یو خیالي ، ورک ـ ـ ـ خو مثالي لارَوی ّ
دَ افضل شوق سره زه دَ هغه دَ فن په حواله ډېره موده وړاندې آشنا شوې یم - کله چې مې دَ ده وړمبۍ شعري مجموعه ّ شلېدلی امېل ّ اولوستو، نو دَ دغه کتاب په ټولو نظمونو کې ما دَ یو نوې انسان، نوی فکر او نوی لټون محسوس کړی وو - دغه وجه وه ، چې ما دَ هغه په ټولو نظمونو کې هغه دَ یو ریښتوني، سپېڅلي فنکار په څیر دَ فن په ښائیسته او حسینو جزیرو کې په یو نامعلومه لټون سر محسوس کړی وو - خو کله چې دَ هغه ّ اووه ګامه مزل ّ چاپ شو، نو دَ افضل شوق دَ شاعرانه فکر یو بل نوی تصویر دَ یو پښتون سېلاني په شکل کې دَ فن دَ مینه والو مخې ته پروت وو –
اوس دَ افضل شوق نوې شاعري ته چې ګورم ، نو په دې دَ څه وئیلو او لیکلو په وخت دَ ّ شلېدلي امېل ّ ټولې جذبې، دَ هغه دَ ّ اووه ګامه مزل ّ ټول لټون په یوه نوې جذبه کې په دې شاعرۍ کې دَ ورایه ښکاري - هغه دَ یوې څهرې په لټون ، دَ کوم ځای نه تر کومه ځایه رسېدلی دی - دغه څهره اګرچې یوه انساني څهره ده .... خو دَ افضل شوق وَ دغه څهرې ته که دَ هغه دَ لېوني لټون په آئینه کې اوګورو ، نو دغه ّ څهره ّ مونږ په ډېرو علامتونو، ډېرو معنو او ډېروحقیقتونو اخلو ... لکه انساني مینه محبت ، انساني رښتې ، انساني او پښتني جذبې ... داسې به اووائیو ، چې دَ افضل شوق دا نوې شاعري دَ مزې او خوند په دې ده چې په دې کې دَ نوؤ نوؤ موضوعاتو سره لوستونکی په یو نوي انداز آشنا کوي - داسې موضوعات ، چې تر اوسه په پښتو شاعرۍ کې نه چا راوړي دي او نه چا پېژندلي دي - زما مقصد دَ جدیدو رُجحاناتو او نوؤ انکشافاتو نه دی ... چې افضل شوق دَ خپل سېلاني طبعې او فطرت له رُویه خپلو شعري او تخلیقي هنر ته هم دَ یوې نوي دَنیا، نوي آسمان او نوي لمر رڼا راولي .... هغه داسې ښکاري لکه چې دَ شعري هنر په میدان کې دَ پښتو شاعرانو په مقابله کې نه ښکاري ... بلکه دَ هغه شعري موضوعات دَ یو نوي عالمګیر جهان دَ مقابلې وړ دي - که چرته دَ افضل شوق ّ جنتي دوزخیان ّ ، ّ سرپرېکړي انسانان ّ ، ّ مونا لیزا ّ ، ّ دَ یویشتمې پېړۍ انسانه! ّ ، ّ ولندېزي سوشل ورک ّ ، ّ شک دَ ایمان زیان دی ّ ، ّ دَ امن دَ ناوې په واده کې ّ ، ّ اتهم رنګ ّ ، ّ سپین بېرغ ّ ، ّ دَ مفلسۍ په جُرم ّ ، ّ مجرم ّ او داسې نور نظمونو ته فکر اوکړو - نو دّ خپلو موضوعاتو تر مخه داسې شاهکار نظمونه دي ، چې دَ عالمي ادب دَ معیار او مقابلې دي - دَ افضل شوق دغه ټوله شاعري ... دَ لفظونو دَ تنه بُودۍ لوبه نه ده - بلکه دَ مهذبه پښتون هنرمند دَ یو سپېځلي فکر داسې آئینې دي ، چې دَ هر لوستونکې دَ ذهن او شعور تیارې او ژوند رڼوي - افضل شوق ، لکه څنګه چې ما اووې ، یو پښتون شاعر دی .... هغه په خپل قام یعنې په خپلو پښتنو سر تېره مئین دی - خو افسوس چې دَ نن ّ پښتون ّ او دَ افضل شوق دَ ّ فکري پښتون ّ لفظونو که خپلې معنې بائیللي نه دي ... نو لرې لرې خامخا دي ... لکه دَ هغه ّ دَ ناروا فتوې په سمه ّ او ّ بېرغونه ّ ، ّ دَ ځوی په سر باندې سودا ته جوړېدلیه پلاره ّ ، ّ ځناور ... خو دَ دوؤ پښو ّ ، ّ جهاد في سبیل الله ّ ، ّ لکه لېوان چې په رمه ورګډ شي ّ او دغه رنګه نور نظمونه ... چې هغه په کې دَ نن دَ پښتون په المیو او نفسیاتو ژړا کوي –
دَ افضل شوق دَ درې واړو کتابونو وَ تخلیقي زور او هنري کمال ته چې سوچ کوؤ ، نو دا خبره مخامخ راځي چې هغه څه هم محسوس کړي دي ... نو په عمل کې یې انتها ته رسولي دي ... او دَ هغه دغه تخلیقي جنون او فکري لېونتوب نن هغه دَ فن په انتها او دروي – غرض، دَ هغه شعر دی او که نثر، په دواړو کې هغه یو لاره ورکی ، لارَوی لیدی شي - دَ هغه سفر، دَ هغه دَ ذات سفر نه دی - بلکه دَ ځان دَ پېژندنې ، دَ ځان دَ بیا بیا پیدا کونې سفر دی - دَ هغه دغه ورکوالی هغه ته دَ لټون او تلاش یوه جذبه ورکړې ده - خو کله کله دغه ورکوالی دَ هغه جسماني وجود هم مشکوک کړي ... خو داسې نه ده ، هغه شته ، او شُکر دی ، مونږ لیدلی هم دی - ډېرو به لیدلی وي ... خو دَ ده وجودي اظهار کور نیشته ، کلی نیشته ، وطن یې نیشته - خو بیا هم دَ ده هره رشته زمونږ سره په هنري او فني جواز موجوده ده ، قدر یې کوؤ اومنو یې هم - او بله دا، چې دَ هغه هنري او تخلیقي وجود دَ یو ژوندي او متحرکه تحریک په شان ځمونږ نه ګېر چاپېر لیدی شي ... نه یواځې دا ، بلکه دَ نوي شاعرۍ دا مجموعه دَ هغه دَ دغه تحریکونو یو جواز هم دی او اعجاز هم ....
مننه
حسینه ګل