښتم
نه چې
دا زه وم په لټون دَ هغې
ــــــــــــــ
( کوئټه ... ۲۰۰۳ع)
نظم ۶۲ ـــ ّ څومره غټه ده دُنیا ، په واړه ځان هم ّ
ښکاري داسې
که یو څو ګامه لا نور هم
مخته لاړم
نو دُنیا به شي تمامه
لاکن بیا چې په مزل مزل شم ستړی
نو مې سترګو وړاندې
هر یوه لاره
لکه مار مخته غزېږي
او وشېږي
فاصلې هم ورسره سمې
زیاتېږي
ــــــــــــــ
( له مصر څخه دَ الجزائر په لور په سفر کې ... ۲۰۰۰ع)
نظم ۶۳ ـــ ّ څه نوم درکړم ؟ ّ
څنګه راغلې ؟
څنګه لاړې ؟
په هیڅ پوهی نه شوم جانانه!
خو، چې ځانته مې لږ پام شو
نو زما دَ ځوانۍ ونې
نه یوازې سره ګلونه
تکي شنې پاڼې هم ټولې
رېږَولي وې په مځکه،
خدائی خبر ،
چې ته اوس څه وې ؟
انجلۍ ، که ښاپېرۍ وې
او که یَه ...
دَ وخت سیلۍ وې ؟
ــــــــــــــ
( پښین ... ۱۹۹۲ع)
نظم ۶۴ ـــ ّ څېرې ، آئينې او سوالونه ّ
زما سترګې چې څه غواړي ،
که څّه هم هغه څېرې دي
چې دَ زړه په آئينو کې
که راسپاري خوشحالیانې
خوږ سکون
یا سوکالیانې
خو، زما دَ خوب په سمه
نعبیرونه یې ځان ځانته
دَ ځواب په ځای سوالونه
نوي نوي زېږَوي لا
ما په شپو کې ویښ ساتي لا
ــــــــــــــ
( کوئټه ... ۲۰۰۰ع)
نظم ۶۵ ـــ ّ دا په تا څه وَشو ؟ پښتونه وایه! ّ
هغه هم ته وې
چې په پلو دي لاره ورکي خلګ
تر منزلونو رسېدلو
بې خطره پرون ،
او نن هم ته یې
چې تر کوره دي لا بل رسَوي
لکه ټپ ړُوند ...
خو، حقه دا ،
چې روغې سترګې لرې
وینې هر څه
خو ، حقائقو ته کتل نه غواړې
وخت سره تلل نه غواړې
ځان پېژندل نه غواړې
ــــــــــــــ
( اسلام آباد ... ۲۰۰۰ع)
( غزل ـ ـ ـ ۸ )
دا چې په زړه کې تا له کور جوړَوم
دَ خپله لاسه ځان له ګور جوړَوم
لکه ماشوم ، زه هم دَ رېګ کور َکیان
ماځیګر وران کړم ، سهار نور جوړَوم
تا له به تاج محل له کومه راوړم ؟
زه چې دَ تن جامې په پور جوړَوم
لا به دي کاڼی زړه در موم کړم شوقه!
لا به دَ ځانه سَوی سکور جوړَوم
ــــــــــــــ
( سنجاوۍ ... ۱۹۹۵ع)
نظم ۶۶ ـــ ّ دا جنۍ وې ، که دَ اور بلې لمبې وې ؟ ّ
دَ زرینو لمبه وزمه زُلفو شپول کې
سپينې ، سرې څېرې
سکروټې مُونېدلې
خړې ، شنې او زرغونې سترکې لا بېلي
دَ بڅرکو غوندې وې،
چې کوکېدلې
او ما داسې سنجَول
لکه دا اور چې
زما دَ سترګو وړاندې نه
په ما کې بل وي
او په دې خو ....
ویلېدمه په ځان ځان کې
که څه هم ، لُوګی کېدمه په جهان کې
ــــــــــــــ
( په آکسفورډ یونیورسټۍ کې دَ سېل کولو په وخت ... ۱۹۹۶ع)
نظم ۶۷ ـــ ّ دا خبر زما نه ، آئينه وائي ّ
چا ، چې پیاوې
تر پرونه پوري غواؤې
حېرت دا، چې
دَ هغو خُوري بچي هم
دَ شعور دَ مشالونو په رڼا کې
بې ډنډې
نن دَ رَمې غوندې موږ پیاي
او بل موږ یُو
ګړندیان په شملو څه ، چې
دَ بابک په زنګ وهلې توُرې هم لا
ویاړو داسې
لکه جوړه چې بري یُو
که څه هم حقیقت دا، چې
ټول مرئيي یُو
ــــــــــــــ
( پېښور ... ۲۰۰۲ع)
نظم ۶۸ ـــ ّ داسې نه ، چې ـ ـ ـ ّ
له ما مه کوه پُوښتنه
ته دَ ځان په باب هیڅکله
داسې نه ،
چې تر خُلې راشي
دَ ځواب دَ پاره ګله!
زما زړګی درته پخپله
ــــــــــــــ
( تفتان ... ۱۹۹۳ع)
نظم ۶۹ ـــ ّ دَ امن دَ ناوې په واده کې ّ
دغه خوب ؤ
که په سمه دَ ارمان زما
تصور ؤ
زما په ذهن راغونډ شوی ؟
چې سندرې ناشناس په انګرېزۍ کې
که وئیلې دَ موزارټ په موسیقۍ کې
نو، ګوګوش په پښتو ژبه
او هلټن هم
له کلثوم سره په ګډه په روسۍ کې
وَ سندرو ته ؤ داسې جوړېدلي ،
چې عربۍ پېغلو کولو اتڼونه
تُرکو والز
او جاپانیو بولیرو رقص
که چینۍ جُونې په تال دَ هند وې مستې
پښتنې هم ګډېدلې په بېلي ډانس
هن تر دې ، چې
دَ نړۍ درست شاعرانو
هم دَ خپل خپل خوب او خیال په سمه غېږې
ډکولې په راڼیانو په ټېنګو څه ؟
چا په فاکس
چا ، چا پولکا او فلېمنکو کې
حقه دا ، چې دَ عالم په دې محفل کې
جارېدلو انسانان له یوه بله ،
هیڅ توپیر نه ؤ تر منځه
ټول خپلوان ؤ
که څه هم حقیقت دا ،
چې دُښمنان ؤ ....
خو، بس هسې مې آرزو دَ سوکالۍ نن
په دې زړه کې په شدت احساسوله
ځکه ما دَ امن ناوې ودَوله
ــــــــــــــ
وضاحتونه ....
- مشهوره موسیقار :-
( موزارټ ... دَ آسټریا یو تاریخي موسیقار، چې هر کال یې لس ورځې لمانځل کېږي )
- مشهوره سندرغاړي :-
( ناشناس ... پښتو) ، ( ګوګوش ... فارسي ) ، ( هلټن ... انګرېزۍ ) ، ( کلثوم ... عربۍ )
- مشهوره رقصونه :-
( اتڼ ... دَ پښتنو) ، ( والز ... دَ جرمنیانو) ، ( بولیرو ... دَ هسپانویانو) ، ( بېلي ... دَ عربیانو او تُرکیانو) ، ( ټېنګو ... دَ سهېلي امریکیانو) ، ( فاکس ... دَ امریکایانو) ، ( فلېمنکو ... دَ هسپانیانو) ، ( پولکا ... دَ آسټرینو)
دَ نظم دَ لیکلو نېټه او ځای ــــــــــــــــــ ( اسلام آباد ... ۲۰۰۲ع )