(  شوق سره دَ ډېرو ناهیلو ، ناهیلی نه دی  )
په لټون ستا دَ څېرې دَ سلو یار شوم   ّ .......  هسې پخوا مې هم  دَ  افضل شوق  شعرونه لوستي  وو ، خو  په    ّ اووه ګامه مزل  ّ  کې هم په دغه نوم یو شعر  ّ دَ سلو یار ّ  راترسترګو شوی وو ... ګوا زما تر اوسه دَ شوق دَ ځینې نورو نظمونو رنګه دا نظم هم په یادو په زړه دی -  بیا یوه ورځ داسې هم راورسېده چې دَ شاعر ناچاپ اثر همدغه   ّ په لټون ستا دَ څېرې  ّ ما له خپلې خوا دَ شوق په شاعرۍ باندې خبره نه یم چې ولې په لیکلو پارَوي ؟
زه افضل شوق دَ نیزدې نه نه پېژنم ، نه ما تر اوسه لیدلی دی -  خو دَ شاعرانو سره هماغه دَ تخیل په تار دَ ښکلا دَ ملغلرو پئیل یواځینۍ  اړیکه ده  ... ښاي په دې ملغلرو پئيلو کې زما قابلیت دَ هغوئ په اندازه نه وي ، خو دَ ملغلرو په قدر دواړه ښه پوهېږو –  دائی هم  شاعر دی  او زه هم  -  خو دَ شوق شاعري راته دَ طبعي ښکلا هنداره ښکاره شوه -  هغه هنداره چې انسان په کې دَ یوه زړه دَ تودې مینې او هیلو تصویر لیدی شي -  او دا تصویر برداري یا انځورګري په ښائیسته ټکو او لوړ فکر داسې شوې ده -  چې لوستونکي یې لولي ، نو یو ځای ته یې بوځي -  ولې ، هر تصویر ځانته یوه طبعي ښکلا او ډېري ژوَري معناؤي هم لري  - مطلب مې دا دی چې شوق دَ حقیقت پېژندګلوي او څېړنې په شاعرۍ کې په ښه هنر کړي دي -  او ښکاري راته دا چې دغه شاعر ډېر ژورنظر او  ژورفکر هم لري  -
ګوا دَ شوق په شاعرۍ کې دَ سفر توم که زیات دی نو دَ پرله پسې لټون  څرک هم په کې په بېلو بېلو بڼو  دَ ورایه برېښي -  هغوئ په ساده الفاظو کې لوي خبرې داسې په خوند او ښه طریقه کوي ، چې لوستونکي به یې بیا بیا لولي  ... په نظم  ّ  آخر تر څو ... ؟  ّ  کې کاږي
اې دَ لالي دَ مجسم تصور
خیالي پرۍ
بادر جمالې ! وایه
ما به په ځان پسې په غرو رغو کې
لکه سېف الملوک
تر څو ځغلوې ؟
شوق دَ سېف الملوک او بادر جمالې دَ مینې دَ یو لوی سفر کیسه په یو څو مصرعو کې سر ته  ډېره په خوند رسولې ده -  ولې ، دا سفر دَ یوې تودې مینې انځور دی ، هغه چې دَ شاعر خپل زړه یې هم  شاعر ساتلی دی او ترانو ته یې راکاږي -  ګوا په خیالي پرۍ پسې ډېر ستړی شوی دی ، خو مُدام  دَ لټون په لارو باندې روان بیا هم برېښي -  او پښتون زړه یې ماته نه ده منلې -  ځکه خو هغوئ خپله هم په یو بل نظم  ّ خیالي بڼه   ّ کې داسې مني  .....

ستا دَ لټون
په مست جنون کې اشنا!
دَ مُسلسل  سفر له جوره زه هم
لکه پېری
اوس په نامه یادېږم
او بڼه زما هم
څه خیالي غوندې شوه
په دغه نظم کې شوق څنګه په خونددَ خپلې مینې دَ جنون او دَ عمرونو دَ لټون کیسه په اختصار او ساده خبرو کې تېره کړې ده -  همدغه رنګه په دې کتاب کې بې شمېره نور هم داسې نظمونه او شعرونه شته چې نه یواځې ډېر ښه  او په زړه پورې دي -  او دا هیله کوم چې تر ډېره به یې لوستونکي یادَوي هم –
ښکاري چې شوق سره دَ ډېرو ناهیلو ناهیلی نه دی -  ځي او دَ هیلو دَ کاروان سره سم ځي -  هغه چې یوه هیله ورسره وي ، اودرېدلی چرته شي -  شوق خپل لټون انتها ته رسولی دی -  په دې خو په مُسلسل سفر کې ورک دی او ځانته پېری هم واي – او بله مهمه خبره دا ده ، چې هغوئ  خپلې کیسې هم په زیات کمال  او په ډېر شوق وړاندې کوي -  په کومو کې چې دَ ده دَ جذبو صداقت برېښي -  زه ورته زَړور او ریښتونی شاعر په دې وایم چې خبره ښکاره کوي  څه چې احساسوي ، هغه په شعر کې راکاږي هم -  دَ هغوئ په دې کتاب کې زیاتره نظمونه  داسې دي چې خوښ مې په دې خبره شول ، چې حقیقي او ریښتونې څېرې په فکري هنر او دَ نوي سوچ له لارې داسې څېړل شوي دي -  چې هر کیسه دَ لوستونکي په مزغو کې رقم رقم تصویرونه جوړَوي -  او زما په اندازه ، همدغه لفظي او فکري انځورګري خو شوق په پښتو شاعرۍ کې له نورو شاعرانو نه منفرد کوي –
افضل شوق دَ پښتو شعر په دُنیا کې په سفر ډېر په بریالیتوب او دَ خپل شوق سره اوږه  په اوږه مخ مخته روان دی ځي او لا بریالیتوب دَ پاره زه ورته دُعا کوم -