نظم ۳۱ ـــ ّ پښتون کله منله ماته ّ
دلته مې ګُل چې شوه
غُوټۍ دَ زړګي
هلته ما هم دَ ځناورې ځوانۍ
په دُرشل باندي خپل لومړي ګامونه
څه دَ فاتح په حېثیت کښېښول ؟
چې دَ ژوندون کوربه غمونو داسې
په ما څاپېړې کړې راسمې ، چې اوس
له هغې ورځې .... تر دې دمه پورې
تنده دَ رُوح که ماتوم په اوښکو
خو دَ زړه ګُل هم رېږېدو ته کله
پرېږدمه نه ، ځکه چې
زه پښتون یم
او پښتنو کله منله ماته
ــــــــــــــ
( کوئټه ... ۱۹۹۲ع)
نظم ۳۲ ـــ ّ پلمه دَ احساس ّ
ته به کېدی شي چې ما نه پېژنې
خو، زه دي ښه پېژنم
اې لالیه!
ته یې پلمه زما دَ احساس
چې ما ویده په رُوڼو سترګو ساتې
هم ته سوب یې
زما دَ هغه تحریک،
چې ويښَوي ما په خوبونو کې تل
ما خندَوي،
خو، ژړَوي هم بیا بیا
ــــــــــــــ
( قاهره - مصر ... ۱۹۹۷ع)
نظم ۳۳ ـــ ّ په پُرسد ځان ـ ـ ـ دَ لېونۍ مینې له جوره زه هم ّ
که مجنون نه یمه
خو، بیا هم دَ جنون دَ لاسه
ما په لټون کې دَ خیالي لیلا
عُمرونه تېر کړل،
او په انجام کې
دَ مجنون په شانې ماته هم غم
دَ ایکړۍ
داسې راڅرمه شو
چې اوس که لیلا،
راته ولاړه مخامخ وي
زه یې نه پېژنم
ــــــــــــــ
( اسلام آباد ... ۲۰۰۱ع)
نظم ۳۴ ـــ ّ په تمه تمه دَ دیدن یې لاړم زوړ شوم ّ
لا خو دَ ژغ هغه څېره ده
چې هغسې له ما،
ځان په پړدو کې پُټوَي
خو، راته واي په فون ...
چې ،
ّ ته وَ ما ته تر هر څه
او تر چا راتېر یې
خو، بڼه بیا هم
درته نه شمه ښئیلی، ځکه
چې لا په سمه ستا دَ خیال
زه سنګهار شوې نه یم ّ
ــــــــــــــ
( پېښور ... ۲۰۰۲ع)
( غزل ـ ـ ـ ۳ )
په ځان منګولې لګوم ، چې راوَرېږې په زړه
تا په وجود محسوسوم ، چې راوَرېږې په زړه
دلته اروا په ما کې ستا، چې ما په ژوند پارَوي
هلته له ځانه اووځم ، چې راوَرېږې په زړه
ګوره چې څه به کوې ته ؟ چې زه په نره لا هم
غم په سګرېټ غلطوَم ، چې راوَرېږې په زړه
لکه دَ ویښو سترګو خوب ، زه دَ خپل شوق لېونی
په مات وزَرو الوځم ، چې راوَرېږې په زړه
ــــــــــــــ
( دَ کوئټې په لور په سفر کې ... ۱۹۹۰ع)
نظم ۳۵ ـــ ّ په ظالمو اداګانو یې مرئیۍ کړم ّ
دا چې لاس راغزَوي
نو راته خاندي
خو، چې زما لاس شي ورپورې ناببره
نو زیژه شي ... تکه سره شي
هم له سوخته ،
سپین غاښونه داسې وَچیچي وَ ماته
لکه اوس اوس چې به زما غوښې اومې خوُري،
ځکه زه هم بیا له واهمه چې بس څنګه
ورستۍ هڅه دَ ساتنې ترې کومه
نو، دا ماته په ځیر وَ ګوري
موسکۍ شي ....
او په سرو نازکو شُونډو یې لا ژبه
تېره کړي سمه نه وي
چې تسلیم شم
ــــــــــــــ
( ډائرۍ پاڼه :- سدرسینائي کې دَ اختر په لومړۍ ورځ ... خو، دَ نظم باقاعده بڼه په قاهره کې دَ نه هېرېدونکې یاد په توګه ورکړل شوه .... مصر .. ۱۹۹۷ع)
( غزل ـ ـ ـ ۴)
په سینه کې پراته زړه ته ، دا وړیا مینه لا ډېره
په تراخه ځان هم خوږه ده ، تر دُنیا مینه لا ډېره
ستا دَ بدو په ځواب کې درته جار جار وایم ځکه
دَ دروغو تر لباسه ، دَ جفا مینه لا ډېره
بس دی یاره! نه لرمه وَس دَ نورو اندېښنو زه
نوره مه راکوه مینه ، دَ پخوا مینه لا ډېره
خُدائی خبر چې شوقه څنګه، په یَو زړه سل خطاباسې
په تا باندې خو والله چې ، یو اشنا مینه لا ډېره
ــــــــــــــ
( کوئټه ... ۱۹۹۱ع)
نظم ۳۶ ـــ ّ پیسا ټاؤر ، دَ کبر څرګند علامت ّ
تا به هم کړی غرور وي
خود په هسکه غاړه باندې
چې سرکُوزی نن ولاړ یې
لکه ته چې شرمنده یې
او ډېر ژر به خاورې څپ کړې ،
خو، حېرت دَ دې خبرې
چې لا هغسې ولاړ یې
کبرجنه! په خپل کبر
که څه هم نور نور کږېږې
دَ انسان غوندې زړَېږې
خو، بیا هم نه دنګېدی شې
او نه سر وړې سجدې ته
ــــــــــــــ
( تهیم :- پیسا ټاؤر ، اټلي په وړاندې ... ۱۹۹۶ع
نظم :- کراچۍ څځه دَ کوئټې په لور په سفر کې ... ۱۹۹۶ع)
نظم ۳۷ ـــ ّ تحلیل ، که تکمیل ؟ ّ
هغې مې شُونډې
په شُونډانو باندې
په لومړي ځل
چې څنګه ږدلې راته ،
ما یې په مړو مړو خُماري سترګو کې
خپلي څېرې سره سره
خپل نوم هم
دَ زمانو زوړ او زنګ وهلی
خو نېغ په زړه کې نوشته ... وَلیدلو
ــــــــــــــ
( کوئټه ... ۲۰۰۳ع)
نظم ۳۸ ـــ ّ تعبیر دَ خوب ، که تدبیر ـ ـ ـ ؟ ّ
ّ ستا دَ انتظار په تمه
زما هغه نیازبینه لُور
دا ده ، چې تر تا دَ مخه اووته
په کټ کې اوس،
ځه ورځه په منډه
لایې خاک دَ قبر وَچ نه دی ّ
دغه وٍیر دَ مور دي څه ؟
چې ما دَ لېونو په شان
واچول لاسونه خپل ګرېوان ته
او په چیغو شوم ....
لا ، به مې اوس ستا دَ دُرشل خاورې
په خپل سر باندې
نورې بادَولې ستا په غم کې، چې
په زنګ دَ فون
زه راویښ له خوبه شوم
که څه هم ، په خولو کې ډُوب ...،
شُکر مې دَ خُدائی وکړو
چې ستا ژغ مې تر غوږه شو
تا راته وئیل ، چې
ّ ما نن سره جوړه اغوستې ده ،
ښکارم لکه ناوې
راشه شوقه! که مې ګورې ته ّ
ــــــــــــــ
( دَ لورالائي په لور په سفر کې ... ۲۰۰۲ع)
نظم ۳۹ ـــ ّ تنده ّ
زړه به تر زړه پورې
په داسې حال کې لاري څنګه ؟
رسَوي سرته
دَ اخلاص په دې ژغلَنو دښتو
چې مینه وینه
په کې بې دَ فرېب جن سرابه
که چرته بل څه هم لري ،
هغې ته تنده واي
ــــــــــــــ
( دَ قاهره څخه دَ دُوبۍ او کراچۍ په لور په سفر کې ... ۱۹۹۸ع)
نظم ۴۰ ـــ ّ توپیر په تور او سپین کې ّ
دَ څېرو په چپه هم
که څه توپیر شته ،
نو هغه ...
په ما او تا کې فقط دا ، چې
ته ټالۍ وَهې تیارو ته
پُټوې څه ...
او زه هر څه څپړل غواړم
په رڼا کې
ــــــــــــــ
( قاهره - مصر ... ۱۹۹۷ع)