ټول    وجودونه     محسوسېږي    کاڼې
که  وخت آخر شو ، چې  ژغېږي   کاڼې

یو  مې تر پښو دلاندې مځکه سوځي
بل   له     آسمانه           را ورېږي    کاڼې

څوک په غوښین وجود بې حسه دېوال
دَ چا   په    آه     باندې      ویلېږي     کاڼې

شوق   دي   نازونه   سر په سترګو اخلي
ستا په  لاسو  کې    ښکاره کېږي کاڼې
ــــــــــــــ
( سیوۍ  ... ۱۹۹۲ع)
نظم ۴۱ ـــ      ّ  ته  به له بل سره سیالي څه وکړې ؟   ّ

ژړا په دې خبره نه  
چې ته بې کوره شولې
یا له  بچیانو څخه لرې
او بې اوره شولې ،
ژړا په دې باندې کوم
چې ستا پتمنې جامې
دَ شېرین ورور سره په غال
داسې پینې پینې شوې ،
چې ته اوس شرم لا هم
سم پرې پُټولی نه شې
چرته شمله ؟
او دَ شملې دَ بیا ساتلو پښتو ؟
ــــــــــــــ
( ډېره اسماعیل خان  ... ۲۰۰۲ع)
نظم ۴۲ ـــ       ّ  ته یې منې ، که نه منې خو یاره!  ّ

ستا دَ ګُمان بنده پیښو
کېدی شي
چې په تیارو کې دَ زندان
یوه ورځ ،
له ساه تنګۍ په تا غُوټه شي داسې
لکه زمری
چې په خپل ښکار  ور دانګي
ــــــــــــــ
( مغل کوټ ته نیږدې په سفر کې ... ۲۰۰۲ع)
نظم ۴۳ ـــ       ّ  جنتي دوزخیان   ّ

نه سجده
نه یې ایمان شته
کُفر وزمه یې  خوُې لا،
خو، بیا هم
په جنتي رنګ
رنګېدلي دوزخیان دي  ...
چې، دَ زړونو په ګرجو کې یې
جذبې کوي لمونځونه
احساسات کوي نفلونه
دَ ضمیر په امامت کې
ــــــــــــــ
( برسلز  -  بلجئیم   .... ۱۹۹۶ع)


نظم ۴۴ ـــ      ّ جنګ  ّ

چې زه یو تر مرۍ نیسم
دَ بل سر  وي  راشین شوی
چې دا بل له سره نیسم
ګورم، بل وي زېږېدلی،
زما دَ ژوند په کرونده کې
غمو کر  دی  دُومره کړی
چې نه زه شوم ترې بې غمه
او نه بُوټ دَ دوئ وَ تلی
ــــــــــــــ
( کوئټه   .... ۱۹۹۱ع)
نظم ۴۵ ـــ      ّ جوړه مړ یمه ، یا وینمه خوبونه   ّ

دا چې هرې خواته سترګې غړَومه ،
زه دَ خپلې برخې حُورې  لټومه
که څه هم ، جنتي نه یم
خو، بیا هم
جنتي جنتي ځان ځکه ګڼمه ،
چې ګوټ ګوټ دی زړه راکښونکی
ګُودر وزمه
او انجونې په کې مستې له خُماره
لکه  څانګې دَ ګُلونو
ځانګي هر لور
او زه هم لکه بورا
په کې بُوڼېږم
ــــــــــــــ
( ډائرۍ پاڼه :-  دَ سکائینګ سپاټس دَ منظرونو او رنګینیانو دَ لیدو وروسته غوره شوی  تهیم -
نظم  :-  ویانا ، آسټریا   ... ‍۱۹۹۶ع )
نظم ۴۶ ـــ      ّ جهاد في سبیل الله   ّ

په وینو زما
که تنده ته دَ جهاد
وَ سړَولو ته چمتو ښکارې ، نو
دَ خپل ساتُول را اخیستلو ړُومبی ،
بس فقط دغه
یَو ورستی خواهش مې
ته راپوره کړه ... مجاهده وروره!
چې کله ما
په سره کفن کې ګور ته
دَ میراث خور په حېثیت ورسپارې،
نو ګوره ګوره
چې په لمسه دَ بل
دَ خپلې کونډې او تور سرې ورېندار
لاسونه بیا سره په نُکریزو نه کړې
ګنې ،
دا زما او ستا شریکه وینه
شریک مذهب
او هم شریکه پښتو
به تا غازي او ما شهید نه مني
ــــــــــــــ
( ژوب  ...  ۲۰۰۲ع)
نظم ۴۷ ـــ      ّ  چې ته خالي غېږه په ما ډکوې  ّ

دا ته چې
تنده دَ هوَس مې څومره
راسړَوې په اخلاصمنو جذبو
دُومره دي خوږ
خو، لکه اور تصور
زَما په زړه بلي ساتي سکروټې
هم دي دَ مینې جنوني کېفیت
ما ځورَوي
او  سوځوي په شدت
دَ بل وصال تر هغه دمه پورې
چې ته خالي غېږه په ما ډکوې
ــــــــــــــ
( په توري بیچ انډونیشیا کې  غوره شوی تهیم  ... ۱۹۹۳ع)
نظم ۴۸ ـــ      ّ  حاکم    ّ

عجیبه غوندې حاکم یم
ستا دَ زړه دَ سلطنت  زه
چې دَ واک خبره راشي
نو ، پخپله شې واکمنه
او په قهر دَ جمال مې
کړې مرئیی ،
لکه دا یم چې  ....
ــــــــــــــ
( کوئټه   ... ۱۹۹۱ع)
غزل ـ ـ ـ ۶ )

حسرتونه   دي   دَ   شوق   سَوي  سکاره شي
خو،   بس  ستا   چې  ارمانونه   پاته  نه  شي

که  په   ما   دي   نیګړتیاوي      پوره   کېږي
زما وجود دي ستا وَ سترګو ته رانجه شي

چې  بې سته  مې  دَ زړه په کور مېلمه شوې
اوس دي زما دَ بدن غوښې ستا خواړه شي

چې    په      ویښه    یې    ویده   ویده    ساتلم
ته   هغه   یې   بله   نه ،  ښه  مې  په  زړه  شي
ــــــــــــــ
( کوئټه  ... ۱۹۹۴ع)
نظم  ۴۹ ـــ      ّ حقه دا ، چې داسې نه  ... خو، ګُله یاره!!   ّ

ما او تا چې
څومره څومره نیزدې کېږو
د ومره زموږ دَ مینې تنده
نوره نوره
هم غمېږي تر دې هانده
چې موږ دواړه
که څه هم جوړه جوړه
جهان ته ښکارو
خو، بېل بېل مو سرابونه غُولوي اوس
ما او تا هم له یو بله بېلوي اوس
ــــــــــــــ
( له ډي آئي خان څخه دَ ملتان په لور سفر کې  ... ۲۰۰۰ع)