دَ یو چا ، چې دَ ژوند دَ نورو خوږو او ترخو لمحو دَ ګاللو په چپه لا هم زیاتره وخت په لاره وهلو، او دَ سفر سامان یا بستره تړلو راتړلو کې دَ مشغلې یا وچي کلکې مجبورۍ په ځیر تېرېږي ... نو حقه خبره ده ، چې دَ هغه چا ناسته پاسته ، روئیه او ښکاره بڼه څه ... وایم چې دَ دننه سړی به یې لا هم دَ نه غوښتلو په چپه لږ ډېر دَ سوچ او فکر یا اپروچ په اړه تر هغو خلګو زما په ناقصه خیال چې بېل او بدل وي .. چا ، چې ټول عُمر په ځان ځان کې فقط دَ ځان دَ پاره یا مکان کې تېر کړی وي –
زما مقصد دلته دَ ځان سپینولو څخه ګړسره نه ، بلکې فقط دا وئیلو څخه دی ، چې له مروجه روایاتو په چپه ، زما دغه شاعري ... که څه هم شاعري ته مونېږي او نقادان دَ زمانې به یې هم په بېلابېلو نومونو لا جلا غندي - خو زه یې یوازي شاعري بیا هم ځکه نه ګڼم ... چې دلته هر یو غوره شوی خیال او تهیم ، که یوې خواته دَ یوې نا یوې ستونځې یا ریښتونې او نه هېرېدونکي پېښي په ردٍعمل یا اثر کې په ګوته کړل شوی
دی - نو بلې خواته زما ځاني ، چې تر ډېره هانده سېلاني مشاهدې دي ، هم دَ دې رقم رقم فکرونو په زېږَونه کې لوی لاس لري - لاکن دا بېله خبره ده چې هره کیسه زما له ښه بخته اوس ځانته یو نظم ښکاري او بس ..... ګوا په نورو آسانو او کره ټکو کې به لا دا هم وَوایم .. چې ، دا هر څه زما دَ زمینی مزلونو دَ خوږې ستړیا او دَ چیچلي سفري حال یا کیسو سره سره ، زما دَ قلبي ، ذهني ، رُوحاني، شعوري او هن دَ فکري یُون په سمه زما او زما دَ ژوند منظومه ډائرۍ یا تر غاښ دلاندې لیکل شوې آټو بائیوګرافي هم ده - ولې چې دلته په هر غوره شوي خیال کې زه دَ ګواه او راوي په حېث څه، بلکې خپله هم یو نیم ځای دَ ښه یا بد کردار په بڼه کې ښکلې او بدرنګې ... لاکن پټې څېرې ( په ډېرو معناؤ کې ) چې نېکیانې او بدیانې زېږَوي ، یو په یوه دَ حقیقت په آئینو کې اول خپله لیدل ، بیا نورو ته څپړل غواړم - ځکه خو متحرک او دَ ملګرو له خیاله ورک ورک یم له جهانه ، خو په جهان کې دننه - اوس خبره دا ده ، چې زه څومره په خپل دې نېک مقصد کې بریالی شوی یم ؟ فېصله دَ حاضرو سترګو په سوداګرانو یا دَ نن په ّسپېشل برانډ ّ نقادانو بیا هم نه .... خو دَ وخت له قیده آزاد، په درنو لوستونکوباندې ځکه پرېږدم - چې زما مقصد مینه دَ ژوند مرام ګرځولو پرته وَ حق ته اوږه ورکولو، له حقیقته سترګې نه اړَولو او دَ ضمیر دَ اطمینان تر حده دَ ناحقۍ غندلو څخه دی ، دَ سند او تش په توره دَ نېکنامۍ او بدنامۍ دَ ټائیټل ترلاسه کولو څخه نه .... ګړسره نه دی - ځکه خو مې لېونیان ّ پُرسد ّ او پُرسد خلګ لېونی بولي –
په آخر کې زه دَ خپلو زیږو لاکن زما دَ مانده سوچ په سمه کره او حقیقي خبرو یا افکارو دَ پاره دَ بخښنې دَ خواست سره سره دَ ټولو انسانانو ، په تېره دَ سپېڅلو پښتنو او همه مسلمانانو تر منځه دَ امن، سوکالۍ، خوشحالۍ او دَ وختي ژوند دَ انساني یا فطري لاکن هر اړخیزو تقاضو په سمه دَ پرمختګ په هیله او دُعا باندې خپلي خبرې سر ته رسوم –
وما علینا الالبلاغ
خاوري ـ ـ ـ افضل شوق
• ۹ - نېشنل چمپئین سوسائټي
جوډیشل کالوني ـ چکلاله ـ راولپنډۍ / اسلام آیاد
• اي مېل ـ afzalshauq@yahoo.com
• ویبلاګ ـ www.tolafghan.com/afzalshauq
• ویب لنک ـ http://postpoems.com/members/afzalshauq
• کور تېلي فون ـ + 92 – 51 – 5954687
• سیل ـ 0300 – 5206095 and 0346 5455414