دَ پښتو نظم  او نثر دواړو میدانونو دَ یو غښتلې ، منلې او بېخي باصلاحیته او رښتونې  نقاد او شاعر مشر سلیم راز صاحب دَ ژوِرې کتنې دَپاره ، چې هغوئ له ما سره دَ یو مشر په حېثیت  مینه په وار وار رقم کوي هم او ما دَ خپل بې کچه خلوص په اثر په خپلو  پلونو باندې تګ ته پارَوي هم–

• دَ عزتمن مشر او دَ جدید پښتوغزل سالار ، لوی محقق  او نر پښتون نقاد  سعید ګوهر دَ زړه  له کُومې دَ کره کتنې  او ماهرانه رائیو  په حقله ، چې زما حوصله نوره نوره زیاتوي –

• دَ نظم په اړه دَ یو روشن خیال ، خو نالیدلي شاعر ګران پیر محمد کاروان .... چې زما دَ کتاب په حقله یې وړه لاکن بامعنا او خوږه رائی له کابل څخه په رالېږلو زما حوصله افزائي وکړه –

• دَ قدر وړ او زما دَ  خوښې په یو ځو آزاد نظم لیکونکو شاعرانو کې شمېر سوچه او کره پېغلې حسینه ګل ، چې دَ ګټَورو رائیو دَ اظهار پرته یې دَ دې کتاب په چاپَولو کې ماته ښې مشورې راکړې –

• ّ دَ شګو مزل   ّ نوموړې شاعرې ډاکټر فریده هوډ ، چې تر ارزښت  زېات لیکلو سره سره یې ماته  په غېر ارادي توګه دَ دې کتاب نوم هم هغه وخت راپه ګوته کړو ، چې کله یې په لومړي  ځل په فون باندې  ماته زما نظم  ّ دَ سلو یار  ّ  په یادو راتېرَولو –

• دَ اباسین یوسفزي دَ تیکنیکي هلو ځلو او مرستې دَ پاره ، چې دَ دې کتاب دَ چاپ کولو په اړه  یې ارزښتناکې ګڼم –

• دَ تمثیل حفصه ، چې زما کتاب یې  په خپل لاس جوړ کړل شوي  ټائیټل باندې  ښائیسته کړو -  زه یې دَ بریالیتوب دَ پاره دُعا کوم –

• دَ سهېل جعفر، چې دَ کتاب دَ ښائیست  په باب یې ماته ګټَورې او شې مشورې راکولو سره سره دَ شاعرۍ په انتخاب کې مدد هم وَ کړو –

• دَ ګران ملګري محمود ایاز ، چې دَ شعر او شاعرۍ په نان سټاپ مجلسونو او خبرو یې  دَ ډېري مُودې ورسته یو ځل بیرته په ما کې ویده شاعر راویښ کړو –

• دَ خواږه یار عنایت الله ضیاء چې دَ کتاب په چاپَولو کې  له ما سره نه یوازې هر لور تښتېدو بلکې  په ګټَورو مشورو یې ماته لارې هم را هوارَولې –

• دَ خپل ژوند دَ ملکرې  ډاکټر وهیبه سکاني افضل ، چې که څه هم لا تر اوسه په پښتو سمه نه پوهېږي ، خو دَ پښتو په دې کتاب چاپَولو یې  وَ پارَولم څه ، چې دَ کتاب ټول خرځ یې لا هم پخپله  دَ    ّ نه هېرېدونکي ګفټ  ّ   راسپارلو په نېک نیت وکړو –

• دَ هر لوستونکې ، چې دا کتاب لولي او لائبرېرۍ ته یې په دې جذبه  ور سپاري ، چې په شېرینه پښتو کې لیک دی –