افضل شوق یو سېلانی شاعر دی – دَ مزاج او طبعیت په حواله هم او دَ کار او عمل په لحاظ هم - ځکه دَ شاعرۍ فضا یې دَ ګړدې دُنیا دَ رنګونو، آهنګونو او موسمونو په اشتراک و امتزاج ځوانه ، مسته او حسینه ده – او دَ مینې په وږمو، نغمو او جذبو ویښه ، ژوندۍ او متحرکه ده - او شاعري یې دَ مزاج په حواله ځان خوښه ، خُودبینه او درون بینه ده - خو دَ رُوح او رُخ په لحاظ عالمګیره او دوربینه ده – چې حقیقت او رومانویت په کې یو بل ته تر غاړه وتې دي - رومانوي حقیقت پسندي یې وګڼو او که حقیقت پسنده رومانویت یې وَ بلو – خو دَ ژوند او فن په یو نادره تجسیم کې یې فکر و نظر څه نوی او عجیبه تفهیم راوړاندي کړی دی – دَ حقیقت نګارۍ دَ اُسلوب باوجود رومانوي تصوریت پرې غالب دی - او ما ورائ حقیقت خیالونه پرې خواره دي – او دَ هغې وجه دا ده چې دَ شاعر دَ تخیل قوت ډېر مضبوط او هر اړخیز دی – چې عقل او فکر هم ورته حېران حېران ګوري – او شاعرانه وجدان یې دومره زورَور دی چې شاعري یې سوریلزم (SURREALISM) سرحدونو کې داخله کړې ده – او دَ خیالاتو تنوع او پرواز یې ژوندي حقیقتونه هم دَ وزَرو لاندې کړي او خپل څانګونه یې پرې خواره کړي دي – او په عقل یې وجدان ته فوقیت ورکړی او ډېر وړاندې مخ په بره یې بوتلی دی - دَ حقیقت یا هستۍ تصور یې دَ انسان دَ موضوعي تجربې په حواله اخستی او دَ فرد دَ غېر مشروطې آزادۍ غږ یې پورته کړی دی – چې په نتیجه کې وجودیت (EXISTENTIALISM) په کنډر کې دَ خپل ځان ( انسان او ژوند) قصیده هم لولي او مرثیه هم واي - او په دې سبب یې شاعرۍ کې دَ جذباتو شدت ، دَ تخیل رنګیني ، دَ مضامینو رنګارنګي او دَ ماحول نېرنګي لیده شي ـ ـ ـ ـ خو شاعر چونکې جهاندیده او فهمیده شخصیت لري - دَ ژوند ، ماحول او دُنیا دَ حقیقتونو سره اشنا او بلد دی – ځکه ماورائ حقیقت تصوراتو کنفیوز کړی او مایوس کړی نه دی او ځکه په شعر و فن کې یې دَ حقیقت نګارۍ روؤنه ، ګودرونه شاړ یا بند نه دي - او دَ ژوند حقائق یې منلي او څرګند کړي دي - که غور وکړی شي نو په شاعرۍ کې یې دغه ماورائ حقیقت مثالونه او تمثیلونه هم دَ حقیقت دَ لړمون نه راوَ تې رومانوي تصورات دي - چې دَ څه نآشنا حقیقت په لټون او جنون کې په سفر دي – هم دغی سفر زمونږ دا شاعر سېلانی کړی دی - او دَ یو ملک نه بل ملک ته سفر دغه دَ نآشنا منزل په طرف روان تصورات راپیدا کړي او په یوه لاره اچولي دي - او بل دَ جدا جدا ملکونو په جدا جدا منظرنامو کې مخې ته راغلو ثقافتي مشاهدو ، تهذیبي روئیو او فکري تجربو دَ شاعر تخلیقي مزاج ، نفسیاتي کېفیت او اعصابي نظام متاثر کړی او منتشر کړی خو دی ولې بیا یې په یوه انساني نکته راسم کړی او متحد کړی دی - چې دَ شاعر په حسي تجربې او تخلیقی روئیې کې مخې ته راځي ( چې مونږ ورته دَ تخلیقي حسیت نوم هم ورکولی شو) او دَ شعر په فني چوکاټ او فکري فضا کې لیدلی او محسوسېدلی شي –
بادي النظر کې دا تصویر دَ حقیقت نه لرې ښکاري – خو په حقیقت کې دَ حقیقت مختلف رنګونه په کې داسې منعکس شوې دي چې ټول په یو بل کې ورننوتې دي - او ځان ځان له حقیقت یې پس منظر ته تلی دی - هر منظر خپل حقیقت پخپله بیانوي خو دَ منظرونو اجتماع دَ هر منظر انفرادیت په اجتماعیت کې بدل کړی او چې کله په کې دَ شاعر خپل تخیل هم شامل شي نو بیا دغه اجتماعي حقیقت هغه نه وي ، کوم چې مخ کې موجود حقیقت ؤ –
دَ افضل شوق دَ نظر وسعت ټولې موجود منظرنامې په ځان کې رانغښتې دي - او یو وجود کړي یې دي - حقیقت نه یې تېښته هم کړې ده خو حقیقت یې راتېښتولی هم دی - دَ هغه دَ شعر وفکر هم دغه اُسلوب او رویه ده - چې دَ حقیقت نه باوجود دَ حقیقت نه ماوری معلومېږي - دَ حقیقت نګارۍ دَ مکتب نه جدا او مختلف لګي - او هغه پخپله دَ رومانویت په کېمپ کې ولاړ ښکاري - او داسې محسوسېږي چې دَ مادي حالاتو ادراک او اثبات موجودګۍ کې دَ تصوریت او ماورائیت په جاړو او جالو کې انښتې او نغښتې پروت دی - وجه یې دا ښکاري چې ژوند او دَ ژوند مسئلو ته په سوچ کې حقیقت پسند دی خو اپروچ یې تصوراتي او ما بعدالطبیاتي دی - معروضي حقائق پېژني خو رویه یې موضوعي ده - او دَ خارجیت نه دَ اثر قبلولو باوجود دَ شاعرۍ اهم عنصر یې داخلیت دی - هم دَ دغې رومانوي طرزٍ احساس له کبله دَ تخیل ګرفت پرې مضبوط او قوي دی – او دَ ژوند دَ تلخو حقیقتونو سره دَ مخ کېدو باوجود یوې روما ني یوټوپیا کې راګېر دی - ځکه یوه ګړۍ هم سکون نه لري - اضطراري کېفیت او متحرک نظر یې په آرام نه پرېږدي - او دَ رُوح آزادي یې تل په سفر او الوت کې دَ ساتلو هڅه کوي ـ او دَ خوب او خیال په ګلرنګه او ګل ورینه دُنیا کې ورله جُوټې او غوپې ورکوي –
ځکه زمونږ دې شاعر حقائق لیدلي او تسلیم کړي هم دي خو لهجه او رویه یې بې حده شاعرانه ده – احساس او شعور یې دَ فلسفي دی خو نظر او ژبه یې دَ شاعر ده - دلیل یې په حق دی خو تخیل یې شاعرانه دی - چې رومانوي طرزٍ اظهار او رموز و اسرار لري - ولې دَ دې هر څه باوجود دَ انا پرستۍ خود پسندۍ احتجاج او بغاوت غېر ذمه دارانه نعرو او دَ جذباتیت او اذیت غېر ضروري کېفیاتو نه بچ پاتې شوی دی - بعضې نظمونو کۍ یې دَ NASTOLGIA رومانوي احساس او تصور ډېر واضح دی خو مریضانه او مایوس کن نه دی - البته دَ احساس څړیکې او دَ نظر نبضونه یې پارَولي او تېز کړي دي - او په مجموعي ډؤل شاعر دغه دَ رومانویت مسلک او منطق ناروغه او ناړامه نه دی - غورزېدلی او پارېدلی نه دی - او دَ ژوند زور او شور په کې موجود دی – او ځکه په شاعرۍ کې یې دَ خپل عصر روح لیدلی او پېژندلی شي –
دا سېلانی شاعر چې هر چرته تلی دی خپل شاعرانه حس او نظر یې دَ ښائیست غېږه کې غورزولی دی - او دَ مینې په غږ یې پاسَولی دی - دا هم حقیقت دی چې دې سېلاني شاعر دَ ښائیست په ستائینې او دَ مینې په څرګندونې کې بخیلي یا کنجوسي نه ده کړي - افلاطوني عشق نه یې ځان ساتلی دی - ځان له یې دَ زړه نوُل نه دی کتلی – هر چرته یې دَ حُسن نه فېض موندلی او هر چاته یې دَ مینې تاؤ رسَولی دی او دَ ژوند ساز یې غږَولی دی - او دَ دغې تاؤ ساز یا ساز تاؤ دَ ده شعري الهام ته دَ ژوند دَ احساس یو تود سُر او دَ عصر دَ شعور یو سُرودي تاؤ وربخښلی دی - چې دَ ده په فن کې یې دَ ژوند حقیقتونو ته یو رومانوي پېکر او رومانوي تصوراتو ته دَ یو حقیقي نظر ورکولو هڅه کړې ده - او دغې هڅې دَ شاعر دَ فن کېنوس ( CANVAS) نور هم وسیع کړی دی - کوم ته چې دَ هغه سېلاني نظر او وجداني فکر دَ اګاهو نه دَ احساس او شعور دَ سمندر وسعتونه او نوې اُفقونه او دَ زغل و پرواز نوې میدانونه او لوړ غرونه عطا کړي دي –
دَ شاعر دَ حُسن لټون او دَ مینې تړون هغه دَ حُسن دَ جلوې په مخ کې لټ کړی نه دی - او دَ مینې دَ جذبې په تار کې تړلی نه دی – بلکې هغه یې متحرک کړی او وړاندي تګ ته دېکلی دی – ( آزاد رُوح پابندي نه مني او سکون نه لري) دَ حُسن او دَ مینې دغې حرارت او حرکت هغه دَ ژوند په نوؤ لارو او نآشنا مزلونو سر کړی دی - او هغه یې دَ انسان او ژوند په تعلق او رښتې په حواله نوې معنې او مفاهیم ښودلی او دَ آګهي له دریچو یې ورته نوې منظرونه او نوې منزلونه په ګوته کړي دي - چې شاعر یې په خپلو نظمونو کې نشاندهي او ګواهي کړې ده –
زمونږ دا سېلانی شاعر څومره دَ مزل تېز دی نو دومره دَ لفظونو په زغل کې هم وړاندې دی - دَ دُنیا دَ ګڼو ملکونو سېلونه یې کړي دي - خو تشه آواره ګردي یې نه ده کړې - دَ فکر و نظر لاره یې هم هواره کړې ده - په هر سفر کې دَ عیاشي دَ منظرونو نه تېر شوی دی خو دَ تخلیقي شعور منظرونه یې دَ عیاشي نه محفوظ ساتلي دي - دَ لیک منظرنامه کې یې ذهني عیاشي ته ځای نه دی ورکړی – ځکه په فن کې یې فکري آواره ګردي نیشته - او مقصدیت په کې خپل ځان ښاي - ولې په فکر وفن پوره دَ افضل شوق دغه مقصدي شاعری نه هغه څوک خوند او پند اخستی شي چې دَ شوق په سفرنامو کې یې ذهني سفر کړی وی - فکر و نظر یې ګرځېدلی او ټولو مقاماتو، واقعاتو او شخصیاتو سره متعارف ، مخامخ او مخاطب شوی وي – ځکه چې دَ شاعر لفظیات، ترکیبات، تلمیحات او علامات یې دَ دغو سفري سیاحتونو او سیاحتي سفرونو څخه مستعار اخستې او په کار راوستې وي –
بل په دغه شاعر دَ پوهېدو دَ پاره علمي سطح هم نسبتاً اوچته په کار ده - باید چې لوستونکی دَ عالمي تاریخ ، تهذیب، تمدن او فنونٍ لطیفه ( ادب او آرټ ) نه هم باخبر وي - څنګه چې په حُسن پسې ورک دې سېلاني شاعر دَ نن په جغرافیه کې دَ دې ویړ کائنات په هره ذره کې او اُفقونو په حد بندي کې دَ ښائیست. ځوانۍ او مستۍ ټول رنګونه .. غږونه او غورځنګونه راټول کړي او یو کړي دی - او دَ پرون دَ تاریخ دَ پاڼو نه دَ ژوند او فن دَ جمال ، جلال او کمال ټول خوبَولي وجودونه راویښ کړي، تصویرونه یې ګویا کړي او غږونه یې مجسم کړي دي - او دَ زَړو تهذیبونو په کنډرونو کې یې هر عکس، هر نقش او رقص راژوندی کړی ، پاسَولی او ګرځولی دی ـ دَ هغو دَ پېژندنې دَ پاره دَ تاریخ دَ تهذیبي سفر او دَ تهذیب دَ تاریخي سفر نه خبرېدل لازمي دي - نو ضروري ده چې لوستونکي ذهني طور خپل ماضي کې هم سفر کړی وي - او شاعر چې کومې نخښې نښانې ښاي ، دَ هغوشناخت او پېژندګلوي هم کولی شي- او داسې یې دَ شاعرۍ نه مزه هم واخستی شي او پوهه هم ومومي - ګنې دَ لفظونو، ترکیبونو او علامتونو په جالو،جاړو او ځنګلو کې به ګېر وي – نښتې او ورک وي او ذهني طور به قید او بې درکه وي - نو نه به په شاعري پوهی شي او نه به دَ شاعر په مقصد او پېغام خبر شي –
چونکې زمونږ دا لوستی او سېلانی شاعر بره هم دی او لرې هم او دَ لوستونکو ذهني سطحې ته نه راکوُزېږي او نه ورنیزدې کېږي – نو باید چې لوستونکي خپله ذهني سطح اوچته کړي او پخپله ورنېزدې شي - چې څه ترې واوري او څه ترې زده کړي - په کلام او پېغام یې ځان پوهی کړي – دَ ژوند په خوږو پوهی شي او دَ فن ښکلا او مقصد وَ پېژني –
زمونږ دا سېلانی شاعر یا شاعر سېلانی دَ ښکلا په تلاش کې خپل منزل ته لا نه دی رسېدلی او سفریې جاري دی - هغه دَ خپل مُوډ او مزاج مطابق ښکلا لټَوي او په خپل شعر کې یې دَ خپل احساس او شعور مطابق اظهار کوي - هغه دَ خپل لټون نه لا مطمئین نه دی ځکه و درېدلی نه دی او په مخه روان دی – ځکه خو وائي چې ....
منزل دغونې لرې لرې کېدو
چې څونې څونې لنډېدله لاره
ځان کې په سوب دَ مسلسل سفر
تلی نشم په بله دومره ستړی یم
شاعر ستړی ضرور دی ، خو زړه ستړی نه دی )
په ّ خیالي بڼه ّ نومې نظم کې هم دغه حالت او کېفیت بیانوي او ( داسې ځینې نور نظمونه)
ممکنه ده چې څوک دغه لټون دَ شاعر ّ هرجائي پن ّ او یا څوک یې دغې جنون ته ّپه کثرت کې دَ وحدت ّ نامه ورکړي او دَ ّ تصوف ّ دُنیا ته یې راکاږي ..... خو داسې نه ده - اصل صورتحال دا دی چې دَ حُسن مختلفو صورتونو او مختلفو معیارونو دَ شاعر سکون او صبر لوُټلی او فهم ونظر تقسیم کړی دی - او بیا چرته سترګو وژلی او چرته زلفو تړلی دی - کله لب ، کله رُخسار ځان ته پسخولی کله ښائیست ، کله ځوانۍ ځان ته راکښلی دی - او شاید هغه دغه هر څه په یو وجود کې لیدل او خپلول غواړي - دغي دَ حُسن کشش هغه دَ ژوند او کائنات په هره شعبه او هره حصه کې دَ ښکلا طلبګار کړی او دَ بدۍ ، بدرنګۍ او بد امنۍ نه بېزار کړی دی - ځکه خو هر چرته نېکي، انصاف، صداقت ، مینه او امن غواړي – کوم چې دَ ښکلا مختلف شکلونه او کېفیتونه دي - ځکه دَ هغه په شعر او فن کې دَ هغه دَ فکر او نظر همدغه حواله ډېره نمایان او زیاته معتبره ده –
هغه مینه کوي او مینه عام کوي ـ چې نېکي هم ده ، صداقت هم دی - انصاف هم لري او امن هم راوَلي - خو دَ امن ، انصاف، صداقت او مینې دَ پاره امن ضروري دی - ځکه دَ امن تبلیغ او پرچار هم کوي - او دا هر څه بنیادي طور دَ انسان سره تعلق لري - ځکه هغه په خپلې شاعرانه فلسفه کې او تر څه حده فلسفیانه شاعرۍ کې انسان ته اولیت ، فوقیت او اهمیت ورکوي - او داسې ، انسان یې دَ فن بنیادي نُکته ګرځي - هم دغه نُکته دَ هغه دَ شاعرۍ محور او مرکز ثابتَېږي – او هم دَ دغې نُکتې نه ګېر چاپېره دَ هغه دَ حُسن تصور تاوېږي - او لکه دَ دائرې ترې دائره در دائره په ګرځېدو کې لوئېږي او خورېږي – او دَ شاعر سفر هم په دغه دائرو کې جاري وي .... ولې ښه خبره دا ده چې دَ دائرې کرښې بیا خپل ځای ته واپس نه راځي - تکرارېږي نه - بلکې دا دائرې ځان ځان له نه دي - یعنې دَ دائرې نه دائره پیدا کېږي - او دَ دائرو کرښې ټولې خپلو کې تړلې او مربوطې دي - او دَ دائرو دا سفر هم په شا یا دننه طرف ته نه دی - بلکې مخ په وړاندې، بهر په بهر او مخ په بره دی – هم دغه ارتقائي عمل دی - هم دغه دَ ارتقاء سفر دی چې په کائنات کې دَ ازل نه جاري دی - دَ سماج دَ ارتقاء هم دغه قانون دی - او دغه عمل دَ ژوند په هره شعبه کې روان دی - ځکه خو وئیلی شي چې ّ ژونددَ انسان دَ ارتقاء سفر دی ّ
او زمونږ دا سېلانی شاعر ارتفائي منزلونه سر کوي – مخ په بره او مخ په وړاندې روان دی ـ سفر کوي ... او دا سفر اختتام نه لري - هر څو که شاعر په زړه کې ځان سره لګیا دی وائي ...
ّ مزل به کله سر ته رسي ؟ ّ
سلیم راز