نظم ۵۰ ـــ حقه دا، چې که حق وایم ـ ـ ـ خفه کېږې ّ
که هرڅو مې خوُرې په مینه
قسمونه
شک دې نه شته په اخلاص کې
خو ، اشنایه!
اعتبار درباندې ځکه کوی نه شم
چې تر تا له مخه هم
سلو یارانو
که څه هم داسې وئيلو
خو نن نه شته
ــــــــــــــ
( لندن ... ۱۹۹۶ع)
نظم ۵۱ ـــ ّ خپل ـ ـ ـ خو، لکه پرېدی ّ
منم به څنګه؟
چې ته هم زما په غم اخته یې
زما په رنګه
چې په ویښه لا څه،
په خوب کې هم له تا سره وَهېږم
او بله ته یې ....
چې څېره هم له ما
پُټوَې داسې دَ حیاء په پلؤ
لکه دا زه چې دي خپل نه،
پرېدی یم
ــــــــــــــ
(دَ پېښور په لور په سفر کې ... کوهاټ ته نیږدې ... ۲۰۰۲ع)
نظم ۵۲ ـــ ّ خپل لکه دُښمن ّ
دا ته مې خپل که نه یې
نو مې بیا څله په زړه
رالګوې منګولې ؟
او هم په ځای دَ ملهم
زما پُرهارونه پژَې
لکه دُښمن
خو، په جار
او لکه ، خپل په خپلوۍ
مالګې لا هم پرې پاشي
ــــــــــــــ
( دَ لوکسور او آسوان تر منځه په رودٍ نیل کې دَ یوې هفتې دَ کشتۍ په سفر کې ّ مصر ّ ... ۱۹۹۸ع)
نظم ۵۳ ـــ ّ خلګ هم څومره ساده دي ؟ ّ
خلګ هم څومره ساده دي ؟
تا په ما پورې رانیسي
ما په تا پورې در نیسي
لکه جوړه چې موږ دواړه
نه یُو بېل ، سره پېوند یُو
ته په ما کې
زه په تا کې
که څه هم حقیقت دا ، چې
تا په ځان کې عُمر تېر کړو
ما په ځان کې عُمر تېر کړو
ــــــــــــــ
( کوئټه ... ۱۹۹۳)
نظم ۵۴ ـــ ّ خو، آئينې ته ګورم ّ
له خوبه څه ،
وینم دي زه په ویښو سترګو هم تل
او په سوچو کې
تا له بڼه درکومه داسې
لکه دا ستا څېره چې
خپله نه ...
زما څېره وي
او زه له اصله
ایکې یو
خو، آئينې ته ولاړ
ــــــــــــــ
( قاهره ، مصر ... ۱۸۸۷ع)
نظم ۵۵ ـــ ّ خوبونه ّ
رښتیا که نه دي
خو ، دروغ هم نه دي
لکه هندارې، دا خوبونه واړه
چې دَ ژوندون هره اړخېزه څېره
ویني په موږ
په بېلو بېلو بڼو
او هره بڼه
ځانته څو څو څېرې
په تعبیرونو کې لا نوري څپړي
ــــــــــــــ
( ارضٍ روم ّ ترکي ّ څخه دَ بازرګان ّ ایران ّ تر منځه په سفر کې ... ۱۹۹۳ع)
نظم ۵۶ ـــ ّ خوبَولی تعبیر ّ
ستا په لیدو راته زړه وَوئيل
هېر زړیه شوقه!
په فرېبي نظر دَ سترګو
غُولېذلیه شوقه!
دا ملاقات هم دَ خوبونو یوه برخه بوله
ځکه چې دا څېره ... هغه څېره وه ... بله نه وه ،
چا ، چې دا ستا قلم په تورو باندې وَژغوئ
چا، چې په ځان پسې په روغ ځان لېونی کړلې ته
که یَه ، ته وائې ...
چې دا خوب نه ؤ
تعبیر ؤ دَ خوب ،
نو دا ښائیست دَ جنۍ نه
دَ یَو پرۍ کېدی شي
او په دې ته هم ښه خبر یې لېونیه شوقه!
چې ښاپېریانې خو اکثره
په خوبو کې راځي
ــــــــــــــ
( پښین ... ۱۹۹۰)
نظم ۵۷ ـــ ّ خو، دا مې واوره اشنا! ّ
تا سره وَس چې څومره
ما سره زغم دی دُومره
که ته غره په حُسن
ما ته خدائی زړه راکړې،
ګوا ته چې څو په جبر
په جلادي اداؤ
اومه فصلونه رېبې
دَ آرزوګانو مې تل ،
مینه زما زېږَوي
هغومره هیلي نورې
ــــــــــــــ
( پېښور په لور وَ اټک ته نیږدې په سفر کې ... ۲۰۰۲ع)
نظم ۵۸ ـــ ّ خیالي بڼه ّ
ستا دَ لټون
په مست جنون کې اشنا!
دَ مُسلسل سفر له جوره زه هم
لکه پېری
اوس په نامه یادېږم
او بڼه زما هم
څه خیالي غوندې شوه
ــــــــــــــ
( اسلام آباد ... ۲۰۰۲ع)
( غزل ـ ـ ـ ۷ )
ځان مې خوښ ؤ که مرئيی وای ، خو ستا وای
لا دَ سره لېونی وای ، خو چې ستا وای
بخت به ما سکنی ورور دَ ځان ګڼلی
که عالم ته مېرنی وای ، خو چې ستا وای
ما به لمر سپوږمۍ او ستور ې څه کول ، که
زما په برخه یَو زړګی وای ، خو چې ستا وای
شوق به تنده په خپل ژوند در ماتَولی
جوړ دَ خاورو کنډولی وای ، خو چې ستا وای
ــــــــــــــ
( پښین ... ۱۹۹۴ع)
نظم ۵۹ ـــ ّ ځناور ـ ـ ـ خو، دَ دوؤ پښو ّ
دغه لا بخت ګڼه
او شُکر کوه
چې تګ کولی شې په دوؤ پښو باندې
واښه هم نه خوُرې
نه بربنډ یې په تن
لکه انسان
خو، انسان وزمه حېوان
یا دَ قدیمې زمانې دَ چُوختو
دَ وینې تږی سړي خوره انسان ،
ولې چې بې دي له داړَلو په ژوند
داسې بل کار هم کله کړی نه دی
چې پرې انسان
یا انسان دوسته یاد شې
او لا څوک وَ وائي په هېره دا ، چې
ّ په پښتنو کې هم راځي لګیا دی
ارنقائي او معاشرتي تغیر ّ