( امکان لري چې دا مجازي مینه حقیقي وګرځي )
زه ګران افضل شوق سره له تېرو پنځویشت کلونو څخه دَ مینې ، اخلاص او ورورولۍ نزدې تعلق لرم - دَ ده ټول شعري ، ادبي ، فني او فکري سفرزما په مخ کې دی - رښتیا خبره ده چې زما دَ نسل دَ شاعرانو راپس چې کوم ځلمیان وَ شعر وادب ته را داخل شوي دي ، په هغو کې دَ افضل شوق نوم خپل څرګند شناخت او جوت ځای لري - چې دَ خپل کار او زیار په حواله په وار وار ستائیل شوی دی - دَ هغه اولنۍ پښتو شعري مجموعه ّ شلېدلی امېل ّ دَ سهېلي پښتونخوا له اړخه دَ جدیدې شاعرۍ دَ اول نقش په دَ ذکر وړ مجموعه ده - په دې مجوعه باندې پروفېسر ربنواز مایل، ښاغلي سرور سودائي او ګران سهېل جعفر لیکل کړي وو - او دَ افضل شوق په کلام یې خپله ناقدانه رایه ښکاره کړي وه چې زه یې دلته تلخیص وړاندې کول بې ځایه نه بولم - مایل صاحب لیکلي وو ...
ّ افضل شوق په شعر وئیلو کې پوخ کاره یادېدی شي – دَ ۱۹۷۵ع نه پس په راتلونکې کهول کې خپله څېره هم لري او خپل انفرادیت په قائمولو کې بوخت شاعر هم دی - په غزل کې دَ ده شعري رنګ دَ اثباتیت رنګ دی - خو زما په نیزدې دائی دَ نظم او په نظم کې هم دَ مختصر نظم شاعر دی – دلته دَ ده کړاؤ ، فکري وحدت او دَ موضوع تفصیل رنګ پرله پورې لیده شي - ّ
محترم سرور سودائي کښلي وو چې ....
ّ افضل شوق دَ سهېلي پښتونخوا یو نامتو او مخوَر شاعر دی - خپل انداز، خپل اسلوب او خپل یو فکر لري - دَ ده نوم دَ نوې کهول دَ لومړي قطارپه لیکوالو کې په ویاړ اخستل کېدی شي - نظم بالخصوص لنډ نظم دَ ده دَ خوښې میدان دی چې دَ خپل مافي الضمیر دَ اظهار دَ پاره یې خپل کړی دی - ّ
دَ افضل شوق دَ همځولي ملګري جدید شاعر سهېل جعفر رایه دا وه چې ...
ّ شوق ، که نظم لیکي او که غزل ، دواړه ښه لیکي – زه دَ افضل شوق په شاعرۍ کې ډېره بې ساختګي محسوسوم او زما په نزد په شاعري کې تر ټولو لوی کمال هم دغه بې ساختګي ده ّ
دَ شلېذلي امېل پس دَ هغه سفرنامه ّ اووه ګامه مزل ّ شائع شوې وه چې دَ عزتمن سلیم راز غوندې صاحب نظر نقاد یې هم بېخي ډېره ستائینه کړي وه - زما په خیال دا سفرنامه دَ پښتو ادب لومړۍ بهترینه ، نمائنده او معیاري سفرنامه وه - تر اوسه پورې چاپ شوې ټولې پښتو سفرنامې دَ افضل شوق دَ دې سفرنامې په مقابله کې زیات ارزښت نه لري - دا یوه داسې سفرنامه ده چې دَ اُردو ژبې دَ ښو ښو سفرنامو له معیاره سره څنګ وهي –
دَ ّ شلېدلی امېل ّ ( ۱۹۸۷- ۸۸ع) دَ اشاعت پنځلس کاله پس دا ده ، په ۲۰۰۳ع کۍ دَ افضل شوق دویمه شعري مجموعه ّ په لټون ستا دَ څېرې ّ چاپ ته تیاره ده - په دې کې زیاته برخه دَ آزادو نظمونو ده - خو غزلونه هم په کې شامل دی - ماته یې کومه برخه چې دَ مطالعې دَ پاره راسپارلې ده له هغې څخه دَ ټولې مجموعې په باب اندازه لګول آسانه خبره نه ده - بیا هم زه دا هیله لرم چې دَ ّ شلېدلی امېل ّ شاعر افضل شوق به په خپلې دریمې مجموعې کې دَ منفرد ، اهم او پسندیده شاعر په حېث مخ ته راشي – زما وَ مخ ته دَ پراته مختصر مواد په رڼا کې که زه دا وَوایم چې دَ افضل شوق نظمونه په موضوعاتي، فکري او معنوي اعتبار خپل قاري ځانته متوجه کوي نو به غلط نه وي - خصوصاً دَ هغه مختصر نظم ډېر ارزښتناک دی - حقیقت دا دی چې دَ ارواښاد ایوب صابر راپس ښه او معیاري آزاد نظم لیکل ډېر مشکل کار دی – خو افضل شوق چې په مختصر نظم کې دَ خپل فکر، خیال او موضوع دَ اظهار او ایلاغ کوم کوشش کړی دی ، هغه خپل رنګ، آهنګ، خوند او تاثیر لري - هیځ ابهام او معنوي اشکال نه لري - دَ هغه نظمونه او دَ غزلونو شعرونه دراصل دَ هغه دَ وجدان آواز دی - دَ هغه شاعري دَ ّ از دل خېزد، بر دل رېزد ّ په مصداق ده – سلاست، رواني او بې ساخته اظهار دَ هغه فني کمال ته اشاره کوي - زه چې دَ هغه پخوانۍ او اوسنۍ غزلې لولم ،نو دَ سېف الرحمان سلیم ، یوسف اورکزي ، عبدالله جان مغموم ، اکرام الله ګران او ډاکټر اسرار شعري لهجه رایاده شي - البت دَ دې مطلب دا نه دی چې افضل شوق دَ هغوئ تقلید کړی دی - دَ ده اصل خوُبي دا ده چې دَ ده په شاعرۍ باندي دَ هیڅ شاعر اسلوب حاوي نه ښکاري بلکې داسې محسوسېږي چې افضل خپل اظهار پخپل انداز او الفاظ کې کوي - دَ ّ تقلید در تقلید ّ په دې شاعرانه ماحول کې زه دا دَ هغه لوی او دَ تعریف وړ جوهر ګڼم خو اسلوب یې تر اوسه دَ جوړښت په مرحله کې دی –
دَ افضل شوق په شاعرۍ کې بنیادي موضوع ښکلا او دَ ښکلا لټون دی - هغه په حُسن نه مړېږي - دَ هغه جماتیاتي تنده دومره زیاته ده چې دَ الطاف حسېن حالي دَ ّ هی جستجو که خوُب سې خوُب تر کهان ّ غوندې مسلسل دَ تلاش په مرحله کې ښکاري - امکان لري چې دا مجازي مینه حقیقي مینه وګرځي - که داسې نه وشي هم ، جمالیات پخپل ځای ډېر اهم فکري او فلسفیانه موضوع دی او دَ تخلیقي ادب دَ رُوح مترادف دی – له دې علاوه په دې شعري مجموعه کې دَ خپلې خاورې، خپل کلتور، دَ خپل چاپېرچل او دَ خپلو قدرونو دَ اظهار سره سره دَ خپل تاریخ تراخه حقیقي او نه نظر اندازه کېدونکي اړخونه هم په ښه ډؤل نظم شوي دي - صرف دا نه ، دَ یو جهان ګښت سیاح او دَ یو بصیرت لرونکي انسان په حېث یو ّ ګلوبل لېنډ سکېپ ّ هم دَ ده په کلام کې تصویر ګرځېدلی دی - چې دَ لوستونکو دَ پاره دَ غور او فکر نوې دروازې خلاسَوي - دَ آرټ دَ دُنیا کومې عالمي حوالې چې دَ هغه په نظمونو کې راغلي دي هغه مونږ پښتو شاعرانو ته دَ موضوعاتو په اړه دَ وسعت نظر دَ اختیارولو دَ پېغام او دعوت حېثیت لري - په کار، چې زمونږ دَ نوې کهول شاعران دې نُکتې ته متوجه شي –
زما دُعا ده چې دَ ګران افضل شوق دا مجموعه ّ په لټون ستا دَ څېرې ّ کامیابه او په پښتو ادب کې دي دَ یوې ښې اضافې باعث وګرځي –
خاورې ...... سعید ګوهر
کوئټه ، ۱۲مه جنوري ۲۰۰۳