نظم ۲۱ ـــ ّ بې اظهاره مینه ّ
خبره دا نه،
چې په ما به ته مئينه نه یې
یا به کومه
زه په تا او ستا په مینه کې شک
خبره دا ده،
چې دَ مینې دَ دستور په سمه
راکوې مینه
خو، دَ مینې ته اظهار نه کوې
ــــــــــــــ
( ډائرۍ پاڼه :- کارډیف ، وېلز برطانیه ... ۱۹۹۶ع / نظم :- کوئټه ... ۱۹۹۷ع)
( غزل ـ ـ ـ ۲ )
بې پښتو دي پښتانه په اور پسې شي
مرګ او ژوند دي بې نامه په اور پسې شي
چې منګولې په زړه نه لګوي سترګې
ارزي دا چې یې باڼه په اور پسې شي
پېلامه چې دَ امن دَ سیوري نه وي
نو، دي هغه سپین مارغه په اور پسې شي
ستا دَ شوق دي هم له کسته ، هم په هېره
بې له تا بل ته کاته په اور پسې شي
ــــــــــــــ
( لورلائي ... ۱۹۹۳ع)
نظم ۲۲ ـــ ّ بې تعبیره خوب ّ
زه چې یې له خوبه څه،
په ویښه هم
پاس په خلاګانو کې لیدل غواړم
هغه ننګیالیان
په سر دَ مځکې هم،
ژوند ته ورکوي لا
په وچ زور اوږې
ــــــــــــــ
( دَ زیارت او تاندوانۍ په لور په سفر کې ... ۱۹۹۸ع)
نظم ۲۳ ـــ ّ بېرغونه ّ
تر پرونه یې دَ مرګ له فرښتو ، چې
په پښتو
او پښتني سپېڅلي مینه
کوم زامن
په پسته غېږه کې روزلو
لا چې، ځان به یې سېڅلو په لمرونو
خو، هغوئ به یې په خپل سیوري ساتلو،
نن دَ هغې
پښتنې مورکۍ پړونی،
دَ خپل واک په غال اخته
هغو زامنو
دَ یو بل په زد کړو داسې څیرې ویرې
چې تګۍ تګۍ یې ځانته
یو بېرغ شو
ــــــــــــــ
( کوئټه ... ۱۹۹۰ع)
نظم ۲۴ ـــ ّ بېلتون ّ
ما چې دَ عُمرونو
دَ سفر او دَ ستړیا ورسته،
څنګه ستا دَ کور په دُرشل
کښېښودو لوُمړی قدم،
کریژي دَ ژړا
او دَ غم ساندې مې تر غوږه شوې
نور نه شومه پوهی
خو، بس دا ستا په نامه وٍیر کېدو
ــــــــــــــ
( دَ لوالائي په لور په سفر کې ... ۲۰۰۲ع)
نظم ۲۵ ـــ ّ پټ پُټاڼی ّ
چې له ګرمو مې دا زړه بډه وکړي
مځکه آسمان راباندي تنګ شي دُوني
چې دَ مرګ ویره ما په تېښت مجبور کړي،
پرېږدم خپلوان او وَ پرېدو ته لاړشم
دَ نړۍ هغو هېوادو ته لاړ شم
چرته، چې غم نه وي تر لرې لرې
چرته ، چې وي دَ خوشحالیانو موسم ...
خو، درېغه درېغه ځان ساتلی نه شم
که هر څو پټ شم او ترې منډه وکړم
غمونه زما په تعاقب وي هر ځای
زه یم دَ مخه او دوئ ټول راپسې
بیا چې مې ساه راولي خُلې ته څنګه،
په خپلو پلونوشم راغبرګ وَکور ته
او بس په داسې رنګه پټ پُټاڼي
ټوکې کوي راباندې ژوند هر کله
ــــــــــــــ
( دَ سنګاپور څخه دَ کوالالمپور ملائیشیا په لور دَ ټرېن په سفر کې ... ۱۹۹۲ع)
نظم ۲۶ ـــ ّ پټ سړی ّ
دا چې له تا سره په نوم دَ شېطان
څنګه وسواس درڅرمه شوی دی نن
هغه بل هیڅ نه
ستا دَ خېټي غم دی،
هغه څه نه
ستا دَ هوَس تنده ده،
بس که څه دی هم ...
خو، په بڼه دَ نفس
په تا کې پروت
هم هغه پټ سړی دی،
چې څومره څومره خوُري په سر څاپېړې،
دومره دائی هم دَ محرومیانو په زد
وَ بغاوت ته خپل لستوڼي غړي
او په تا باندې کانې داسې کوي
چې ځناور درته عاجزه ښکاري
لکه چې دی هم،
او تر هغو به وي ...
چۍ تا په سمه پېژندلی نه وي
یا دي په مینه ښه روزَلی نه وي
هغه سړی ....
چې پټ په تا کې اوسي
ــــــــــــــ
( پېښور ... ۲۰۰۲ع)
نظم ۲۷ ـــ ّ پټې څېرې ّ
دا چې
کومه څېره زه تل لټومه
هغه سپینه تر شُودو ده
او په سپین کې
دَ نقشونو دَ فطري ښکلاؤ پرته ،
دَ ژوندون
هغه یو څو پټې څېرې دي
چې دَ رُوح او دَ زړه تنده
پرې ماتېږي
خو، دَ سر سترکې یې بیا هم
لیدی نه شي
ــــــــــــــ
( دَ سېنټس په لور په سفر کې ... فرانس .. ۱۹۹۶ع)
نظم ۲۸ ـــ ّ پښتني بول ّ
که په ما دَ ږلۍ غوندې ټکې اوري
لا دَ لاري دواړو خواته ولاړ خلګ
ما په سر سر په زیژو کاڼو وَهي هم
زه به ځمه
نه درَم تر هغه دمه
چې وَ نه رسم دَ لوظ تر ورستي ټاکه
که یَه ،
چا نه ده تړلي دَ مرګ لاره
ځمه ځمه
دَ مرګي په لاره ځمه
او تر تا پورې به ځان در رسَومه
ګني زما دَ ژبې دا پښتني بول به
زما وَ لوُڼو او زامنو ته پېغور شي
ــــــــــــــ
( زیارت ... ۱۹۹۱ع)
نظم ۲۹ ـــ ّ پښتنې په خپل نظر کې ّ
ګنډلي ځُلې
که پښتنې نه شي څپړلی چاته
خو، دا تپوس یې
دَ مخ ګونځي له هر نره کوي،
ّ چې که دا زه هم
ستا په رنګه یم له غوښو جوړه؟
یا ستر خالق به له ما هم
غواړي حساب دَ انسان؟
نو زما او ستا تر میانه
دُومره توپیر چا روا کړو؟
چې بې له تا
دَ ژوندانه هر څه نیګړي ښکاري
خو، بله زه یم
چې له ما سره خبرې لا هم
په کږې خُلې کوي مُدام راته له قهره داسې
لکه دا زه چې دَ الله بنده نه ،
ستا بنده یم
ــــــــــــــ
( په لنډي کارېز نامي مهاجر کېمپ چمن کې دَ مشاهدې په رڼا کې غوره شوی نظم ... ۲۰۰۲ع)
نظم ۳۰ ـــ ّ پښتو ّ
دا دَ غرو رغو او دَ درو ژبه دي خدائی لري
دا دَ سېلاونو دَ څپو ژبه دي خدائی لري
پت ، ښېګړه، تُوره او وفا چې یې معنا خېژي
دا دُعا کومه چې پښتو ژبه دي خدائی لري
***
سیال یم دَ سیالانو ، له چا کم نه یمه ، واک لرم
ناست نه یم وَ بل ته ، خپله خورمه خپل وتاک لرم
څله بیا دَ بل په شؤل شؤ لارو ژوند وکړم
زه چې دَ پښتو سره سره پښتني ژواک لرم
***
څنګه چې پښتونه! ته دَ لاسه خپل تقدیر لیکې
لا چې دَ ژوندون په حقله ته کله تدبیر لیکې
وَ منه دَ شوق دغه خبره او پښتو لیکه
هسې خو هم ته دَ نالیدلي خوب تعبیر لیکې
ــــــــــــــ
( پښین ... ۱۹۹۴ع)