( افضل شوق دَ امن او سوکالۍ په لټون دی )
زما او دَ افضل شوق لیدل کتل اتفاقي وشو- زه عنایت الله ضیاء سره ناست وم چې دوئ راغله او ضیاء ووئیل چې ګرانه! افضل شوق صاحب دی – علېک سلېک سره یې راته کوُوز پاس کتل لکه چې هغه څېره یې نه وي لیدلې چې کومه یې لیدل غوښتل - په دې خبره مو ډېر ګپ ولګولو- دَ افضل شوق نوم ما ډېر ځله اورېدلی وو- ّ اووه ګامه مزل ّ کتاب یې هم ما لوستی وو – په کې دَ ډېرو ملکونو ذکر دی او دا کتاب سفرنامه ده - دا ملاقات چې ورسره وړومبی وو، خو دوئ دریابي زړه لري او سره دَ دې چې څه یې په زړه وي هغه یې په خُله وي - خپلې خامۍ هم چې ورته په ګوته کړې ، سمدستي یې مني او دا شاید چې دَ هغه دَ عظمت صحیح نښه ده –
دَ کتاب نامه ّ په لټون ستا دَ څېرې ّ ........ دَ سلو یار شوم ده – دَ کتاب په وړومبي مخ یو مختصر نظم دی چې دې نظم کې دَ کتاب نوم هم ذکر شوی دی او په دغه فکر یو څو نور نظمونه لکه ّ آئیډیل ّ ، ّ خوبَولی تعبیر ّ ، ّ شعرونه ّ ، ّ دَ امن دَ ناوې واده کې ّ موجود دي او دَ لوستلو نه پس ما داسې محسوس کړو لکه چې شوق صاحب په لاشعور کې، دَ ده په وجدان کې یو ښائیسته پېکر، یو ښکلی وجود ده ته ښئیلی دی – خوب کې هم ورته راشي او دا دَ هغې وجود جل وهلی دَ هغه په تکل کې سرګردانه ګرځي –
شوق صاحب چې په ژوندانه کې هم په سفر وي - دَ ّ هغې ّ په تکل کې سرګردانه ګرځي ، دَ خپل فکر او په دښتونو ، ښارونو کې هم او په ښکاره هم دَ دغې ّ پېکر ّ دغې ّ ښاپېرۍ ّ تر لاسه کولو او دَ موندلو هڅې کوي - ډېر مخونه وَویني او یقین یې په هر مخ راشي چې دا هم ّ هغه ّ ده - خو دا دَ یقین اوبه یې سراب وَخېژي او دَ مینې تنده یې ماته نه شي - او دَ شوق دَ وینا مطابق ّ دَ سلو یار شوم ّ –
دا دَ خپل زړه مسافر، دَ خپل عشق مسافر دَ حُسن هغه منزل ته نه دی رسېدلی چې قرار پرې بیا مومي - بنده حېران شي چې دَ شوق صاحب دا ّ آئیډیل ّ څوک دی؟ دغه پري پېکر څوک ده ، چې دوئ ورپسې پرېشانه سرګردانه ګرځي - او ده له دَ خلوص په قافله کې راځي او دوئ له په ځولیو ځولیو دَ سرو ګلونو هارونه راوړي او چې سترګې یې وَ غړېږي نو بیا غائبه وي - دا تجسس ّ دَ امن دَ ناوې په واده کې ّ تر سره شي او بنیادم پوهی شي چې دَ شوق صاحب آئیډیل څوک دی - دَ امن په نامه څوک نه پوهېږي - هغه امن چې په مینه او ورورولۍ قائم وي - چرته چې ظلم ، زور او استحصال نه وي - چرته چې دَ جنګ توري تیارې نه وي خورې، چرته چې دَ بارُودو بُوی هوا نه وي بدبُویه کړي او چې دَ مینې آب حیات په کۍ دَ انسانانو په خُله شي - او دَ یو بل نه ځارېږي ، قربانېږي - دې سکون ته شوق صاحب په علامتي توګه دَ امن ناوې وائي – او دا دَ شوق صاحب هغه پري پېکر ده چې دوئ یې خوب کې ویني او دَ دوئ په لاشعور کې یو حسین ترین وجود لري - دې نظم کې چې شوق صاحب ورته یو خوب وائي ... دَ ارمان په سیمه ورته یو تصور وائي ... چې دَ دوئ په ذهن کې راغونډ شوی وي – په دې تصوراتي محل کې اما کما ملکونو سندرغاړي دَ خپل ثقافت ، تهذیب او ژبه کې لګیاوي دَ خپل فن مظاهره کوي ، ګډاګانې او ډانسونه کوي .... سندرې واي - په دې فنکارانو کې دَ برطانيې ، جرمني، امریکې ، ایران، ، مصر، جاپان، هسپانې وغېره هم موجود وي - دَ مختلفو قومونو نمائندګان وي ، خو هیڅ تنارعه تر منځه نه وي ، یو بل نه ځارېږي ، ټول دُښمنان خپل شوي وي یا یاران شوي وي - شوق صاحب هم په زړه کې دَ سوکالۍ آرزو شدت سره محسوسوله - ځکه یې دَ امن ناوې ودَوله - ما په خپل ناقص خیال دَ شوق صاحب دَ ارمان دغې محبوبې ته رسائي کړې ده کومې ته چې شوق صاحب دَ امن ناوې وائي - که زه خطا شوی نه یم ... نو دَ شوق صاحب ټول نظمونه په روزمره او ساده الفاظو کې دي خو علامتي رنګ لري او ژور مفهوم په کې پروت دی–
شوق صاحب دَ پښتنو په نا اتفاقۍاو تربګنو هم ډېر درد محسوسوي - دَ هغې اظهار په ّ بېرغونه ّ نظم کې په ښکاره ډؤل پروت دی – پښتنه سیمه ، چې دوئ ورته مور وائي ، چا چې دَ خپل اولاد پسته غېږه کې روزنه په پښتو او پښتني سپېڅلي مینې سره کوله - خپل ځان به یې دَ لمر په سرو لمبو سېځلو ، خو دوئ به یې دَ خپل پړوني په سیورې کې ساتل .... نن دغه ځامن لګیا شوي دي چې دَ خپلواکۍ په نامه دغه دَ دوئ دَ سیورې پړونی یې دَ یو بل په ضد داسې څیرې ویرې کړلو چې دَ هرې یوې تګۍ نه ، دَ مور دَ پړونې توکرې نه هر یو او هر چا ځان ځان لره بېرغونه جوړ کړو - مطلب دا چې دَ پښتنو هره یوه ډله ځانته دَ پښتنو نمائنده ډله وائي او دَ پښتنو او پښتو دَ حقوقو خبره کوي - خو یوه ډله هم بله ډله نه زغمي او په خپلو کې نا اتفاقه دي –
شوق صاحب دومره دَ جراَت خاوند دی چې خپله خامي او کمزوري نه پُټوي او په ډاګه یې ښئیي - ّ قتل ّ کې خپلې ویرې او خوف ته اشاره کوي - دوئ څوک وَویني او ویره یې واخلي او په زړه کې وائي چې جوړ زما مرګ پسې راغلی دی ما وژني ، راشه ته پرې لومړی شه - چاړه راواخلي او چې په تُوندۍ ګوُزار وکړي- نو ګړنجی یې تر غوږو شي .... شیشه غوټه ماته شي- یعنې خپل ځان یې شیشه کې لیدلو ، خو پوهی نه وو ، چې دا زه یم - وئیل یې چې څوک سړی مې دَ مرګ هڅه کوي –
په سوالیه نظم ( چې اوس یې ّدَ بابا خوبونه هم واړه دروغ شول ّ دی) کې یې هم دَ پښتنو نااتفاقۍ ژَړولې ده - دَ غېرو په لمسه دَ بل چا په جوړ کړي توپکو یو بل وژنو او دَ خپل جبر دلاسه مو خویندې خاورې یرې درپدر دي - پښتنې میاندې مو په ځامنو پسې په هدیرو کې ګرځي - دَ پښتو ناوې په مرۍ غلې شوي یُو او دَ پښتو ناوې مو دَ خپله لاسه خاورو ته سپارلې ده - اوس ورپسې ژړاګانې کوؤ خو مړه آرزو چا په ژړا رسولې ده –
پښتون کله منله ماته ّ نظم کې خپل عزم او حوصله ښئیي – چې کله په ځوانۍ راغلم - دَ زړه غُوټۍ مې ګل شوه - دَ خپلې ځوانۍ په دُرشل باندې مې قدم کښېښود او ځان مې فاتح وګڼلو – نو دَ ژوندون کوربه غمونو داسې څاپېړې په مخ راکړې چې دَ رُوح تنده که په اوښکو ماتومه ، خو دغه دَ مینې ګل، دَ آرزو ګل هم رژېدلو ته نه پرېږدم - ځکه چې زه پښتون یم او پښتون کله هم شکست نه مني - ّ ځناور .... خو دَ دوؤ پښو ّ کې هم دَ انسان درندګي او ځناورتوب ښئیي - چې دَ یو بل وینې څیښي – یو بل داړي او بغېر له دې یې بل کار نه شته – هغه کار چې پرې دائی انسان دوسته یاد شي او یا چې خلګ دَ پښتنو په باره کې دا وَوائي چې پښتنو کې دَ ارتقائي او هنري تغیر راروان دی - ّ پټ پُټاڼی ّ نظم کې دَ غمونو نه تېښته کوي - خپل خپلوان پرېدي او هغې نړۍ ته لاړ شي .... چرته چې دَ خوشحالیانو موسم وي، غم تر لرې لرې پوري نه وي - دَ خپلو غمونو نه پُټېږي خو هغوئ ورپسې لکه دَ سیوري هم روان وي په منډو نه خلاسېږي - ساه یې حلق ته راشي – په خپلو پلونو بیا کور ته راواپس شي - او دغسې ورسره ژوند پټ پُټانی کوي –
شوق صاحب خپلې فطري او ذاتي مینه کې هم خپله محبوبه داسې ښئیي چې سره دَ ډېرې مینې محبوبه یې دَ خپلې معاشرتی حدونو نه بهر ته نه وځي – لکه ّ دَ ژغ څېرې ّ چې محبوبه یې دَ حیاء پلؤ دَ مخه نه دی لر کړی –
سوب که ما دَ رسوائي ګڼې ته ّ .... دې نظم کې دغه خیال ښئیي – غرض دا دی چې افضل شوق دَ امن او سوکالۍ په ارمان دی - چرته چې دَ مینې ټول عمري سپرلی وی - زور ظلم نه وي - استحصال نه وي - خوشحاتیانې ، سوکالیانې وي - دغه څېره ده چې شوق صاحب یې په لټون پسې اوس هم خپل کوشش جاري ساتلی دی- او دَ مایوسۍ ښکار شوی نه دی - دغه څېره دَ امن ښاپېرۍ ، دَ امن ناوې ده - لیک یې جراًت مندانه او بېباکه دی –
دا وضاحت ضروري ګڼم چې زما دا تحریر شوی تاثر دَ شوق دَ هغې شاعرۍ پورې محدود دی چې کومه برخه یې ماته حواله کړي وه –
اکرام الله ګران