افضل شوق دَ ایډیال او معشوق لټون کوي
ښاغلی افضل دَ ادب دَ لیلا مئین دی او دَ مینې  په دښته کې یې دَ شوق کیږدۍ جوړه کړي ده -  پر دې دښته دَ ښکلا قافلې  ځي او راځي  او شوق دَ ښکلا کرشمې ترې راټولوي -  کله کله خو دَ شعر دَ پرۍ دَ غاړې امېل ترې دانه وانه کېږي او شوق په ډېر شوق دَ شلېدلي امېل دانه دانه ملغلرې راټولوي -  دَ ادب دا لېونی او لالهانده مجنون دَ شوق دَ پریانو خولۍ پر سر ږدي او دَ ښکلا اووه ګامه مزل کوي –
اوس نودا دی   ّ په لټون ستا دَ څېرې  ّ راوتلی دی -  دا سفر یې  بس  ولوله لکه ابراهیمي عشق -  ستا څېره به کله دَ ستوري په رَپه رَپ کې کي او کله به دَ تمامې سپوږمۍ پسته مسته رڼا کې ګوري -  خو کله چې لمر دَ شپې پر دُرشل دَ شوخو وړانګو یرغل وکړي، بیا به نو نه دَ ستوري رَپ ویني او نه دَ سپوږمۍ پړک -  هغه دی چې لمر ته به دَ سوال ځولۍ غوړَوي او ستا دَ څېرې تصویر به ترې غواړي –
په دې لنډه کتنه کې، زه پر دې نه ګډېږم چې  ّپه لټون ستا دَ څېرې ّ  شعرونه څنګه دي -  هسې ماته دا لټون ډېر ښکلی ښکاري -  افضل دَ خپل ایډیال او معشوق لټون کوي -  دا ډېر ښکلی ارمان دی -  شوق چې په څه کې دا ښکلی معشوق لټوي ، هغه شیان هم ښکلي دي – افضل شوق بختور دی ، چې یوه ښکلا په بله ښکلا کې لټوي -  دَ مور شُودې دي یې شي -  او ډېر ډېر یې مبارک شه دا لټون ،   ّ په لټون ستا دَ څېرې  ّ –
په ډېره مینه او ادب
پیر محمد کاروان
افغانستان -  کابل -  خېر خانه مېنه
۲۰۰۲ -  ۱۰ -  ۲۸