نظم ۱ ـــ ّحمد شریف  ّ
دَ غرضي فطرت له جوره
دوزخي ښکلاؤې
که څه هم بیا بیا غولوَي ما
دَ شېطان په لارو،
خو، لویه ربه!
ستا له ستر عظمته شمه لوګی،
چې په ګُناه پسې ګُناه
پرته مې هم توبه لا
قبلوې ته ،
چې څنګه زه په سجده شم درته
¬¬ــــــــــــــ
( اسلام آباد ... ۲۰۰۲ع)
نظم ۲ ـــ     ّ یا محمد صلی الله علیه وسلم  ّ

دَ وخت له جوره چې پُرهار پُرهار شم
او هر پُرهار لکه غوټۍ چې ګل شي
دړدمنې څړیکې مې اخته کړي په وٍیر
او په وجود کې مات رامات شم داسې
لکه  شیشه چې څوک په کاڼو وَلي
یا زلزله راشي او هر څه وران شي
لاکن له هر ستمه پرته چې زه
دَ زغم په تول څنګه مانده اووځم
نو، مې له سترګو لوُمړۍ اوښکه لا هم
سمه باړخو ته رسېدلي  نه وي
چې مسیحا غوندې راوَرسېږې
او ملهم زما په پُرهارونو کښېښږدې
ــــــــــــــ
( پشین  ...  ۱۹۹۵ع)
نظم ۳ ـــ     ّ اتهم رنګ  ّ

ما ګڼل
چې وینم خوب
جوړه ویده یم،
دا چې زه
چرته په یو منظر کې نه یم
بیا چې ښه مې ورته پام شو
نو څه ګورم ؟
چې ښکلاؤي وې
اووه رنګیځه ټولې،
خو، دا زما
دَ وجود رنګ په کې اتهم ؤ
ــــــــــــــ
( تهیم  : -  دَ جرمني په دَرو کې دَ سوئټزرلېنډ  په لور په سفر کۍ غوره شوی ... ۱۹۹۶ع
 /  نظم :-  کوئټه ۱۹۹۷ع)
نظم ۴ ـــ     ّ اشنا به اوس له ورکو چرته غواړم ؟  ّ

دا چې یې
پلونه دَ پښو ګار شولو
په نیمه لار کې   .....
ګُمان مې دا دی،
چې لالی مې اوس کوي
لګیا دی  ...
دَ سمندر سره سره
په پستو شګو مزل
ــــــــــــــ
( تهیم  :-  دَ الجئیرز -  الجزائر په یوه سمندري  څنډه   سیدي فرج  باندې .... ۲۰۰۰ع  / 
نظم :-  په حتمي بڼه ... پېښور ۲۰۰۲ع )
نظم ۵ ـــ     ّ اشنا زما څه نا آشنا غوندي دی  ّ

تر څو به لار 
څارم دَ هغه اشنا
چې زه یې
خپله هم لا نه پېژنم
ځکه چې
ما کله لیدلی نه دی
دَ سر په سترګو
خو ساتم یې زړه کې
په مینه مینه همېشه
لکه خدائی
ــــــــــــــ
( په لېک ډسټرکټ انګلېنډ کې دَ سفر په وخت  ... ۱۹۹۶ع)
نظم ۶ ـــ     ّ  اعزاز  ّ

ته یې ځواب هم راکوې
او که یَه  ...
زه  به دغه رنګه  لیکمه درته،
په تا خبر نه یم
چې څه سنجَوې؟
وَ ما ته  دا اعزاز لا ډېر دی یاره!
چې زما له خوا در رسېدلی هر لیک
که څه هم ستا په زړه اثر نه کوي
خو تا ته زما نامه
حتماً یادَوي
ــــــــــــــ
( هیتهرو ائیرپورټ -  لندن ... ۱۹۹۶ع)
نظم ۷ ـــ     ّ انسانان ـ ـ ـ شهیدان او غازیان  ّ

که زه خبر وای پخوا
او یا یې وم پُوښتلی
نو، ما به ځان لره جُوثه دَ انسان
څله غوښتله له خُدائی ؟
چې ټولې مېني دَ ژوند
ورانې  ... انسان دَ لاسه،
لکه نړاندې هدیرې دَ پښتون ،
چې یې په هر یو ګور کې
ښخ شوی هم سړی دی
ښخ کړی هم سړي دی
بیا لا برسېره دَ دې ټولو ظُلمو
دَ سړیتوب دعوې هم
دَ شهادت رُتبې هم
دَ غازیتوب تمغې هم
ــــــــــــــ
( ژوب  ...  ۲۰۰۲ع)
نظم ۸ ـــ     ّ انصاف او عصري تقاضې  ّ

دَ چا ، چې
خُلې لړلي دي په وینو
هغوئ
سُرنا دَ سوکالۍ ژغوی،
خو، څوک چې
شو لُوګی لُوګی په امن
باداران واي ....
ترهه ګر هغوئ ته
ــــــــــــــ
( راولپنډۍ .... ۲۰۰۱ع)
نظم ۹ ـــ     ّ  او په ما یې دائره راټینګوله  ّ
اې په سلو لارو وېښ
دَ سلو یاره!
که ناڅاپه زه هم ستا دَ خیال په سمه
ستا دَ زړه په سلطنت باندي
برید وَکړم
او جذبې دي کړمه ځانته را تسلیمې
وایه شوقه!
چې دا زما به کوم مقام وي ؟
ما به ته ورستنۍ وَ ګڼې
که بیا هم  ....
ته دغه رنګه خوبونه دَ بل وینې؟
دا پُوښتنه یې له ما، چې په فون وکړه،
زه په ځای دَ ځواب چپ، ځکه شوم پاته
چې خبره خو دَ زړه وه ،
او دا زړه مې
ارواوږی او هغه تږې سارا ده، چې
ډک آسمان که راسُورۍ شي له بالا هم
دَ سراب به یې سړه نه شي پرې تنده .... ،
خو عجبه دا،
چې پرته له دې هر څه،
ها دَ هیلو دَ کاروان پښتنه میره
لا هغسې ژغېدله  ... خندېدله
او په ما یې دائره راتنګوله
ــــــــــــــ
( پېښور ... ۲۰۰۲ع)

نظم ۱۰ ـــ     ّ  اورونه  ّ
دا چې
ستا په نامه ګُله!
زه ساړه اسوېلي باسم،
نو خو، پوهی شه  
چې په ما کې
ستا دَ مینې بل اورونه
لا هغه رنګه بلېږي
لا هغه رنګه تاؤېږي
ــــــــــــــ
( بنکاک .. تهائي لېنډ ... ۱۹۹۴ع)