نظم ۱۱ ـــ ّ اوس ټپَرېږه ، دَ یو ورک لارَوي غوندې ، ځکه ... ّ
چې کله تا تړله ملا
په لُومړي ځل
سفر ته ....
په کار خو دا ؤ،
چې خبر وای ښه په دې هم شوقه!
چې کومه لاره ته وهې
هغه به مخته
یو ورځ ...
په داسې لارو باندې هم تا سمَوي،
چې بیا به ...
دَ کور په لورې بې لارښوده
راغبرګ نه شې کله
ــــــــــــــ
( کولمبو - سري لنکا ... ۱۹۹۴ع)
نظم ۱۲ ـــ ّ اُوف کولی نه شم ّ
څه دي وَ خوړم په سترګو
څه دي چُور کړمه په حُسن
څه دي خپل کړم په نازونو
څه دي یُوړم په خبرو ...
بس که پاته دي نور څه لا،
زما په دې خالي وجود کې
نو هغه دي ستا غمونه
او یا هغه حسرتونه
ارمانونه او یادونه
چې هم ستا په ذکر فکر
ما په ځان ځان کې دننه
په مزه چیچي او خوُري ، خو
زه خوار اُوف کولی نه شم
داسې نه ، چې ستر خالق دي
زما په آه باندې وَ نیسي
ــــــــــــــ
( پښین ... ۱۹۹۳ع)
نظم ۱۳ ـــ ّ او لا وصال ته ، بلا عُمر ګوري ّ
په صبر صبر مې
زړه راغلو خُلې ته
خو لا اشنا دی
چې په ّ نن سبا ّ کې
په بېلابېلو بهانو باندې ما
له ځانه داسې تېرَوي له مُودو،
لکه اوس اوس
چې مئین شوي یُو موږ
او لا وصال ته بلا عُمر ګوري
ــــــــــــــ
( قاهره - مصر ... ۱۹۹۸ع)
نظم ۱۴ ـــ ّ اې دَ فرعون په نوم ناوسه خُدائیه! ّ
ستا دَ خدائي دعوې
که نه هم منو،
خو بیا هم، غوټ انکار کولی نه شو
ځکه چې ستا دَ لوظ په سمه مصریان
ښکاري، چې ستا دَ مرګه ورسته لا هم
ستا په نامه
له مُودو ژوند ته اوږې .. .
داسې په ویاړ او په مزه ورکوي،
لکه نعوذوبالله ته چې خُدائی یې
که څه هم حقه دا
چې مړی یې ته ....
او مړی تل وي دَ ژوندئیو په لاس
نه چې ، ژوندي وي
دَ مړه بُت په تمه
ــــــــــــــ
( قاهره - مصر ... ۱۹۹۷ع)
نظم ۱۵ ـــ ّ آخر تر څو ـ ـ ـ ؟ ّ
اې دَ لالي دَ مجسم تصور
خیالي پرۍ
بادرجمالي! وایه
ما به په ځان پسې په غرو رغو کې
لکه سېف الملوک
تر څو ځغلوې ؟
ــــــــــــــ
( دَ پېښور په لور په سفر کې ... ۲۰۰۲ع)
نظم ۱۶ ـــ ّ آسره ّ
دَ راتګ په آسره دي
په سبا سبا کې یاره!
دومره زه یم کړولی
ځورَولی .. . ژړَولی
چې اوس ستا تر وصالونو
دَ هجران دغه اورونه
زحمتونه او غمونه
که څه هم ، ډېر زاوالجن دي
خو، خواږه ترې محسوسېږي
ــــــــــــــ
( زیارت ... ۱۹۹۲ع)
غزل ـ ـ ـ ۱)
آشنا مې نه یې ، خو اشنا یادېږې
دغه لا ډېر دي ، چې په ما یادېږې
دَ سترګو وړاندې به نه یې ، منم
خو په وجود کې مې فنا یادېږې
ګُمان مې نه کېږي ، چې موړ به مې کړې
ته په فطرت ژونده سارا یادېږې
زه دَ خپل شوق لېونی څه خبر وم
چې ته به دُونې هم زما یادېږې
ــــــــــــــ
( کوئټه ... ۱۹۹۱ع)
نظم ۱۷ ـــ ّ آئیډیل ّ
ما چې کله هم دَ ژوند په ګودر باندې
کومه پېغله
ژغولې ستا په باب ده
هغې ماته سر تر پایه دي کتلي
بیا یې دُومره دي فقط راته وئیلي
چې، دَ خیال په نیلي سپور
اې لېونیه!
دا جنۍ زموږ په کلي کې نه اوسي
ښاپېرۍ زموږ په کلي کې نه اوسي
ــــــــــــــ
( کوئټه ... ۱۹۹۱ع)
نظم ۱۸ ـــ ّ بائیللی واک ّ
تا دَ ډوډۍ دَ رانیولو په نیت
دَ پلار نیکه
په میراث پاته توُره
چې دَ خپلواکه ژوند
ورستۍ نخښه وه،
فقط په څو نوټونو څه خرڅه کړه؟
چې لوهارانو
دَ بادار په حُکم
وَ تاته بیرته ترې بېړۍ جوړي کړې
ــــــــــــــ
( دَ لندن څخه دَ دُوبۍ په لور په سفر کې ... ۱۹۹۶ع)
نظم ۱۹ ـــ ّ بیا بیا توبه ماتوم ّ
زه چې څنګه
توبه وَباسم له مینې،
لیلا خپله بڼه بیرته په یَو چا کې
راښکاره داسې له خیاله کړي
چې زه هم
دَ تقوی برسېره
زړه ته ماته وَخورم
ــــــــــــــ
( کوئټه ... ۲۰۰۲ع)
نظم ۲۰ ـــ ّ بیا هغه زه ـ ـ ـ او زما له نوي سره ستړی سفر ّ
اوس به لا ما
زیاته نیوله تر مړوند، چې هغې
چپه کړه لار
او دَ سارا په لور یې وَ ځغاستلو
داسې په تېزو
او په غټو قدمونو ...
چې زه
پاته شوم شاته له هغې
او هغه والوتله
بیرته زما دَ خوب او خیال
وَ جزیرو ته ځکه
چې دَ پښو پلونه یې
دَ شګو مزل
څه وَخوړل؟
چې زه دَ وخت په لوُخړکو کې
ایکړ پاته شوم
ــــــــــــــ
( قاهره - مصر ... ۱۹۹۸ع)